دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
ویرونه اوژړاده ( داکتر ياسين زئ )

 

داکتر ياسين زئ

ویرونه دی اوژړاده


ویرونه دی اوژړا ده بل څه نشته
غمونه دی او غوغاده بل څه نشته


په دی کلی کی نورڅه می پیدانه کړل
یودبل دسر سوداده بل څه نشته


خپل دی که پردی هریو په غم اخته دی
درقیب په خوله مُسکاده بل څه نشته


هدیری موډکی شوی لویه خدایه
جنازه می راپه شاده بل څه نشته


کلی مووران کورونه وران شو دلته
دلته دګردډکه فضاده بل څه نشته


څه غوړی شان وعدی راسره وکړی
تش په خوله یی داویناده بل څه نشته


دادجهل دورورک کی لویه خدایه
دیاسین زی داتمناده بل څه نشته

کوهاټ  غلام بانډه

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006