د سلام فرهنګي ټولني احتجاج ليک
په ډيره خواشنی مو دا خبر واورېدی چي د نامتو صوفي شاعر رحمان بابا زيارت ته ديو شمير نا اهلو له لوري زيان اړول شويدی.دا خبر نه يوازي داچي د پښتون اولس لپاره زړه بږنونکی دی ، بلکي په سيمه کي د ټولوميشتو وګړو ،اسلامي نړۍ او په نړۍ کي د ټولو کلتور پالو لپاره هم د وير او ماتم خبر دی.
سلام فرهنګي ټولنه دا ناوړه عمل د پښتنو او پښتني کلتور په وړاندي د ستري غميزي په توګه يادوي او د دې وران کارو او نا اهلو وګړو پوره غندنه کوي .
موږ ، پر نړيوالو او بيا په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو ادارې اوديونسکونړيوال سازمان څخه په کلکه غوښتنه کوو چي د دې عمل کوونکي دي د نړيوالو جرمنو سره د مبارزې پوليسو په وسيله تعقيب او د سترو مجرمينو په څير دي په نړيواله محاکمه کي په خپله سزا ورسيږي . د دې سره د دې ټکي يادول هم اړين ګڼو چي دا د پښتون اولس دنده ده چي د خپلو کلتوري وياړونو او متبرکه ځايونو ساتندويان وګرځي .
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
05.03.09