دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
زه به بیا اختر کړم ( یاسین زی )

 

 

زه به بیا اختر کړم


چه کله غماز نه وی زه به بیا اختر کړم
چه قاتل می خوا کی نه وی زه به بیا اخترکړم
اوس می سوزی دشتی بوټی دوطن
چه دا اورونه مړه وی زه به بیااخترکړم
موردلور لور دمورپه غم ژړیږی
چه داویراژړا نه وی زه به بیا اخت کړم
پردیسی کی می جانان په غمو وسو
مسافرچه په کاله وی زه به بیا اخترکړم
زما په ونوخزان دی نن راغلی
چه دابوټی می شنه وی زه به بیااخترکړم
په اوچت آوازخبر نه شم کولای
باداران چه دلته نه وی زه به بیااخترکړم
دسوچونو په دریاب یمه ګډ شوی
چه می باغ کی زاغان نه وی زه به بیااخترکړم
زه او یاسین زی به یوځای کوو اختر
چه مینځ کی رقیب نه وی زه به بیا اخترکړم


یاسین زی
کوهاټ—غلام بانډه

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006