دافغان نامتو شاعر وهاب سر تير په وياړ
جوړي شوی درنې غونډي ته د
سلام فرهنګي ټولني پيغام
په سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکز په نوښت د هيواد د وتلی خوږ ژبی شاعر ښاغلی وهاب سر تير په وياړ د درنې غونډي ګډونوالو ته د زړه له کومی مبارکی وايو. هيله من يو او باور مو دا دی چي د دی غونډي په ترځ کي به د هيواد د نامتو شاعر ښاغلی وهاب سر تير د پنځونواو تخليقونو په اړه په زړه پوري ارزوني ، څيړني او شنني د پښتو شعر مينه والو ته وړاندي شي .
دشعرنړۍ د تخليق نړۍ ده ؛ حد او خنډ نه لری؛ پنځول يې نوښت دۍ او د اولسونو په منځ کي منل او يا خپلول يې د نوښت ګر درنښت؛ دا نوښت او بيا په اولسونو کي درنښت د هر چا په برخه کي نه وي . يوازی هغه څوک دې مقام ته رسيدلای شي چي الهامی برلاسۍ او پنځونی يې د زړه له تله پاڅي او د زړونو پر سر د رڼو بارانی څاڅکو په څير د زړه للمو ته ورسيږي . ريدي او غاټولو ته ژوند ورکړي ،کمبلۍ په نڅا راولی او د بلبلانواوازونو ته خوند وبخښي .
له نيکه مرغه وهاب سر تير يو له هغو پښتنو شاعرانو څخه دۍ چي زموږ د هيواد والو په زړونو کی يې دالوړ دريځ ګټلی، هم يې په خپلو شعرونو د هيوادوالو زړونه خپل کړي او هم يې د ناندريزوستونزو پټ رازونه را برسيره کړيدي .
سلام فرهنګی ټولنه په سويډن کي د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز مسولينو او مرستندويانو ته د دی ستري غونډي د جوړيدلو مبارکي وايي او د دی غونډي د ګډونوالو لپاره دبشپړ بري هيله څرګندوي .
په پښتني مينه او درنښت
د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
١٩ \ سپتمبر \ ٢٠٠٨