دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
اختره مه راځه ( یاسین زی )

 

اختره مه راځه


اختره مه راځه دی خواته چه خفه نشی
زمونږدکلی قتل ګاه ته چه خفه نشی
په هغو ورشه چه یی زړونه وی خوشحال
ټینګ به نه شی دی ژړاته چه خفه نشی
دا دویر نه ډک محل ته راځی څنګه
دلته ناست هریودقبرخواته چه خفه نشی
په څه کیږدمه نکریزی لاس می نه شته
ما نذر کړی خپل مولاته چه خفه نشی
اختره لاړشه  دا زمونږ دکلی  وځه
ته یی مخکی مونږه شاته چه خفه نشی
جامی چیری خولی او بوټان نه شته
همزولی تعنه راکوی ماته چه خفه نشی
اختر هغه اختر چه پلاراو ځوی وی سره
یتیم نعری وهی ابا ته چه خفه نشی
څوک به کش کړی پری لاس دمحبت
یاسین زی امید وکی چاته چه خفه نشی

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006