دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
لویوغروکی خواږه راکه (ډاکټریاسین زی)

 

ډاکټر  یاسین زی

لویوغروکی خواږه راکه


ستا دحسن پلوشو کی خواږه راکه
لږ دسترګوپه کتو کی خواږه راکه
ستا په یاد کی خبر نه یم زندګی نه
ته ناخبره لیونو کی خواږه راکه
ماداکلی دی پری ایښی ستا په مینه
کلی پریږده لویو غروکی خواږه راکه
په تهمت دی شوم بندی په جیلخانه کی
دزندان په تورتمو کی خواږه راکه
ګریوان چیری سرببریم ستاکوڅه کی
زرراوځه په بهانوکی خواږه راکه
چه چاپیره یاسین زی نه سری لمبی دی
راته دمینی سرولمبوکی خواږه راکه
(ډاکټریاسین زی)
کوهاټ—غلام بانډه

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006