داستراخان ښار ته څيرمه دکسپين ( خزر) بحيرې څنډوته د استراخان دولتي پوهنتون لرغونپوهانو يوه داسي لرغونې ودانۍ را برسيره کړيده چي زر کاله پخوا يې د يوه سياسی مرکز په توګه رول لوبولۍ دی .
د دې لرغوني ښار پاتي شوني هغه مهال را څرګند شول چي د استراخان دولتي پوهنتون استادانو د وريښمو لاری پر سر د يوه نامتو ښار د لټون هڅي کولې . داسي بريښي چي دا لرغونی سيمه زر کاله پخوا سوځیدلې او پريښودل شوېده د استرا خان دولتي پوهنتون استاد (Dmitry Vasilyev ) ديمتري واسيلوف په دې باور دۍ چي په دې ښارکي د يهودانو معبد هم موجود وو.
د خزر بحيرې څنګ ته د لرغونی سيمي يو انځور
د دی خبر بشپړ متن د همدی پاڼي په بهرنيو ژبو کي لوستلای شی.