دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
افغانان دنړۍ دشین سترگو انسانانو نیکونه دي

 

                              افغانان دنړۍ دشین سترگو انسانانو نیکونه -  د ډي ان اې ساینسي څیړنه

                                    شنې سترگې د لرغونو "جینتکي" بدلونونوپه پایله کې جوړې شوي 

راجر های فیلد: ساینس ادیتور

ژباړه: رحمت آریا

۲۰۰۸ کال، دفبروري لومړۍ

دغه لېکنه د کاناډا په پلازمېنه آتآوا کې د "آټاوا سټیزن" د فبروري د لومړۍ نیټې په ورځپاڼه د " ورلډ- نړۍ" په " اې ۸" پاڼه کې اود لندن په "ډیلي تلیگراف" ،همدا ډول د انترنیټ په گڼ شمیر ځالگیو کې خپره شوې چې د یوې پته یې دا ده

http://www.telegraph.co.uk/earth/main.jhtml?xml=/earth/2008/01/30/scieyes130.xml&CMP=ILC-mostviewedbox

څیړونکي وایي چې د" نامتو کسانو لکه"  فرانک سیناترا، ستیفین هاوکینگ ، ماري کوري او ستیفین فرې شنې سترگې دهغو جینتیکي بدلونونو د پایلو له برکته دي چې ښایي شپږ یا لس زره کاله مخکې رامنځ ته شوي وي.

ساینس پوهان گروهن دي چې نن هغوی په نړۍ کې  د ټولو شین سترگو انسانانو د سترگو درنگ د لاملونو لړۍ موندلې ده.

د کوپن هاگن له پوهنتون څخه پوهاند هانس اي برگ چا چې د څیړونکې ډلې مشري کوله وویل" موږ ټولو له اره نصواري سترگې درلودلې".

ډیره شوني ښکاري چې د شنه رنگ لرونکو سترگو له نیژدې ختیځ یا د تور سمندرگي د شمال لویدیځې له یوې برخې څخه سرچینه اخیستلې وي چیرې چې د اروپا شمالي برخې ته له شپږو تر لسوزرو کالو مخکې مهالیزې کې ترټولو ستره کرهنیزه لیږدېدنه او کډوالي رامنځ ته شوه. 

هغه وویل زما ترټولو ستره انگیرنه دا ده چې " ښایي دغه "جینیتکي بدلون" د افغانستان په شمالي برخه کې منځ ته راغلی وي".نوموړی وایي دغه بدلون پر یو "جین" چې (او سي اې ۲)نومیږي اغیزه وکړه او OCA2"په حقیقت کې د نصواري سترگو د جولوړلو وړتیا یې «غلې» کړه."(اوسي اې ۲) د "میلانین" یا د تور رنگ د جوړولو په لړۍ کې گډون لري او دا هغه رنگ جوړوونکې ماده ده چې ویښتانو ، سترگو او پوستکي ته رنگ ورکوي.

دغه بدلون په خپل گاونډي «جین» کې د «او سي اې» «جین» په بشپړ دول غلی نه کړ خو کړه وړه یې ور لنډ کړل او د سترگو په عنبیه کې یې د میلانین جوړول رالنډ کړل – د رنگ په گاټه کېدلو نصواري سترگې په شنو واوښتلې.

که د «او سي اې ۲» «جین» په بشپړ ډول غلی شوی وای نو هغو کسانو چې دغه بدلون په میراث وړای هغوی به اوس به خپلو پوستکو ، ویښتانو او سترگو کې «میلانین» یا دغه رنگ جوړوونکې ماده نه درلودای- مانا دا چې تک سپین به وای.

دپوهاند آی برگ ډلې د څیړلو په لړ کې له ډول ډول انساني ټولنو څخه جوړو هیوادونو لکه اردن ، هندوستان ، ډنمارک او ترکیې کې د بیلابیلو شنو سترگو لرونکو کسانو «ډي ان اې» وڅیړله.

د هغه موندنې د جینتیکي څیړنو د وروستې لسیزې په مهالیزه کې ترټولو نوې دي چې لړۍ یې په ۱۹۹۶ کال کې  هغه مهال پیل شوه کله چې پوهاند آی برگ د او سي اې ۲ «جین» ته گوته ونیوله او ویې ویل چې دغه جین د سترگود رنگ پازوالي یا مسؤولیت په غاړه لري.

پوهاند آی برگ چې دبشري جینتیکس ژورنال ته یې د کار گزارش ورکړی دﺉ وویل" دغو ټولو کسانو په خپلې ډي ان اې کې  کټ مټ په هماغه یوه ټکي کې همدغه بدلون په میراث وړی دﺉ. له دغې څیړنې څخه موږجاج اخلوچې د شنوسترگو درلودونکي ټول کسان په یوه نیکه پورې تړلي دي."

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006