دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
هغه اجل نه وینم : ډاکټر (یاسین زی )

 

هغه اجل نه وینم

 

ماچه وه لیدلی دی باغ کی هغه ګل نه وینم

دمرغیو شروشور هم یی الوتل نه وینم

 

داخوشینکی باغ وه تماشی ته یی ورتللم

چا ظالم کړلو راوچ چه یی ځلیدل نه وینم

 

خزان څومره ظالم وه یوبوټی یی پری نه ښود

څه شوچنارچه  ېې د‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌پاڼو رپیدل  نه  وینم

 

د شنو کفتر و د اتڼ  میدان  تباه  شولو

هغه خوبونه دمالیاراوس په څنګل نه وینم

 

دچاله لاسه لمبه لمبه شو دغه شنکی باغ

ګرځی باغ کی نابلده پکی خپل نه وینم

 

لاسونه یی ورپری شه چه یی دابوټی وچ کړی‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌

بلبلان خسته خسته پکی خندل نه وینم

 

څه وکړم دی بی ننګو له یی باغ دی ورسپارلی

ظالمان چه کړی تباه زه هغه اجل نه وینم

 

ډاکټر (یاسین زی )

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006