دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په ارخيو ژو لوجي څانګه کي دعلمي څيړنو بهير

 

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

                                                  په ارخيو ژو لوجي  څانګه کي دعلمي څيړنو بهير


 ارخيو زولوجي ( ژيو لرغونپوهنه ) هغه څيړنيز دسپلين دۍ چي د لرغونو زمانو د ژونديو موجوداتو د پيدايښت او د هغوۍ تر منځ د اړيکو وده او او د ودي لوري څيړي . دا د لرغونپوهني يوه بشپړه ونکې برخه ده . لرغونپوه څيړونکۍ د لرغونپوهني د ميتودونو پر بنسټ د سپړنو په ترځ کي د ژيو پوهني ( زولوژي ) لپاره د څيړني مواد او منابع را برسيره کوي . د حيواناتو هغه پاته شوني چي د سپړنو په ترځ کي تر لاسه کيږي ، د ژيوپوهني لپاره ډاډ مني سرچيني دي .
دارخيو زولوجي دنوم څخه پرته ، کيدای شي چي دا پوهنه د ( Zoo-archaeologie ) زوارخيو لوژي په نوم هم ونومول شي . په هغه صورت کي به ژيولرغونپوهنه تر يوه تاکيد وروسته د ژيوپوهني ( زيولوژي ) يوه برخه و منل شي . په هر ترتيب داپه حقيقت کي د لرغونوژويو، اړوند اثارو او موادو کارول دي چي د دې پوهي هويت ټاکي ، خو د ارخيو زولوژي تر نوم د زو ارخيولوژي نوم په ښه توګه د دې پوهي د هڅو او څيړنولورې په ګوته کولای شي . لرغونپوهان د سپړنو په کار کي د حيواناتو پاتي شوني د ژويوپوهني د ميتودودونو په کارولو سره د هغو پاتي شونو د پيژندلو توان تر لاسه کوي ، خو د ارخيو زولوجي نوم د يوه عادت او منل شوي دود په څير دوام لري . د دي تر څنګ يو نړيوال سازمان هم د ارخيو زولوژي په نوم شته ، چي لنډون يې ( ICAZ ) يا ( International Council for Archaeozoology ) کارول کيږي .
هغه منابع او اخځونه چي د ارخيو ژولوجي د څيړنو او پلټنو لپاره اړين دۍ ، هغه د لرغونپوهانو په زيار د لرغونو سيمو او د ژونديو ژويو د پخواني ټاټو بو څخه تر لاسه کوي . د دې منابعو د ارزوني ، څيړني او په هغو د پوهېدني لپاره يوازي په فزيکي ډول د هغو توکو شتون بس نه دۍ چي لرغونپوهان يې د سپړونو په پايله کي تر لاسه کوي ، د دې لپاره چي د څيړني منابع وپيژندل شي ، او د پوهنيزو ارونو سره سم  وارزول  شي ، او په پای کي پر پوهنيزو ارونو ولاړه  پايله تر لاسه شي ، ارخيو زولوجيستانو د کار او هڅو بهير په شپږو بيلا بيلو پړاونو ويشلۍ دۍ .
 لومړۍ پړاو ، د لرغونو ژويو پاتي شوني تر لاسه کول ( سپړني  Opgraven )؛ دوهم د تر لاسه شويوتوکو  دکته ګوريو څرګندول (  Sorteren    )  ؛ دريم  د کټه ګوري شويوتوکو بيا رغول  (  Repareren)؛ څلورم د هغو توکو د زمانې او عمر ټاکل(   Dateren)؛ پنځم  د يوې منطقي او علمي پايلي اعلانول (Beslissing  )؛ شپږم  يا د څيړني ورستۍ دنده د هغو توکو د ساتلو او پاللو ټاټوبي ( موزيم يا ډيپو ) ته د توکو سپارل  (  Konserveren ) دي .
په دې لنډه ليکنه کي  د سپړنو په پايله کي د تر لاسه شويو لرغونو توکو سورتيرن يا د ډولونو بيلولو ته پام اړوم . د لرغونو توکو د بيلولو او د ډولونو د پيژندلو پروسه د سپړنو په بهير کي پيليږي او بيا تر هغه مهاله دوام مومي چي د تر لاسه شويو اثارو ساپي شويو يا  (   Zeef )   زيف شويو  ډولونو تر ټاکل کېدلو پايښت مومي . دا بهير په ويلو دومره دروند نه بريښي ، خو پلي کول يې د زيات پام او غور تر څنګ څانګيزي پوهني او په دې چارو کي زياتي تجربې ته اړتيا لري . يوه وړه تيروتنه کولای شي  د يوې لرغوني سيمي هويت او د لرغونپوه څيړونکي او د سپړونو پر مهال د ټولو برخه والو ربړ او چوپړ د هيځ سره مخ کړي او يا لږ تر لږه د داسي انحراف لاميل شي ، چي د بيا سمون او جوړوني لاره يې ناشوني وي .  د همدې امله  لرغونپوهان د لرغونو توکود سورتونو  او ډولونو څرګندولو ته پوره پام کوي  او  د کټه ګوريو د هر پړاو دکنترول لپاره ځانګړي ميتودونه او روشونه کاروي چي  د توان تر بريده  د تيروتني او انحراف مخه ونيول شي .
د لرغونو توکو د ډولونو د چارو پيل  د سپړنو سره سم پيليږي . دې پيل ته  په ساحه کي د اثارو دتنظيم چاري        ( Reguleren )  هم وايې د سپړنو پرمهال د هري کلتوري طبقې څخه تر لاسه شوي اثار  په دريو ډولونو را يوځای کيږي چي دا د لرغونو توکو د سورت کولو لومړۍ پړاو هم دۍ .  د يادوني ده چي د اثارو دا تنظيم او د ډولونو تصنيف  د کار هغه پړاو نه دۍ چي د اثارو د سورتيرن په نوم ياديږي . خو دا پيل هم د هغه پړاو داسي مرستندويه چاري دي چي د لرغونو توکو د سورت کولو پر مهال د مسوول لرغونپوه بشپړ لاسنيوۍ کوي .
د سپړنو پر مهال د څيړني لاندي سيمي يا سايټ  (   Seit )  څرګندول د سپړنو او بيا په تيره د لرغونو توکو د سورت او ډولونو لپاره لومړۍ ډول او پړاو دۍ .  هره لرغونې سيمه خپل نوم او د پيژندلو ټاکلۍ کود لري چي په ليکل شويو اسنادو کي د هغه  کود او نوم په وسيله پيژندل کيږي ، د ډولونو د پيژندلو لومړۍ پړاو هم همدا دۍ چي د کومي لرغوني سيمي څخه دا توکي تر لاسه شويدي . لرغونپوهان د هر اثر او يا د هر سپور څخه د تر لاسه شويو اثارو لپاره ځانګړۍ کارت لري ، چي په ورستيو پړاونو کي يې پيژندل ستونزمن نشي . دې کارت ته پام وکړۍ ! 

