دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
اوستايې مدنيت

 

اوستايې مدنيت


څه ناڅه زره کاله تر ميلادي پخوا کالونو کي داوستايې مدنيت بنسټ په بلخ يا پخواني بخدي کي کښيښودل شو .دې مدنيت  ته ځکه اوستايې وايې چي معلومات يې د هغه مذهبي کتاب پر بنسټ تر مورخينو رسيدلي چي د اوستا په نوم ياديږي . اوستا د زردشت يا سپينتمان له خوا ويل شوي نصحتونه دي چي د زردشت تر مړيني وروسته د هغه پيروانو دا نصيحتونه را ټول او داوستا په نوم يې ياد کړل .
د اوستا ماناد قانون او هدايت په توګه  زياته کارول شوېده  . لومړنې اوستايې متن  د غوايې پر پوستکي ليکل شوۍ و .  د سکندر دواکمنۍ پر مهال  د اوستا زياته برخه  چي پر پوستکو ليکل شوې وه ، وسوځول شوه  . د دې پوستوکو شميره   ١٢٠٠ يو زر او دوه سوه  ته رسېدل . تر سکندر وروسته د زردشتي ائېن  پيروانو د اوستا پاتي شوني را ټولي او د هغو پر بنسټ يې د اوستا پنځه برخي وليکلې چي د :  يسنا، وېسپرد ، وينديداد ، يشت  او وړوکي اوستا په نوم ياديږي .
 زردشت  ٦٦٠ کاله د مخه تر مېلاد په بلخ کي زيږېدلئ دئ .  په شل کلنۍ کي منزوي شوئ او په ٤٢ کلنۍ کي يې دلار ښود دعوا وکړه . خپل نصحيتونه يې  پيل او ګشتاسپ پاچا يې خپلي لاري ته  دعوت کړ .  ګشتاسپ يې دعوت  ومانه او دهغه پيرو شو . زردشت په خپل ائېن کي اهورا مزدا د نيکئ  خدای او اهريمن د بدئ خدای ګاڼه او د هغو دوو تر منځ يې مجادله او مقابله همېشنۍ ګڼله . خپلو پيروانو ته به يې ويل چي د اهورامزدا لوری ته ودريږي  او د اهريمن له شره ځان وساتي . تر ټولو مهمي ويناوي يې  نيک فکر کول ؛ نيک ويل ؛  نيک کارکول ؛دي ، چي د اوستا يې متنونو په مرسته تر اوسه را رسېدلي دي .  
د زردشت د نصيحتونو له شميره دا يوه بيلګه يادو چي په اوستا کي راغلې ده : ستاسو څخه پوښتنه کوم ای اهورا مزدا ! د هغه چا سزا څه ده ، چي د خپلي واکمنۍ لپاره د دروغو او بدو عملونو لاره خپله وي ؛ او هغه بد عمله چي  بېوزلو ، ناچارو او فقيرانو ته يې بيله ازار او ستمه بل څه نه رسيږي ؛ که څه هم چي د غريبانو او بزګرانو له لوري هغه ته کوم ازار نه رسيږي ؛ و ويل شوه چي : هيڅ يو ستاسو له ډلي دهغه بدعمله خبرو او حکم  ته غوږ مه نيسی ، ځکه چي هغه ستاسو کور کلۍ او ښار د اړتيا او فساد سره مخ کوي ، ځکه يې د سلاح په زور له خپله ځانه ليري کړۍ ! .     
د اوستا يې مدنيت پر مهال اريا يې وګړو داسي دودونه درلودل چي تر اوسه هم د يو شمير قبيلو او قومونو په منځ کي معمول دي . د بيلګي په توګه  د نيزې وهلو لوبه ، د اس ځغلولو لوبه ، د کال د لومړی ورځي جشن ،اتڼونه ، د مېلو د ورځو سندري  ،موسيقي  او داسي نور ياودولای شو . اوستا د هغه مهال يو شمير سياسي کورنۍ او واکمنان هم را پېژني چي د افغانستان په تاريخ کي د ا برخه د کيسه يې تاريخ ( تاريخ اساطيري ) په نوم مشهوره شوېده .
                        

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006