دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
لغمان دلرغوني تاریخي او فرهنګي شالید په رڼاکې!

 

 

پوهنیار ظفرخان« اهتمام»

                                لغمان دلرغوني تاریخي او فرهنګي شالید په رڼاکې!                                           

 

لغمان دافغانسان د(۳۴)ولایاتونوڅخه دهېوادپه ختېځ کې پروت ولایت دی،شمال لورته ېې بدخشان،سهیل خواته ېې ننګرهاراوکابل،ختېځ لوري ته ېې کونړونه او لوېدیځ پلوته ېې دکاپیسااو کابل ولایتونه دي دکیوشت اوکاشمونډغره لویدیځ ته لغما ن دجنوب له خوا رانېولی دی.هرڅومره چې دکابل سیند د لغمان ولایت د جنوب له خوا دشمال په لورپرمخ لاړشو،دځمکې جګوالی ېې زیاتېږي .لغمان دځېنوروایتونوله مخې له کابل څخه تر پیښوره ټوله سېمه رانېوله داځای دهغې پخوانۍ لیارې په سرپروت دی اویومهم دمه ځای دی چې له سروبي څخه د بادپېچ(بادپښ)له غاښي رادېخواپه زېړاني دښته کې راتېره شوې اودالېشنګ اوالېنګارد رودونود مخامخ کېدوپه نقطه کې کوم ځای چې د نیسایالرغوني ښارپروت دی رارسیږي اوله دې ځایه اد ینه پور (دینپور) ،نګاراهار اوبله څانګه ېې دګمبېري په د ښته کې کونړونوته ورغځیدلی ده.د لغمان پراختیا (۷۲۱۰) کېلومتر مربع ده،نفوس ېې (۳۱۰۶۵۱)کسانوته رسیږي اوپه یوکیلومترمربع ځمکه کې ېې (۴۳)کسه وګړي  استوګن دي لغمان څلور ولسوالۍ لري چې :دقرغیو،الینګار،الیشنګ،ننګراج.ولسوالۍ اودوه علاقدارۍ   ددولت شاه اومنډول په نومونولري دلغمان ولایت ټول کلي (۶۴۰) دي. یومهال د نورستان یاالینایانوله مربوطا تو څخه ؤ او همدا شان بودایی مدنیت ددې سیمې مرکزیت بلل شوی دی اود اشوکا(دهندي یوریانودکورنۍ پاچا)ددورې ډېرليکونه او هم د درونټې ترڅنګ دیوشمېربودایی آثارودرلودونکي دي هغه چې دڅېړونکواوپوهانودپوره پاملرنې وړدي او حدودالعالم ېې بتخانو ته اشاره کړې ده.‎(۱)

مرکزېې کالام(مهترلام)دی دمهترلام یا مهترلمک په هکله بېلا بېل تا ریخي روایتونه راغلي چې یوېې د ه: مهترلمک د نوح(ع) پلار دی ښځه ېې« قینوش » د نوح موروه.اوپه حقه پېغمبرتېرشوی دی نوح ع د حضرت ادم  ع د هبوط یا کوزیدو څخه(۱۶۴۲)کاله وروسته پېغمبري ته رسېدلی او زر کاله ېې عمرکړی.د لمک  ع  پلارمتوشلخ،نېکه ېې اختوخ او غور نېکه ېې یارد وو؛کله چې دنوح ع کښتۍ کېنا سته یو شمېروګړی دمهترلمک (ع) اودده ورورنورلام ( رح) او خورېې بي بي حاجرې سره یوځای دنورستا ن په لاره اوسني الینګارته راغلل،خلک ېې حق  دین ته رابلل٭ او بیا په بېلابېلوځایونوکې مېشته شول،تارېخي روایات وایي چې لمک په لغمان کې وفات شو،خور اوورورېې هم په الینګار کې وفات شوي چې مشهورزیارتونه پرې جوړدي خورېې دهرمل او میداني ترمینځ د بې یې حاجرې په نوم زیارت لري او ورورېې نورلام صا حب د نورلام صا حب دره کې په زیارت کلي کې ښخ دی.په مهترلام بابا، سلطان محمود یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړې،ځکه هغه څوځله خوب لېدلی ؤچې دی پېغمبردی او په د ښته کې پروت دی... همدارنګه دمهترلمک د پېغمبري په هکله د مشهور روحاني شخصېت د کچورې ملا صا حب وېناوې چې تل ېې ویلي: هو!مهترلام با با په حقه پېغمبر دی هم د ثبوت وړ دی د مهترلمک کلیمه په زړه فارسي کې لوی یا ستر ته واېې او لام په نورستانۍ او پشه يي کې کلي ته اومهتر خپله سترشخصېت ته وېل کیږي،دمهترلام با با د مزار خواته یو ستر باغ او حضیره(هدیره)ده په دې هدیره کې ستراومشهور کسان لکه: یوسف خان د غازي محمد نادرخان شهید پلار، شهزاده فریدون،غازي محمدشاه خان بابکرخېل ،فیض محمد خان او نور غازیان ښخ دي(۲) اوزیار تو ته ېې خلک له لرې ځایوڅخه راځي پخوا به له هند او پنجا ب نه هم د لته خلک او ګرځندویان راتلل زما په یا د،د کب له پینځلسمې د ثورترپای به هره ورځ، او د پنجشنبې اوجمعې په ورځوبه په ځا نګړي ډ ول دلته د سا زسند رو او مذهبي موسیقۍ په لس ګونو ډلې موجودې وې شپه او ورځ به ېې  مینه وال په وجّد او مستۍ را وستل دغه دود اوس هم په پسرلي کې لمانځل ګېږي.

دالینګارپه شنه دره کې د الینګار ولسوالۍ کلي دالینکاردمست اوتل بهاند سین دوو خواووته له شمال څخه مخ په سهیل پراته دي شرق،غرب او شما ل لوری يي لوړو غرونو ایساراوښکلی کړی دی . د الینګار دره د سراج کلا دشمال ختیځ په ۷۶ کیلومتري واټن کې دختیځ طول البلد په ۷۰ درجو ۱۳ د قیقو او ۸ ثانیواود شمال عرض البلد په ۳۵۲ْ ، ۳۸َ ،او ۴۲ً کې پروت د ه دا دره ښکلې اوسمسوره سېمه د ه اود زراعتي پېدا وارو،مېوو او څارویو دروزلو ‎ډکه یوه شتمنه دره د ه(۳).