       

              

داثارو د ډولونوپيژندلو دوهم  ډول  د اثر ټاټوبي يا سپورپيژندل دي  .  سپور (  Spoor) هغه چاپير يال يا ټاټوبۍ دئ چي لرغونۍ اثر په فزيکي توګه هلته پروت يا واقع وي . د سپړنو پر مهال د سپور څخه د تر لاسه شويو توکو لپاره ځانګړي کارتونه جوړيږي او د هغو په وسيله  د ساحوي اسنادو په لړ کي راجستر کيږي  او د هغو  راجستر شويو کودونو او شميرو پر بنسټ  د پيژندلو وړ کرځول کيږي .  د لرغونو توکو د کټه ګوريو ټاکلو لپاره دريم ډول  د طبقې يا  پک (  Vak) پيژندل دي . طبقه چي لرغونپوهان يې کلتوري طبقه بولي ، د اثر د ټاټوبي يا سپور هغي پټې يا لايې ته ويل کيږي چي لرغونۍ اثر پکښي ځای نيولۍ وي .  د دې لپاره چي دا پيچلتيا ليري شي  ، کېدای شي و وايو چي په يوه سايټ کي د زياتو سپورونو شتون ممکن دۍ او په يوه سپور کي د زياتو پکونو يا طبقو شتون ممکن دۍ .
لرغونپوهان د سپړنو پر مهال  ټولو هغو اثارو  (  کلتوري ، بيولو ژيکي ، هنري  او نور ) ته چي د سپړنو پرمهال تر لاسه کيږي ، خورا زيات ارزښت ورکوي او د استثنا پرته يې د خپلو معمولو متودونو په کارولو سره يوځای کوي او د هر اثر لپاره ټول هغه پړاونه چي بايد تر سره شي ، هغه پلي کوي او د نورو څيړنو او پړاونو لپاره يې تياروي . په دې لړ کي د کلتوري چارو پوهان هغو توکو ته پام اړوي چي  د هغو اثارو په وسيله د لرغونو زمانو فرهنګي رازونه اود کلتوري بدلونو نو او پيښو لړۍ را برملا کېدای شي .  د ښکلا پيژندني کار پوهان بيا د لرغونپوهانو د هغو اثارو سره مينه لري چي د لرغونو انسانانو د هنر او ښکلا پيژندني څرک  تر لاسه کولای شي  ، لرغونو ژويو پوهان بيا د هغو توکو لوري ته پام اړوي چي  په لرغونو زمانو کي د ژويو بيلا بيل ډولونه وپيژني او دهغوۍ د ودي او تکامل پړاونه را څرګند کړي . په دې ډول د هري پوهي پيروان د لرغونپوهانو د لاس ته راوړنوسره  ځکه ليوالتيا لري ، چي د خپلو څانګيزو موخو د پوهېدلو لپاره يې د رښتينو لاسوندونو په توګه وکاروي .

په ارخيوزولوجي څانګه کي د کار دپړاونو يو شمير انځورونه :

د سپړونو په ترځ کي د ترلاسه شويو اثارو سورت کول د يوه فوسيل د ټولو برخو د پيداکولو او د پاتي شونو د بيلولولومړۍ پړاو دۍ  

                          

    رسول باوري د( Groningen ) پوهنتون  په  ارخويو ژولوجي  (  Archeozoologie  ) څانګه کي د اثارو د سورت کولو پر مهال

                                                                                           

     

                   د ارخيو زولوجي په لا براتوار کي د ټاکل شوي اسکليت يا فوسيل د ټولو برخو د راټولو هڅي  

  

د فوسيل  او يا اسکليت  د بيلا بيلو ټوټو تنظيم  او د ورته ډولو نو يوځای کول  او د هغو موقعيتونه څرګندول 

                                      

                                           او      په پای کي د يوه لرغوني اسکليت بيا جوړول
نور بيا

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006