دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
نه هغه اختر شته ۰۰۰( ډاکټرعبدالرازق (یاسین زی)

 

ډاکټرعبدالرازق (یاسین زی)


نه هغه اختر شته ۰۰۰


نه هغه اخترشته نه وختونه د اختر
نه هغه یارشته نه سلامونه د اختر
د غه کلی خو وران کړی غاسبانو
نه هغه خلک شته نه مجلسونه د اختر
چه دیار په تورو څڼویی شیند لو
نه هغه بوتل شته نه عطرونه د اختر
 چه په مینه یی سا تلی وه خپل یار ته
نه هغه ګیډی شته نه ګلونه د اختر
بس ژړا ده هر لور ته چه یی ګوری
نه هغه میوه شته نه قاپونه د اختر
دلته بی له غمه نور څه به پیدا نه کی
نه هغه عیدګاه شته نه لمنځونه د اختر
دوختونو په ګردو کی داسی ورک شو
نه هغه میله شته نه میدانونه د اختر
مخکینی رسم و رواج مو څه شوخدایه
نه هغه هګی شته نه دستمالونه د اختر
خوږ ژوند یی رانه واخسته خاونده
نه هغه میاشت شته نه کلونه د اختر
یاسین زیه بیا به را هغه اختر شی
چه بیا وکم یار سره لوزونه د اختر


ډاکټر (یاسین زی)
کوهاټ—غلام بانډه


 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006