دغازي محمدخان دروېش په جنګنامه یا صفت نامه کې چې مؤلف يي قاضي محمد سالم ؤ اوپه ۹۹۰ هـ کال کې يي ژوند کاؤاودا کتاب په ۱۹۶۵ع کال کې په روم کې چاپ شوی دی راغلي دي: د الینګار او الیشنګ درواوسېدونکي اصلاً د الینایانوپه نوم یاد شوي الینایان د وّیدي زمانې یوه مهمه قبیله وه د رېګ ویدا له ترانو څخه چې د هندو کش جنوب خوا ته په (۱۴۰۰ق م)کال کې ویل شوي دي.مالومیږي چې الینایان د آریا يي  قبایلولکه (پکتها- بهلان)اوداسې نورو غوندې دی چې دلسوقبیلو په جګړو کې يي ګډون کړی ؤد آریایانود مهاجرت له زمانې څخه وړاندې دا وّیدي کیسې ،ترانې او داستانونه باختری آریایانودشمالي هندوکش ،بخدي اواکسوس په شاوخوا کې ویلې دي د اوسني افغانستان پخواني خراسان اولرغوني آریانا ختیځ لورته د سند رود(آبا سین) په غاړه یوه لویه هندي آریایي قبیله چې بهاراته نومېده اوسېده؛چې لس قبیلوله بهاراته او دهغې له متحدینوسره په (۲۰۰۰ق م)کال کې جګړې کړې دي چې د الینا قبیلې هم له دوی سره جګړه کړې اونوم يي په دې ترانوکې ذکردی(۴).

لس قبیلې دوه ګرويه وې چې لومړی ګروپ ېې هندي آریایان، دې بهاراته دقبیلې مخالفین‌ؤد پنګه جانا په نامه یاد شوي دي او دوهم ګروپ يي د پنګه جانا مرستندویه ووچې د سند رود مخ قېبلې یاشمال لویدیځ غاړې کې اوسېدې دغه قبیلې وې: الینا:د الینګار او الیشنګ اوسېدونکي اود نورستان خلک پکتها: بښتانه چې داقوم د رېګ ویدا په همدې قول په سنه (۱۴۰۰ق م) نه لا اګاهو(مخکې)په همدې نوم په خپله ځمکه موجود وو.

بهلان یا بهالانا:د بولان اومرکزي لغمان خلک.

شېوا: د سیند شاوخوا،ښېوې،شګې اود کابل د شېوه کي خلک.

د یشانن: د ګندهاراد سیمې خلک او او سېدونکي(۵).

کله چې ‍‍» ویسومیترا» د « دیوراسا» پاچا منشي له خپلې دندې څخه ګوښه کړای شواوپه ځای يي « واسثتا» مقررشونو ویسومیترا ځان له لسو آریايي قبیلو سره یوځای کړاود بهاراته دقبیلې دپاچا وزایومیترا له زوی یا لمسي «سوداس»سره ېې سخته جګړه وکړه،ویشومیترا یوستر روحاني اود « دیوراسا» پاچا وزیر ؤ(۶). ویشومیترا د« کنشکا» چې د کوشانیانو د دورې دریم وتلی او نومیالی پاچا ؤ هم فقیه او روحاني پاتې شوی ؤ کا نشکا ته چې دځینو آثارو او په ځانګړي ډول د« مسکوکاتو» په شاهدي د پادشاهانود پادشاه لقب ورکړی شوی ؤ ده د خپلې حکمرانۍ په لسم کال دهند نیمه وچه د خپل سلطنت برخه ګرځولې وه هغه له بودا څخه څلورسوه کاله وروسته څلورمه بودایی شورا جوړه کړه.دغه شوراچی دکشمیردشوراپه نوم شهرت لری دشورا د مشری مسوولیت مذهبی فقیه،« ویشومیترا» په غاړه در لود(۷). دسوداس اوویشومترا جګړې دوام مومي اود ویشومیتراجبهه دلسوقبیلوپه ملګرتیا ماتې خوري او هندته د تلو راتلولاره پرې بندېږي دوی څه هند ته ځي او څه یی همد لته مېشته کیږي د الینا قبیله د الینګاراوالیشنګ په درو ګې دهندوکش په لمنوکې هستوګنه غوره کوي او بیا دنفوس دډیریدواوځینو نورو لاملونو له کبله نورو ځاییوته هم خپریږي دوي تر صوات باجوړاواوسنیوولایتونو لکه لوګر،کابل،بغلان، پروان ،کونړ، کندوز،نیمروز،جلال آباد،بدخشان،دلغمان په مرکزاو نور ډیر یی دهندوکش په جنوبي لمنو کې لراو بر خپریږي الینګاراو الیشنګ همدا مانالري یانې دالینایانو هستوګنځی.الینایان مالداره ؤاو رمې به ېې روزلې،له وړیو نه به ېې جامې ځان ته جوړولې دوی اکثراً په غرونوکې اوسیدل ټول خلک ېې غښتلې وو او لوړ قدونه ېې لرل له همدې کبله د تورو دیوانو په نوم یادید ل د درونټې څخه نېولې ترپرچ غانه او  په چه غانه پورې د (۶۶)لویواو وړو درو یادونه شوې ده.غازي محمد درویش ددغو درو له کافرانوسره ډېر جنګونه کړي اودوي ېې د اسلام سپېڅلي دین ته رابللي دي.په صفت نامه کې (پانداد،هشروی،لا ماندي) ددوي دخدایانو په نوم یاد شوي دي باید وویل شي چې په دغو درې نومونودهغې سیمې دپشه یانودرې کلي اوس هم یادیږي (۸).دصفت نامې په قول غاري محمد دروېش یو روحاني شخصیت ؤچې دکابل والي میرزامحمد حکیم له خواپه (۹۹۰)هـ کال کې ددغودرو دایل کولوپه غرض واستول شوپه الیشنګ ېې بری وموند د الیشنګ په دره کې: دې اسلام آباد،غازی آباداودرویش آباد کلي ټول دده نوم ته منسوب دي. لومړی ېې داسلاآباد کلاجوړه کړه اودمرکزپه حیث ېې ورنه کار اخیسته چې قبرېې اوس هم هلته دی نوموړې درې یوځل د سلطان محمود غزنوي د (۴۰۰هـ ق)کال شاوخواکې اوبل وخت امیرتیمورګورګاني په(۷۰۰)هـ کال کې وهلې وې خو پوره تسلط ېې پرې حاصل کړی نه ؤد درویش په لښکروکې دغورغوشتي،شینواري،هزارمېښواونورو نومونه یادشوي دي (۹).

