د خواشنی پيغام
په وير او خواشنی خبر شولو چي د هېواد نامتو مورخ او د کابل پوهنتون وتلۍ استاد پوهاند حسن ضمير صافی د دې فاني نړۍ سترګي پټي کړې.
انا الله انا اليه راجعون
خدای بخښلي پوهاندضمير صافی د کابل پوهتون د ادبياتو او بشري علوموپوهنځی او بيا اجتماعی علومو پوهنځۍ کي دتاريخ د استاد په توګه دنده تر سره کړېده . په سلګونوهيواد پال شاګردان يې روزلی ،زيات شمير علمي اثار يې ليکلی او د بهرنيوژبويې تاريخي ارزښتمن اثار يې پښتو او دري ژبو ته ژباړلي دي .
سلام فرهنګي ټولنه د خدای بخښلي پوهاند ضمير صافي مړينه ستره علمي ضايعه ګڼي . داستاد سپيڅلی روح ته د لوی څښتن له حضوره د فردوس جنت غوښتنه کوي .کورنۍ او شاګرانوته يې د لوی خدای ( ج ) له درباره جميل صبر غواړو.
روح يې ښاد او فردوس جنت يې په برخه
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري