په از بکستان کي د نياندرتال انسان پاتي شوني څرګند شويدي
د ازبکستان په تشکتاش نومي لرغوني سيمي کي د ١٩٣٩ ميلادي کال څيړنو د نيادرتال انسان د اوسيدلو نښانی را بر سيره کړي وې . هغه سپړني د اوکلادنيکوف تر مشرۍ لاندي تر سره شوي وې ، دا دۍ اوس د ميخايل ګلانتز ، رستم سليمانوف ، پيتر هوخيس او انجيلا سخاوبار تر مشرۍ لاندي د ازبکستان په کشک دريا سيمه کي د نياندرتال انسان د پاتي شونو بيلګي تر لاسه شويدي . دا لرغوني توکي په پاليوليتيک يا د ډبري په پخوانۍ دورې پوري اړه لري ( د يادوني وړ ده چي په منځۍ اسيا کي د دې دورې زماني واټن د ليرو زمانو بيا تر دوويشت زره کاله پخوا کالونو پوري رسيږي . ) د دې خبر بشپړ متن د همدی پاڼي په بهرنيو ژبو کي لوستلای شۍ.
په ازبکستان کي د نيادرتال انسان د پاتي شونو درې انځوره