کله چې امیرعبد رحمان په دغو درو بری وموند د هغه ځای زیات اوسیدونکي ېې د یرغمل په نوم کابل او  لوګرته ولېږدول الینایان چې هرې طایفې ته ورغلي دي ‌ژبه ېې هم د محیط ترآغېزلاندې راغلې ،بیلې بیلې  لهجې په کې پیدا شوي او خپل اصلي شکل ېې له لاسه ورکړی دی.مارکوپولوستر کاشف اوایټالیاېي سیلاني په دیارلسمه میلا دي پیړۍ کې د ایران او افغانستان له لارې چین ته تللی ؤپه خپله سیاحت نامه کې ېې د لومړي ځل لپاره داسې یادونه کړې وه:داسیمه د بدخشان څخه تر دې ځایه پورې دلسو ورځوفاصلې په امتداد یوولایت چې د « پاشیا» په نوم یادیده پروت ؤ ددې ولایت ټول خلک بُت پرستان وو د ښکلواو په زړه پورې هنرونوسره بلد ؤخپل زیات وخت به ېې په د عاوواو له شیاطینوڅخه په مرسته غوښتلوتیراؤ دلته خلک دسرو،سپینو،قیمتي کاڼو،مرغلرو،ګوتې په لاس کوي او په غوږونوکې ېې راځوړندوي دوی دکارښه استعداد لري په اخلا قوکې ډیرکینه کښ،ځیرک ،سخت زړي اوزړه ور خلک دي.دا ولایت په یوه ګرمه سیمه کې پروت ؤددوی خواړه غوښه،وریجې اوطبي بوټي دي.د تاریخي اسنادوڅخه داسې ما لومیږي چې  « لمپاکا» یا لغمان د ډیرپخوازمانو څخه موجود ؤ اول دیونانیانودقلمرو جز ؤ ورپسې دکوشانیانو،اویو وخت هم د ساکانودسلطنت جز ؤخو خپله آزاد اوخپل بیل سران ېې لرل کوم وخت چې مشهورچیني سیلا ني « هیوانتزانک » په«۶۳۰» ع کال کې راغلی ؤهغه دیوه مقتدره سلطنت یادونه کړې وه چې اجزاوې ېې د غوربند پنجشیراو لمپا کا (لغمان)،ناګارا(ننګرهار) اوورڅیرمه سیمې په کې شاملې ښودلې وې چې هغه وخت هندي او آریایی قومونه سره جلا شوي نه ؤ(۱۰).

لغمان یا لمغا نات چې دتاریخ په اوږدوکې په بیلا بیلونومونوثبت دی دځینوروایاتو له مخې دکابل نه تر پیښوره ټوله منطقه دربرنیسي چې پخوا پدې نومونو: لام پا کا،لام ګان،پاشیا، لان پو،دهګان،دیګان،لمګان،لمغان اونورو نومونوثبت دی د آریایی،دري او پشه یي دمشترکوریښوپه درلودلو،دخا ورې څښتن،د آبادې سیمې مالکین،اویاد قریودما لکینومانا ورکوي چې لام د اریایی له لړۍ څخه دپشه ېې کلیمه ده دکلي په مانا.« ده » په پاړسي کې هم کلي ته وایی اوپاکا دسړي نوم دی چې کلي ورته منسوبه وو. ګان دآریایی مشترکه ریښه لري چې یوه روستاړه ده دملکیت اوڅښتن په مانا راغلی،او« پو» په پشه یی کې خاورې ته واېي چې پورته نومونه ورنه جوړشوي دي(۱۱).په (۱۹۰۹)م د اشوکاغرنۍ سمڅې اود کنیشکا دکوشانیانود سترپاچا مسکوکات دبرتانیی د دایرة المعارف د اشاراتوله مخې د ګندهارا دنوروسیموتر څنګه په لمپاکا کې هم موندل شوي دي.د ښا غلي محمد زمان کلما ني له قوله،چې د درانه سرڅېړونکي زلمي « هېواد مل» د اثر د لغمان تاریخي جغرافیا په حواله ېي لیکلي دي: وروسته د ظهیرالدین محمد بابردلیکنې له مخې دلغمان تومانونه یی په ګوته کړي دي،په دې حواله بابرد کابل د پراختیا په برخه کې لیکلي دي:دکابل صوبه شل تومان لري، چې په دې جمله کې، ۱- دنیک هار (ننګهار) لغماناتوتومان،چې زیاتره داروغه ېې ادینه پورې دي.۲-

دمندراوړتومان:،چې په هغه کې دالیشنګ اوالینګاررود ونه یو ځای کیږي یانې مهترلام ښاغلي میر غلام محمد غبار دخپل یوه اثردګنداهارامبحث کې د لرغونوسیموپه باره کې داسې یادونه کوي: ګندهارا اوپیښور... ننګهار (د جلال آباد ناوه) لمپاکا (لغمانات) په مجموع کې په ۱۶ سیمو ویشل شوی دی؛ په همد غه اثر کې راغلي دي مګر دګنداهارا نني غوره ښارونه او کلي ( چې ځینو ته یې دهماغو لرغونو پیړیو یادګارونه ویل شوي دي ) له کابل... تګري ( ترګړي )،مندراوړاوچار باغ (په لغمان کې) اوله داسې نورو څخه عبارت دي (٭).

