نړيوالي کاليزي اويو او بل ته د هغو د بدلون چاري
د نجومي څيړنو او په ځانګړې توګه د کليزو ، مياشتو ، ورځو او ساعتونو د پوهېدلو او منځ ته راوړلو نوښت د يوشمير نورو پوهنيزو څانګو په څير په ختيځ کي شوئ دئ . تاريخي لاسوندونه ښئي چي د ورځو د ويش لومړنۍ هڅه د نيل سند پر شا او خوا دلرغونو مصريانو او بيا د دجلې او فرات سندونو تر منځ اوسېدونکو له لوري شو ېده . په لرغوني چين ، پخواني هند او لرغونو اريائيانوکي هم د څيړنو دا لړۍ پالل شوې شوېده .خو په دې ډله کي مصريان تر نورو مخکښه وه .
لرغونو مصريانو په لومړيو کي نجوم پوهنه د سحر او جادو په توګه کارول ، د همدې انګيرني په بنسټ د ورځو مياشتو او کلنو پيژندنه د نجوميانو او ساحرانو دنده ګڼل کېده . خو ورورسته دا دنده د نورو سحري او جادويې بوختياو څخه بيله شوه او د دربار په چارو کي يې زيات ارزښت پېدا کړ . نجوميانولومړۍ ځل ، ورځ په لسو برخويا ساعتونو و ويشل اوپر هغه بر سېره يې ، يو ساعت د لمرختلو او بل ساعت يې د لمر لوېدلو مهال ته ور بيل کړ او بيا يې شپه هم د ورځي سره برابره وګڼل ، په دې ډول يوه شپه ورځ څلورويشت برخي ياساعته ومنل شوه . د ورځو د ويش وروسته د کال د پيژندلو خبره منځ ته شوېده اوتر هغه وروسته د کال په ويش کي دمياشتو ونډي ته پام شوی دئ . څرګنده خبره ده چي د دې ويشونو او د هغو د پيژندلو لړۍ په ناببره توګه نه بلکي د پيړيو ، پيړيو پر له پسې هڅو او زيار پايله وه چي د خپل مهال اړوند ټولو انسانانوته د منلو او پاللو وړ کليزه جوړه شي .
په نړۍ کي زيات شمير کليزي د اولسونو او ټولنو له لوري کارول کيږي ، يو شمير دا کليزي ډيري نيمګړي او ابتدايې او يو شمير بيا پر مخ تللي او هر اړ خيزي دي . چي تر ټولو نامتو کليزي يې د زيږديزي ( ميلادي ) ، عبريزي ( يهودي ) ، زردشتيزي ( اهورايې )، لمريزي ( شمسي ) ، سپوږ ميزي ( قمري ) ،او کنفيسيزي ( چيني ) په نوم ياديږي . د دې يادشويو کليزو د پيل ، پاې او په منځ کي د مياشتو او ورځو ويش يو له بله توپير لري ، يو شمير يې د کال څلورو فصلونو ته په پام سره تنظيم شوي او يو شمير يې دځانګړو پيښو په تړاو پيل شوي دي .
١ - زيږديز ه يا ميلادي کاليزه : دا کليزه په زياته پيمانه د حضرت عيسی ( ع ) دلارويانوله لوري کارول کيږي، د يو شمير کسانو په باوردا کليزه د نوموړي د زيږيدو څخه پيل شوېده . په شپاړسمه پيړۍ کي دې کليزي بدلون وموند. ( دګريګورين او جولين د کلنۍ شميرواوښتون ) زيږديز کال ټول ټال دولس مياشتي لري چي د پيل مياشت يې د جنوري په نوم ياديږي .د ټول کال د ورځو شمېره يې او ٣٦٥ ورځو ته رسيږي . دا کليزه نړيوال شهرت لري اوپه ټولو هغه هېوادونو کي چي وګړي يې د عيسوي دين پيروان دي ،کاورل کيږي .
٢ - عبري يا يهودي کليزه : دا کليزه دولس مياشت لري او د ورځو شمېره يې ( ٣٥٤ ) ته رسيږي . عبري نوئ کال د سپتمبر پر ٢٣ مه نيټه پيليږي . د عبري کليزي کارونکي په دې باور دي چي د دې کال پيل د حضرت ادم ( ع ) او بي بي هوا د پيدايښت څخه پيليږي . دا مهال يې د کلونو شمېره ( ٥٧٦٨ ) تم کال ته رسيږي . د عبري کال لومړۍ ورځ د هشانا ( پيدايښت ) د جشن تر سر ليک لاندي د عبادتونو په ترځ کي نمانځل کيږي .
٣ - زردشتي يا اهورايې کليزه : په زردشتي کليزي کي ټولي مياشتي ديرش ورځي دي او هره ورځ بيل نوم لري چي زردشتيان يې په اورېدلو پوهيږي چي د مياشتي کومه نيټه ده . د هري مياشتي لومړۍ ورځ اورمز د ( اهو را مزدا ) لسمه نيټه ايان ( اوبه ) شلمه ورځ وهرام ( برياليتوب ) او ديرشمه ورځ انارام ( سپېڅلې رڼا ) په نومونو يادوي . د ا کال د زردشت د سپيڅلتيا د پيل څخه حساب شوېدئ ، چي دا مهال يې د کلونو شميره ٢٥٣٨ شم کال ته رسيږي .
