دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د نیکو وطن ( سميع الدين افغاني )

 

سميع الدين افغاني

د نیکو وطن


خپل وطن مو وران شو شومحتاجه دپردو وطن
خوږ دی خلکو خوږ دی د پلرو او د نیکو وطن


دلته مجبوری ده هر قدم کی تکلیفونه دی
دلته بی وسی ده هری خوا ته پیغورونه دی
بل غوندی قانون دی مایوسی ده زحمتونه دی
هر قدم پردی دی راته ښکاری د میرو وطن
خوږ دی خلکو خوږ دی دپلر او دنیکو وطن


څه خو په وطن کی ډیربی شمیره شهیدان شول
ډیر نور د ابرو خلک بی کوره بی کاروان شول
څوک بیا په پردی وطن کی پاتی په بیابان شول
دا نسل لا پریږده چه مو وران شو دلمسو وطن
خوږ دی خلکو خوږ دی دپلر او دنیکو وطن


څومره شو بی قدره په بل ملک کی چه اوسیږو
دلته هر قدم کی د افغان په نوم زوریږو
ټول عیب په نفاق کی دی په دی هم نه پوهیږو
وران شو  د  شملو وطن د کلو او بانډو وطن
خوږ دی خلکو خوږ دی د پلرو او د نیکو وطن


راشی خوږو ورنو سره یو شو د افغان په نوم
څو به دا نفاق وی چه بیلیږو این او ان په نوم
لاس د وروری ورکړوداخلاص اودایمان په نوم
جوړ کړو  افغانی  وطن د سولی او جرګو وطن
خوږ دی خلکو خوږ دی دپلرو او دنیکو وطن


سمیع الدین  افغانی
مهاجرت

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006