د لسوقبیلوڅخه یوه هم د بهالانا یا بهلان اوپکتها وې چې د لغمان دمرکزخلک ددغوقبیلو څخه دي او لکه، الینایان لرغونتیا لري کوم وخت چې « فردیناند» ډ نمارکي انسان پیژندونکی افغا نستا ن ته دکوچي قومونود اشنایی له پاره راغلی وودلته ېې دقومي جوړښت له کبله درې قومونه:پښتانه،تاجک،اوپشه یان ښودلي (۱۲)

خودلته تردې زیاتوقومونوژوند کړیدی ددوی لومړني ژبه داردي وه د داردي ژبې په هکله څوډوله څرګندونې شته دي. ۱- داردي دآریایي له لړۍ څخه خپلواکه لهجه ده چې د ایراني او هندي آریایي څخه یې پراختیا موندلې ( ګریرسن (۱۳). ۲- داردیان د ډېرې پخوانۍ زمانې راهیسې له خپل ځای څخه، نه دي بېځا یه شوي اوژبه ېي هم ‌ډیره پخوانۍده ، ډیرې پخوانۍ جملې چې « ویدي» ته ورته والی لري ددوی په ژبه کې لیدل کیږي ( واله دروپوسنِ فرانسوي( ۱۴ ). لغمان اوږد تاريخ لري. د پخوانيو او زړو متونو له مخې د لغمان لرغونى نوم \"لمپاكا\" دى او د ګندهارا له هغو مهمو ښارونو څخه يو دى چې ټكسلا نه (تكزيلا) را واخله تر پېښوره او بيا تر كاپيسا او باميانو پورې به پرې تګ او راتګ كېده  هغه مهم ښار چې په دغه لويه لاره اباد وو \"نيكايه\" يا \"مينسه\" په نوم ياديده. د لرغونپوهانو د څېړنې له مخې د دغه ښار بنسټ هغه مهال د سكندر له خوا كېښودل شو چې نوموړى د افغانستان د شمالي سيمو د نيولو نه وروسته دوهم ځل د هندوكش جنوب د پنجشير د سيند په اوږدو كې له كاپيسا نه د نجراو او تګاو له لارې \"لمپاكا\" يعنې لغمان ته راورسيد. د لغمان ولايت د ختيزو سيمو په لاره كې د يوناني سكندر له پاره د پام وړ وو. نوځكه يې د \"مندوړ\" او چارباغ تر مينځ كرغيو ته نږدې د \"نيكا\" په نوم ښار ودان كړ. يوناني سكندر د بري په موخه خپل پوځ په دوه برخو ووېشه چې يوه برخه يې له لغمانه دده په مشرۍ د كنړ له لارې د سوات په لور او دلښكرو دويمه برخه يې د جنرال \"پرويكاس\" او \"هغستيون\" په مشرتابه د كابل او لغمان سيند د جنوب اړخ لورته ترخيبردرې پورې پرمخ لاړ چې په پاى كې د سكندر ټول ځواكونه په \"اندس\" يعنې دسيند رود په برخه كې يو ځاى شول.د لغمان دلرغونتوب يوه بله مهمه بېلګه دا ده چې د لغمان د پلازمېنې نه ښايي د درې ميلو په واټن لويديز لور كرغيو ته نږدې د \"شله ټك\" د غره په لمنه كې هغه كښل شوي ډبر ليكونه چې په 1348 لېږديز لمريز كال تر سترګو شول ددغو ډبرليكونو له\"ارامي\" ليكدود نه دا ډاګيزه كيږي چې د\" اشوكا\" د مهال په واكمنۍ كې ښايي كښل شوي وي نو ځكه خو دغه ليكدود دهغه مهال يو ټاكلى زمان په ګوته كوي. دغه دوه ډبر ليكونه چې د يوه ډبر ليك په څلورمه كرښه كې د\" لمكان جټي1 …   Lemekan.Jati \" نوم ګورو له دې څخه دې پاېلې ته رسيږو چې لمكان (وروسته لمغان) داوسني لغمان لرغونى نوم دى. كه څه هم له دې نه دمخه د لمپاكا په نوم يادېده گ اشوكا  (د بندو سارا زوى او د چندراګوپتا لمسى) د موريا د كورنۍ دريم واكمن وو چې له هندوستان نه راواخله تر ارغنداب پورې ځمكې يې لاندې كړې وې. د اشوكا ډبرليكونه هغه وخت مشهور شول چې لرغونپوه پوهاند\"مارګستن Margestun\"د لويديزې نړۍ كارپوهانو ته وروپېژندل. چې وروسته بيا په دې برخه كې\"پركلند Perclaned\"  او\"التهم  Altham\" هم په څېړنو او ژباړنو لاس پورې كړ. په 1949 زيږدي كال د پوهاند\"هنيګ\" په زيار او نوښت د اشوكا په\"ارامي\" ډبرليك چې په لغمان كې تر لاسه شوى وو په دې اړه يوه اوږده او هر اړخيزه مقاله وليكله شوه چې د لرغونپوهانو له پاره ډېره د پام وړ وګرزېده څرنګه چې اشوكا يو روحاني شخصيت وو تل به يې د ټولنې اخلاقي اړخ ته پاملرنه كوله نوځكه به يې دا ډول ډبرليكونه كښل او په داسې يو ځاى كې به يې دا كار كاوو چې د هرليدونكي پام به ورته را ګرزېده له لغمان نه سر بېره دا ډول ليكنې او انځورونه په كندهار، ننګرهار (درونټه) او ټكسلا كې هم چې ورته بڼه لري كښل شوي دي مشهور څېړونكي او تاريخپوه\" بيلو\" وايي په هغه مهال به هندوانو ګندهارا ته د \"شمال جنت\" وايه خو د بده مرغه چې د چنګېز د تاړاكونو له بابته هغه ډبرين ښارونه چې د اوسني مهال د خټينو خښتو په ځاى ډبرينې خښتې پكې كارول شوې وې (او هم هغه انځورونه او تصويرونه چې پكې ايستل شوي وو او ځانګړى ارزښت يې درلود) له مينځه لاړل د ګندهارا اوسيدونكو هندوانو ته چې يو مشهور ټاټوبى يې لغمان وو كه له يوې خوا دغه سيمه د طبعي ښكلا له بابته په زړه پورې وه خو له بلې خوا ورته د مذهبي دودونو له كبله هم د پام وړ وه  د بېلګې په توګه په لغمان كې د كندنو له مخې كوم اثار چې د بوديزم او برهمنيزم د مذهبونو په اړه تر لاسه شوي د ډېر ارزښت وړ ،‎ؤ نو ځكه يې د دې دوه لاملونو له پلوه ګندهارا د\" شمال جنت\" وګانه.دمخه مو يادونه وكړه چې لغمان په يوه لويه لار پروت ولايت دى او په لرغونې زمانه كې هم له سكندر را واخله تر ګوډ تېموره پورې تيري كوونكي دغې سېمې ته راغلي دي. د تېمور په اړه ويل كيږي چې د پنجشير له لارې د لغمان اليشنګ ته راغلى و او غوښته يې چې د لغمان نورستان (بلورستان) ته ځان ورسوي خو نورستان ته په لاره كې يې لس زره سر تيري له مينځه لاړل نو بيا يې د نورستان دسيند په غاړه د اليشنګ په ناجل كې يوه كلا ودانه كړه چې اوس هم د تېمور كلا په نوم ياديږي  ګوډ تېمور ځكه په ډېرې چټكۍ هغه مهال خپل ځواكونه تر شا كړل چې سرتيرو يې په هغو غرونو اوګړنګونو كې جګړه ونشوه كولاى او هره ګړۍ له مينځه تلل نو غوره يې وګڼله چې له دغه سيمې نه پښې سپكې كړي. نوموړي د كټور په دره كې هم يو ډبر ليك كښلى دى چې دده د تيري نښه يې ګڼلاى شو دارنګه د لغمان په اليشنګ دره كې د امير حبيب اله خان په مهال يو ډبرليك چې د تاريخ نه دمخه پېر پورې اړه لري تر سترګو شوى و چې پخپله امير هم دهغې كتيبې د ليدلو له پاره ورغلى وو چې عكس يې بيا د مارچ 25نېټه (1917 م ) چې د وري له پنځمې (1296 ش) سره برابره وه د سراج الاخبار په خپرونه كې خپور شوكومې انځور شوې كرښې چې په دغه ډبر ليك كې ګورو ښايي چې5000  كاله دمخه د پخوانۍ ډبرې پېر پورې اړه ولري  څيړونكي په دې اند دي چې دغه كښل شوې او انځور شوې كرښې له هغو كرښو سره ورته دي چې د سمنګانو په شپاړس (16) كيلو متري كې تر سترګو شوي دي.د تېرې خبرې په ټينګار نه يوازى د ګوډ تېمور لښكرې نورستان ته نه دي رسېدلي بلكې د سكندر پوځونه هم نورستان ته په لاره كې په ګونډو شول دا ځكه چې د نورستان طبعي او جغرافيوي جوړښت داسې دى چې هېڅ بهرني پوځ نه دى ايل كړى څېړونكو دا منلې چې د سكندر پوځونه بلورستان ته نه دي رسېدلي خو هغه وخت چې سكندر لغمان ته ورسېد لكه د مخه مو چې وويل كرغيو ته نږدې يې يو ښار ودان كړ او دغه ښار چې \" نيكا Naica \" نوميده هغه ښار ته نږدې وو چې د\" نيسا Naisa \" په نامه يادېده چې دغه ښارد شرابو د ښار په نوم مشهور شو او مذهبي ارزښت يې هم د پام وړ وو. وايي چې دغه ښار هغه ځاى ته نږدې وو چېرته چې د الينګار او اليشنګ دواړه سيندونه يوځاى كيږي.