د سلام فرهنګي ټولني اعلاميه
باختر اژانس خبر ورکړ چي : په هرات ولايت کي د موزيم اثار لوټ شول
د هيواد د تاريخ او کلتورسره د دوکو او درغليو ناوړه چاري ورځ په ورځ زياتيږي . د لرغونو سيمو د سپړنو مخ نيوۍ ونه شو، تاريخي او لرغوني ابدات ونه ساتل شوه ، د قاچاق برانو لاس لنډ نه شو، دا دۍ اوس په موزيمونو کي د راټولو شويو اثارو چور او تالان ته لاره جوړه شوه .
سلام فرهنګي ټولنه دهرات په موزيم کي د راټولو شويو تاريخي اثارو لوټ او تالان په کلکه غندي او په دې لوټ کي د ککړو کسانو ژر تر ژره نيول او هغوۍ ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي .
په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍپه استازيتوب
پوهنوال رسول باوري