دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د لرغوني افغانستان په اړه نوي څرګندېدني Prof. Nicholas Sims-Williams

 

 

 

ليکوال :  Prof. Nicholas Sims-Williams (University of London

  ژباړونکۍ : پوهنوال رسول باوري          

 

                                                  د لرغوني افغانستان په اړه نوي څرګندېدني


باختر ، د افغانستان په شمال کي  لرغونې باختري ژبه ،   په دې  منځ کي يوه ارزښتمنه خبره دا ده چي ايراني ژبي ښې ډيري  په يوناني الفبا ليکل شويدي . پر باختري ميراث د يوناني لوی سکندر برۍ په څلورمه پخواتر مېلاد پيړۍ کي د يوناني ژبي د پرمختګ پير وو . په باختري ادارو کي د زيات مهال لپاره يوناني ژبه کارول شوې او ډبر ليکونه يې کښل شوېدي .  هغه مهال چي باختر د شمال مهاجمو کوچيانو تر واک لاندي شوۍ ، د کوشانيانو  اغيزه برملا ده . په پيل کي يوناني ژبه کارول کیده ، خو وروسته په يوناني ليکدود سيمه ايزه  باختري ژبه کارول شوېده . د يوناني ژبي  سختي ورځي د کنشکا د واکمنۍ مهال وو . هغوۍ به خپل سيمه ايزه توري او کليمې په مسکوکاتو کي کارولې . د لومړي کوشانيانو د واکمنۍ پر مهال ورورو يوناني ژبه پريښودل شوه اوځای يې باختري ژبي ونيوئ  .
د لومړنيو زيږ ديزوپيړيوپه  ترځ کي ، باختريانوو کولای شول چي خپله  ژبه   د نړۍ د نورو ژبو په  منځ  کي ارزښتمنه کړي ،  په دې  چي دا د کنشکا پاچاه ژبه  وه .   باختريانو يوه لويه امپرتوري  د افغانستان په شمال کي جوړه کړه چي د هند شمالي برخي او مرکزي اسيا سيمي ېې  يې هم په په بر کي نېولي وې . د شپږ مي ميلادي  پيړۍ وروسته  چي کوشاني امپراتوري  ړنګه شوه ، باختر يانو پر له پسې  تر نهمي  مېلادي پيړۍ پوري  خپل پخوانۍ ليکبڼي  وکارولې   . د پاکستان په توچي سيمه  کي  پيداشوۍ  ډبرليک (Slide 1 9KB) 


                                 

                                                په نقشه کي د توچي سيمه په نښه شوېده

  د بودايې مهال پاتي شوني  د ماني ( ساساني  ) ډبرليکونو او د چين د شمال لويديځي سيمي  تورپان ((  (  Turfan ) (Slide 2 12KB )
                                           

                                                   د تورپان څخه تر لاسه شوي ليک يو انځور
 تر لاسه شوئ د ډبر ليکونو کلکسيون  چي په برلين کي ساتل شوۍ )) کي د باختري ژبي او کلتور واکمني وه ، چي راوروسته زرګونه کاله  پټ پاته شويدي .
څلويښت  کاله پخوا باختري ژبه په څرګنده توګه نه وه پيژندل شوې  ، يوازي  د کوشاني پاچاهانو او تر هغو وروسته ځاې ناستوواکمنو د مسکوکاتو پر مخ د انځورونو او ليکنو په اړه مالومات را ټول شوي وه .  د کوشاني مسکوکاتو پرمخ   د مات ( شکسته ) ډول يوناني ليکدود او په ځانګړي توګه د هغو ډبر ليکونو تقليدي ډول  ليدل کيږي چي په  توکو او  ودانيو کي کارول کيدل . په  اصولي توګه د هغو انځورونو او نښانو لوستل  ستونزمن نه دي  ، خو هغه ټوله مخففات ، نومونه ، د پاچاهانو القاب  او منابع  دي .  په باختر کي ورستي معمول مسکوکات  دکوشانيانو ، سا سانيانو ، کيداريانو ، هيپتاليانو ، ترکانو او نورودي .  هغوۍ مات ( يوناني)ليکدود کاروئ  او په تقليدي توګه يې  د لاسي ليکنو ډول ته دوام ورکوئ . هغه مهال د رازونو  څرګندول د ستونزو سره مخ کيږي چي د پاڼو شميره ونه لري  ، او  ځيني وړې لوحې او ډبرليکونه  چي  په مات  ليک کي يو بل ته ورته وي  په همدې  ډول د پوهېدلو  وړ دي  ، خو که هغه څو ( داني ) وي او هغه هم نيمګړي،  موږ نه شو کولای چي يوه رښتينې  افاده تر لاسه کړو .   
 
دا لوستل او يا  ژباړه په ١٩٥٧ هغه مهال وشوه چي  د لومړي  ځل لپاره په بغلان کي د سره کوتل  باختري  ډبر ليک متن  د زيات پام وړ وګرځیدۍ . (Slide 3 23KB  )

                                

                                                              د سره کوتل ډبرليک يو انځور
   ليکوالان  زيات  پر هغو الواحو او ډبر ليکونو برلاسي شوي چي د کوشاني مسکوکاتو په مرسته يې په زيات زيار او سختۍ اماده کړيدي .   دا تعبيرونه او افادې هغه مهال زيات ستونزي زيږونکي وې ، چي  د نوم او القابو د پوهېدلو لپاره به يې  د هغو ټولو ويوکو او علايمو ( اشارو ) څخه  کار اخستۍ چي  د ژبي  په ګرامري جوړښت   کي کارول کېدې  ،  په هر تر تيب  د  (  W. B. Henning  ) له لوري يو شمير اړين توري وپيژندل شوه . چي  په هغه متن  کي  يې د لوی امپراتور کنشکا  لوړ موقف وښودئ .  هغه  د اوبو په اړه د ستونزي  حل دۍ  ، او هغه يو داسي لوړ او ځانګړۍ بنسټ  کښيښود چي (   Nukunzuk  ) نوکونزوک  يې ونوماوه  ، چي د کنشکا د واکمنۍ  ٣١ کال  وو .  دا پخوا تر هغه مهال وو چي  د هغه ( کنشکا ) راتلونکۍ واکمن  هوويشکا (     Huvishka  )   واکمن شي .  
د لومړۍ برخي پای ، نور بيا

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006