ځنې څېړونكي وايي چې د \"نيسايا\" ښار د كونړ په چغسراى كې ودان وو او هغه ځاى ته نږدې وو چې د اسمار او پېچ سيندونه سره يو ځاى شوي دي  ولې ځنې لرغونپوهان وايي چې دغه ښار د ننګرهار په اډه نومي ځاى كې اباد وو. \"موسيو فوشه\" په دې اند دى چې د \"نيسه\" ښار په كوزني لغمان كې چېرته چې د الينګار او كابل سيندونه سره يو ځاى شوي دي ودان وو چې د ښار د ساتونكي نوم \"ديو نيسه Diwnaisah \" وو چې په تاريخ كې \"ديونيزوس Diwnaisyus \" هم راغلى دى. په لرغونو تاريخونو كې د الينګار او اليشنګ يادونه ډېره شوې ده اّن په ويدي سرودونو كې هم د هغو لسو اريايي ټبرونو د نومونو په لړ كې چې د راوي (پنجاب) د رود په غاړه سره نښتي وو يادونه كړې. دا ټبرونه الينا (الينګار او اليشنګ)، بهالانه (د بولان د درې خلك)، شيوا (د سيند غاړې خلك)، پورو (د ګندهارا شاوخوا خلك)، انو پكتيه (دپښتنو ټبر) او نور و. ولې ځنې د بلورستان خلك هم الينا بولي. يونانيانو ځنې ميتولوژيكي پېښې له يونان نه افغانستان ته راوړي دي لكه چې د \"پرومته Promatah \" زندان يې د هندوكش په يوه سمڅه كې انځور كړى دى. ولې پخوا تر دې چې (د بېلګې په توګه د يونيزوس) يونانيان خپلې استورې افغانستان ته راوړي زموږ په هېواد كې د\" مهشوارا Mahshwara \" په نوم د نمانځنې (رب النوع) استوره وه چې د لوړو غرونو ساتونكى يې باله. نو ويلاى شو چې \"ديونيزوس\" د شرابو يوناني رب النوع نه وو بلكې دا هماغه \" مهشوارا\" د غرونو ساتونكى دى چې د غرونو په سرونو يې انځورونه تر سترګو شوي دي. ما د بريتانيا په موزيم كې يو لوښى وليد چې د دوه اتلانو څېرې په كې انځور شوي دي چې ځنې يې د \"هركول Harcul\" او ديونيزوس بولي او ځنې يې بيا د اريايې او يوناني \"ديونيزوس\" ګڼي چې دا لوښى د افغانستان له بدخشان څخه تر لاسه شوى دى. هره خبره چې وي وي به خو كله چې سكندردلته را ورسېد ددې ښكلي ښار پاچا\" بكوس Bacuse\" چې د شرابو رب النوع وو له نوموړي سره وليدل او غوښتنه يې ترې وكړه چې ددې ښار د اوسېدونكو ازادي ته درناوى وكړي  سكندر بيا د\"بكوس\" غوښتنه او وړانديز ومانه نو ځكه يې د تيري نه لاس واخست … هغه مهال چې د سكندر پوځونه د لغمان له دغې سېمې نه په دوه برخو وويشل شول چې يو شمېر يې د سكندر په مشرۍ د كونړ له لارې سوات ته او بله ډله د خيبر له لارې روانه شوه. دا دواړه ډلې په اټك كې يوځاى شوې او د ټكسلا پاچا\" امبي»ته يې ځواب ولېږه هغه هم له سكندر سره روغه جوړه وكړه خو د لغمان د واكمن په څېر يې خپل وړانديز ورغبرګ كړ.ځنې څېړونكي د لغمان د لرغونتوب په اړه دا خبره هم كوي چې نوموړى ولايت د افغانستان د ځنو نورو سيمو او ولايتونو په څېرد هندوكش د لرغوني تهذيب له وارثانو څخه دى چې په دوي كې خنجان، اندراب، شتل، سالنګ، پنجشير، نجراو، تګاو، كاپيسا، لغمان، كټور، نورستان، چترال، سوات، باجوړ، د پامير د غره په لمنه كې مېشت اوسيدونكي او نور د بېلګې په توګه يادولاى شو سكندر چې كله هندوكش ته راورسيد د غرونو دا لړۍ يې د نړۍ پاى وګاڼه او دايې\" قفقاز\"د هندي قفقاز په صفت\" كوكاكوس انديكوس \" وباله چې دهندوكش اوسنې نوم هم\"انديكس\" نه مينځته راغلى دى د هيوان څنګ له څېړنو نه ډاګيزه شوې چې د اومې زيږدي پېړۍ په نيمايي كې له كاپيسا او باګرام نه نيولې تر لغمان او ننګرهار پورې ددې سيمو اوسيدونكو د برهمنيانو د دودونو په رڼا كې خپل ځانونه په ايرو لړل او دا كار دكابل برهمن شاهانو هم كاوو خو د صفاريانو د ګواښنې له بابته د هېواد جنوبي سيمې له دغو پېروانو او پلويانو څخه پاكې شوې او د غزنويانو په مهال كې له لغمان او جلال اباد څخه هم د دغه دود لمن ټوله شوه نوموړى وايي : \"زه چې 630 زيږدي كال په دوبي د پنجشير د رود په غاړه ننګرهار ته تلم د كابل او پنجشير د رود په ګډونځي چې ور تير شوم د كيڼ لاس خواته مې د لمپاكا (اوسنى لغمان) ولايت وو. تر لمپاكا چې ور تير شوم \"نګاراهاراى\" (ننګرهار) ته ورسيدم. (وګورۍ دكابل د مجلې دريم كال 5 ګڼه 86 مخ ) كله چې د تګين كورنۍ الپتګين غزني ونيو اود\"لويكانو\" كورنۍ يې تر شا كړه نوموړى يوكال په غزني او زابلستان كې واكمن وو. دده له مړينې وروسته بيا غزني او ګردېز پاچا\"لويك\" د كابل شاه د زوى په مرسته تېرى وكړ خو دسبګتګين له لاسه يې ماته وخوړه. سبګتګين پوه شو چې دپښتنو پاچا لويك سره د ده جګړه پاى نه لري نو دخپلې اوښيارۍ له كبله يې له پښتنو سره خېښي او خپلوي وكړه او ځان يې د هغوي زوم كړ. بيا نو د پښتنو په مرسته يې بست، زمينداور، تخارستان، غور، باميان او زابل ونيو او همدارنګه د كابل د رود په غاړه د لغمان په سيمه كې د\"جيپال\" له لښكرو سره مقابله وكړه او د هغه سل زره لښكر يې د پښتنو په زور مات كړ او تر پېښوره پورې ځمكې يې لاندې كړې  په دې اړوند نامتو تاريخپوه عتبي او ابن اثير هم كاږلي دي چې غلجي پښتنو له نوموړي سره ډېره مرسته وكړه او دده ملګري شول. هغه وخت چې سلطان حميد لودي د ملتان واكمن وو نو له لغمان نه ترملتانه دا ټولې ځمكې د ده په واك كې وې. د نوموړي د واكمنۍ هغه لورى چې تر لغمانه پروت وو په\"حدود العالم\" كې داسې راغلى دى: \"دا هغه سيمه وه چې د \"لمغان\" د سيند په غاړه پرته وه، لمغان يو ودان هېواد ؤ، د سوداګرۍ چارې په كې پرمختللې وې او ډېر سوداګر په دغه ښار كې مېشت او استوګن وو. ډېرو او سېدونكو لمغانانو به بوتانو ته عبادت كاوو. په لمپاكا كې ډېرې وريځې كيږي هوايې نرمه او پسته ده له ساز او اواز سره مينه لري، اوښياران او تېز فكره خلك دي.\" دكابل مجلې 5 كال 6ګڼه كې هم د لغمان ولايت په اړه داسې لولو :\"ددې سيمې ځنې برخې په هغه مهال كې د كاپيسا د پاچا تر لاس لاندې وې چې جنوب ختيز ته يې د ننګرهار لوى ښار پروت دى.\" (هماغه ګڼه 79 مخ) دارنګه يوځل بيا د حدودالعالم يادونه كوو چې د لغمان په اړه يې ليكلي دي:\"دينور لمغان د سين پر دابله غاړه د لمغان د ښار په برابر يو بل ودان ښار وو چې د خراسان سوداګر هلته اوسېدل\" (حدودالعالم 46 مخ)د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو نه وروسته لغمان (پخواني نومونه لمغان او لمپاكا) هغه اوسنى نوم دى چې د لرغونو نومونو په ځاى اوس په همدغه نوم ياديږي.  يوه ښېرازه غوړېدلې سېمه ده چې له پخوا نه اباده او سمسوره وه. هغه كډوال چې د هېواد له بېلابېلو سېمو څخه را كډه شوي دي يو شمېر ډېر د بېلابېلو قومونو او توكمونو خيلو نه په لغمان كې ودان دي د اوسنيو سر شمېرنو له مخې په سلو كې 73 پښتانه، په سلو كې 14 نورستاني (كه څه هم اوس نورستان مستقل ولايت دى) په سلو كې 12 پشه يي (شاړي) همدارنګه نور وروڼه قومونه لكه تاجك، عرب، هندوان، ګوجر، سادات او نور ددې ولايت اوسېدنكي دي. پلازمېنه يې د مهترلام ښار دى او مهمې ولسوالۍ يې الينګار، اليشنګ، قرغه يي او دولت شاه نوميږي.دلغمان دا يادې شوې اولسوالۍ ځكه مشهورې دي چې د سكندر پوځونه كرغيو ته نږدې په يوه ودان ښار كې پراته وو. (الينا) لكه څنګه چې يې دمخه يادونه وشوه د اّريايي لسو قبيلو څخه يوه قبيله وه چې په الينګار، اليشنګ، نورستان(هغه وخت دلغمان اړوندؤ)  او د لغمان په نورو سېمو كې استوګن وو چې اوس يې هم په يوه وروستاړي ( ګار- شنګ ) د\" الينا\" لرغونى نوم خوندي كړى دى. دا رنګه د لغمان د پلازمېنې مهترلمك (مهترلام) په اړه هم ويل كيږي چې پخپله هيوان څنګ هم د اګست په 15 نېټه په (630 زيږدي) كې د كاپيسا له لارې نه دې ځاي ته رسېدلى دى. ده ته ډاګيزه شوه چې دلته د لسوتيګو (ډبرو) په شاوخوا كې عبادت ځايونه جوړ وو چې د سيمې نوم يې\"لان پو\" (چې په سنسګرت كې لمپاكا) و. دلته دوه ډبر ليكونه هم وو چې د يوه ډبر ليك په درېمه كرښه كې د\"لمك\" تورى كښل شوى وو. ښايي چې دغه د مهترلمك او يا مهترلام نوم وي او يا دا چې\"مهترلام\" نوم دى او\"لمك\" (لمكان=لمغان =لغمان =لمپاكا) يې تخلص دى چې په زړو متونو كې لمك =لمكان د اوسني لغمان لرغونى نوم دى.(پورته یې هم پوره ذکرشوی) (٭) اوس هم په لغمان کې ګڼ شمېرقومونه دورورولۍ فضا کې ژوند کوي او په بیلابیلوژبو خبرې کوي لکه: پښتا نه، تاجک،پشه یي، نورستاني،وامه یي،عرب،ګوجر، کوچيان،هندوان، سکان او نورقومونه ، هرقوم ځا نګړي رسمونه او فرهنګ لري اوپه خپله ژبه خبرې کوي ځېنې یې بیا نورې څانګې اولهجې لري هرقوم په لس ګونو لوی او واړه نورقومونه (خیلونه) لري .پخوا او اوس مهال لغمان په سیاسي، د یني اوفرهنګي ډګر کې هم دګڼلو وړ لاسته راوړنې لرلی د پنځو ستورو څخه یو ( استاد الفت) دلغمان په آسمان کې ځلېدلی دی پخواني او اوسني نورشاعران یې سعید افغا ني،حبیب الرحمن مهدي،میرمن سایره، غلام حسن خان ساپی،صدیق کاوون توپاني، مرحوم ننګیال، شهسوار سنګروال، عزیزتحریک،بارق شفیعي، نور محمد غمجن، سنګر نیازی، عشق اله فریا د،ناهید، ، ملکي خزان،اسماعیل اړم، ګل آقا رښتیتوال،ولي محمد ترابي، شا ه محمدپیننا،  عبدالرشید مخلص ،عبدالوکیل مخلص، حفیظ اله همت،آرش ننګیال،متین تیګړیوال،شریفه هاشمي،اسدالله مسکین اونور دي. (۱۵)

