دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
راته دبل په اږوسپور مه یادوه (ډاکټر یاسین زی)

 

ډاکټر یاسین زی

راته دبل په اږوسپور مه یادوه


نرمی شونډی توری زلفی نور مه یادوه
 د شنو اوسروخالو نو زوزمه یا د وه
بی کفنه دی وطن کی خلک ښخ شول
سور سالو په لیلا خور مه یادوه
چه ناموس موتباه کیږی خدای دی ورکی
تحفی دنانځکو لور په لور مه یادوه
چه پخپله بی عیرته کټ کی پروت یی
دپلار نیکه د توری شور مه یادوه
آذادی خو وی هغه چه تل آذاد وی
راته دبل په اوږو سپور مه یادوه
څاڅکی څاڅکی وینی څاڅی ښه یی وینو
راته جوړ شوی خیالی کور مه یادوه
یاسین زیه ته یادوه تیر وختونه تل
دا نا خبره کر او کور مه یادوه


ډاکټر یاسین زی
کوهاټ غلام بانډه

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006