٤ - کمفيسيوس يا چيني کليزه : په چين هېواد کي د ٢٦٠٠ کاله را په دېخوا يوه کليزه معمول ده چي ، د پيړۍ پر ځای شپيته کاله لري ، چي پنځه ځله دولس کلنئ پړاو يې بشپړ مهال ته رسوي . هر کال يې د يوه پيژندل شوي حيوان په نوم ياديږي . د بيلګي په توګه د چرګ کال ، د زمري کال ، د موږک کال اونور ، چي هر يو يې د چيني وګړو لپاره بيله ځانګړتيا لري . کال دولس مياشتي لري او د شمير له مخي د هري مياشتي ورځي د بلي مياشتي سره ورته نه دي . د دې کاليزي پيل د کنفيسيوس له ائېن سره تړاو لري .
٥ - ليږديزه - سپوږميزه يا هجري قمري کليزه : داکليزه د لمريزي په څير د حضرت محمد ( ص ) د هجرت له مهاله پيليږي . د سپوږميزي او لمريزي کليزي د کلونو د شميرې تر منځ توپير د سپوږمۍ او لمر په بدلون کي دی . دوولس مياشتي لري او د ورځو شمېره يې په ټوليزه توګه ٣٥٤ ته رسېږي . د کال پيل يې د مرغومي ( جدي ) مياشت د لومړۍ نېټې څخه پيليږي .
٦ – ليږديزه - لمريزه يا هجري شمسي کليزه : لمريز کال چي هجري شمسي کال هم ورته وايې د حضرت رسول اکرم ( ص ) د هجرت څخه پيليږي . د لمريز کال لومړۍ مياشت د وري يا حمل په نوم ياديږي اود دې مياشتي لومړۍ ورځ د نوروز په نوم يادوي ، چي د زيږديز کال د مارچ مياشتي د ٢٢ مي نېټې سره سمون خوري . کال يې څلور فصله ، او هر فصل يې درې مياشتي دئ چي په ټوليزه توګه دولس مياشتي کيږي . او ټول کال يې ٣٦٥ ورځې دئ . په افغانستان کي لمريز کال د کارولو تر ټولو پخواني سندونه هغه نوټونه يا کاغذي پېسې دي چي د اعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ د پيل ( ١٢٩٨ لمريز کال ) پر مهال خپاره شوي او کارول شويدي .
د کاليزو د بدلون او اړولو چاري
که وغواړو چي هجري شمسي کال په هجري قمري کال واړوو ( بدل ) د دې لپاره اړ يو چي داچاري تر سره کړو : لومړۍ د يوه ټاکلي لمريز کال شمېره په يوولس کي ضربوو . د ضرب شوي شميرې حاصل پر ٣٦٥ ويشو او بيا هغه په لاس راغلې شميره د لمريز کال پر ټاکلې شميرې زياتوو ، چي په پايله کي به د سپوږميز کال شمېره په لاس راشي . يوه بيلګه وړاندي کوو :
د افغانستان د خپلواکۍ هجري شمسې نېټه ١٢٩٨ کال و. که وغواړو چي دافغانستان د خپلواکۍ هجري قمري نېټه پېدا کړو لومړۍ ١٢٩٨ په ١١ کي ضربوو چي ١٤١٧٨ شمېره به په لای راکړي . بيا دا شمېره پر ٣٦٥ وېشو ، چي د ٣٨ شمره به يې حاصل راشي . بيا دا ٣٨ د ١٢٩٨ سره جمع کوو چي ورستۍ شمېره به ١٣٣٧ وي چي د افغانستان د خپلواکۍ هجري قمري کال څرګندوي .
او که وغواړو چي هجري قمري کال په هجري شمسي کال واړوو ، په هغه صورت کي اړ چي دا چاري تر سره کړو : لومړۍ هجري قمري کال په يولس کي ضربوو ، بيا د ضرب حاصل پر ٣٦٥ تقسموو او د تقسيم حاصل د هجري قمري کال د شمېرې څخه منفي کوو چي په پايله کي به د هجري شمسې کال شمېره په لاس راشي . يوه بيلګه وړاندي کوو :
امير عبدالرحمن خان په ١٢٩٦ هجري قمري کال د افغانستان واکمن شو . که وغواړو چي همدا نيټه په هجري شمسې کال واړو لومړۍ به ١٢٩٦ په ١١ کي ضرب کړو چي حاصل به يې ١٤١٥٦ شميره وي . بيا به نوموړې شميره پر ٣٥٤ و وېشو چي حاصل به يې ٣٩ شمېره وي . تر هغه وروسته به د ٣٩ شمېره د هجري قمري سنې څخه منفي کړو چي حاصل به يې ١٢٥٧ شميره وي او دا هغه هجري شمسي کال دۍ چي امير عبدالرحمن خان د افغانستان واکمن شو .
د نړيوالو تاريخونو د ښودلو لپاره اړ يو چي هجري شمسي سنه په ميلادي سنه واړو . د دې لپاره اړيو چي د شمسي سنې سره ٦٢٢ شمېره جمع کړو . يوه بيلګه وړاندي کوو ، که د افغانستان د د خپلواکۍ د ګټولو کال په پام کي ونيسو چي په١٢٩٨ لمريږ کال د انګريزانو سره تر پوځي مخامختيا وروسته تر لاسه شوه ، په ميلادي سنه واړوو ،( ١٢٩٨ + ٦٢١ = ١٩١٩ ميلادي )په هغه صورت کي به د افغانستان د خپلواکۍ د ګټولو کال د ١٩١٩ ميلادي کال سره سمون وخوري .