به ولسي شاعرانو کې ملاعبد الحنان، محمد نور، شیخ احمدخان، حیاحان، الینګاری ، پټاڼ ، مستري حبیب الله  حبیب، محمـد عالم حیران،غلام سخي اتمر،نصر اله ناصر، عسکر چالاک، مختار،بسم اله ګلکاریوال، عارف ګاډیوان ،غمخور، انجینرمحمدعالم قرار،عبدالواحدغمخوار،نضراب خان،اخترمحمدکوچی،ملنګ باغبان،ملک شیرعلي،تواب ترابي،عبدالغـفورخان ،رحیم الحق ورنټاوال،محمد الیاس،غلام نبي دردمند،محمدشعیب حیدري،ایمل احمدظاهر،مختارالحق،ملامحمداجان،بسم اله چلمټیوال،ښایسته ګل، شیرآغا ارماني او نور جې دځینوشعرونه دسندرو په کسیټونو کې هم خوندي دي  (۱۶) ( چې په لاندې شپږوکتابونو کې نه دي راغلي ).د سیاسي او دیني عالمانوتعداد یې هم آ دچا خبره د شمیروتلی دی.د څېړنې او نثر په برخه کې سر محقق زلمي هېوادمل ،ډاکتر محمد ظاهر، عبید اله محک، ډاکټر محمد حسن کاکړ،میرمحمد قاسم لغماني،عبداله خان افغاني نویس، پوهنمل اسما عیل یون،عزیز تحریک،کاوون کاکړ،انجبنرمطیع الله مطیع خروټی ،نګارګر،خدایداد بشرمل،محمد حنیف اتمر،یارمحمد نعیمي،محمد آصف تایب، عارفه عمر لور،متین یوسف زی،عبدالخالق حسیني،طارق بزګر، غازي الدین ګوهري،عبدالمعید هاشمي، میرویس جلیل، نورمحمد حیدري،ډاکټر کبیررنجبر،محمداله الکوزی، کبیر الینګاري،نور الحق شمش، مبارز ساپی ،فرید بزګر،قادرهوتا ،نظرګل خاشع، امین اله سدید،ظاهرالینا،محمدطاهر او نور یادولای شو . د تمثیل په بر خه کې یوازې دمرحوم منان ملګري او ممنون مقصودي په یاددونه بسنه کوم.دکمال اوکرامت د نه هیریدونکوڅیرو څخه ملا اضغر،رام کیشنګ ،بــاړو، مــجــنــون شاه،  طوطي شاه،مستان شاه،علي لپړَلنـګ،حضره دین اوعظم دین یادولای شو.د مو سیقۍ هنر بازار په لغمان کې تل تود ساتل شوی دی پخواني مشهور سندر غاړي:ملاګۍ،ګلکۍ،ګلو، پایندی،محمداشرف،ملاشاګل،سلطان عزیزجوشي، مرحوم احمدظاهر، قاري قصـه خوان عبدالحلیم،حیران،غلام محمد، صبور بصیري،ولي ګی، هفته ګل،ماجیتي،خانګل،،جهان،حضرت علي،  نسیمه قشنګ...  ا و وتلي سازیان ، ټول پـېژنيء!

اوس اوس پاینده محمد منګل ،شاه محمد مهمند،ملنګ باغبان،شیرغروال،صابربصیري ،جمعه خان بنګي،شاه محمد ډ‎‎یرانی اونورد موسیقۍ د پرا ختیا له پاره خدمت کوي همدارنګه ددې ولایت په لس ګونو پشه یي شاعران د شعرونوله بیلګو سره په لاندې څلورو پشه یي تذکرو او کتابونوکې معرفي شوي دي: ۱- « پشه یي ګې » محمد زمان کلمانی د ۱۳۷۶ کال چاپ، ۲- « مروالي » محمد حسن احمدي د۱۳۷۸ کا ل چا پ. ۳- « پشه یي ګلینا » محمد زمان کلمانی د ۱۳۸۴ کال چاپ. ۴- « د پشه خلکو، محیط،ژبه او شاعرانومعرفي مرحوم نورمحمد غمجن تمیل په ۱۳۸۶ ل ل کال کې، دقلم ټولنې چا پ.داوسني بهیر ۶۹ تنه شاعران دژوند لیک او شعرونوسره د « دنښترواو ګور ګرو څو سندرې» تذکرې کې عزت اله شمسزي راپیژندلي دي(۱۷)او۶۴ تنه یې د ژوند لیک او شعرونو سره د« الفت لارویا ن»  کتاب  معرفي کړيدي.(۱۸) چې ځوان شاعران اولیکوالان لا نورهم شته دي. په لغمان کې ګڼ شمیر فرهنګي ټولنې فعا لې دي لومړۍ پلاد « الینګار فرهنګي یون»به نوم ټولنه په ۱۳۷۷ کا ل کې جوړه شوې وه د ټول لغمان په کچه یې تر سلوزیا ت غړی لرل(۱۹). بیا نوری ټولنې جوړې شوې دي.چې تر ۱۴ زیا تې مجلې او نشریې خپروي چې ځینی پښتو  یې دادي: ۱- لغمان ۲- مهتر لام ۳- الینګار ۴-لمپا کا ۵- ښکار ۶- زرکمر ۷- سنګر ۸- لار ۹- کا وون ۱۰- روښان ۱۱- لوش(پشه یې اوپښتو ) او نورې...به تېرو دوو کلو نو کې په لغما ن کې ۱۳ سرلیکه کتابونه چا پ شوي دي . هر کا ل پسرلنۍ دودیزه مشاعره د « مهترلام بابا » په نوم دمهتر لام بابا دمېلوپه وخت کې د هغه د زیارت په بڼ کې کیږي

دادودیزه مشاعره د اطلا عا تو او کولتور وزارت د ۱۳۷۷ کا ل د رسمي مکتو ب به بنسټ رسمیت موندلی له ننګرهار،کونړ،کابل او پیښورڅخه ورته شاعران اود فرهنګ مینه وال راځي فرهنګي ټولنې هم خپلې مېا شتنۍ مشاعرې ، کره کتنې او غونډې کوي . پا ی.

      اخځونه:

                  ۱- اتلس محلا ت لغما ن                                                   ۳مخ    

  ٭- دایران کلیزه                      

۲- هیله  پرله پسې ۱۶ ګڼه ارشاد اورنګ زیب                      ۱۵۲ =

۳- د افغا نستان جغرافیایی قاموس ۶ ټوک                              ۶۵  =

۴- د افغانستان ژبې او توکمونه  دوست شینواری                  ۴۲۰   =

۵- پښتا نه د تاریخ په رڼا کې ظفرکاکاخیل                              ۸۳  =

۶- پورته اثر                       دوست شینواری                      ۲۱۷ =

۷- سباوون   پرله پسې ۲۸ګڼه                                       ۹۰-۳۶  =

۸ نوموړی اثر                  دوست شینواری                          -      

۹- کابل مجله     ۶ګڼه      ۱۳۵۰ کال                                   -

                 ۱۰- د فغانستان لنډ تاریخ  علامه حبیبي، پښتوکوونکی             

    بینوا ، عبد الرؤف                                                         -

۱۱- زبان ومردم پشه یي طبع ۱۳۷۱ کلمانی، محمد زمان            -

٭- جرګه      ۲۶ګڼه  ۱۳۸۵    رازقي نړیوال                         ۴۳ مخ

۱۲- زبان وا دب ملي افغانستا ن  کهزاد                                  ۱۴  =

۱۳- تاریخ قدیم افغانستان ج۱    کهزاد، احمد علي                   ۱۹۹ =

۱۴- نوموړی اثر             دوست شینواری                          ۴۱۵ =

 ٭ - لغمان( لمپاکا،لمغان(د (samsoor.com) سا یټ نه د شهسوارسنګروال

     دڅیړنیزې مقالې لنډیز . (۰۴\\۰۹\\۱۳۸۶ = 2007\\11\\25 )

۱۵- زما یادښتونه              ظفر « اهتمام »

۱۶- دنښترواو ګور ګروڅوسندرې   یون        ۱۳۸۰            سریزه

۱۷-  دنښترو اوګورګروڅوسندرې  شمسزی         =         ټوله تذکره

۱۸- دالفت لارویا ن   رجأ، زلمی، او حقیا ر  ۱۳۸۴         ټوله تذکره

۱۹- هیله مجله    پرله پسې ۸ ګڼه         ۱۳۷۷                    ۶۰ = 

زوکړه:۱۳۴۳ غبرګولی\\ برکوټ،الینګار،لغمان – زده کړې : لیسانس .

پـتــــــــــــه: ظفرخان « اهتمام » دملي اردودمطبوعاتي مرکز ژورنا لیست    

        پوست بکس شمېره( ۶۴۹) کابل- افغانستان.

Mobile\\N: 0798 238682     Phone\\N: 075 2091586

E- mail\\Add: zehtimam@yahoo.com        

                      z.ehtimam@gmail.com

 چاپ اثار:

۱- ښکار شوی پړانګ، د داستانونو ټولګه جوزا ۱۳۸۴ کابل

            ۲- څــــپــې  دشعرونو جونګ  اسد  ۱۳۸۵ لغمان

  ۳- یو شمیر ادبي، اجتماعي اومسلکي مقالې .

 ناچاپ اثار:   یو،یوجونګ شعرونه، ډرامې، مقالې او طنزونه.           

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006