دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
هغه کلی زما څه شو

هغه کلی زما څه شو

لیک  : ډاکټر عبدالرازق  (یاسین زی )

چی ځوان به ګرځیدلو هغه کلی زما څه شو
چی بوډا می خندیدلوهغه کلی زما څه شو
ګل به دغاټول چی سپرلی کی راښکاره شو
ښکلی ښکلی ښکاریدلوهغه کلی زما څه شو
هغه باغ دګلوچی یی زړه تازه کولو
بلبلان به او سیدلو هغه کلی زما څه شو
دغلیم دقدم لاندی زما کلی بی پردی شو
غازیان چی اوسیدلو هغه کلی زما څه شو
نابللی دشرق او غرب چی دی راغلی
زما کور یی وسیځلوهغه کلی زما څه شو
شاه شجاع مو یادولو خبر نه وو تری
چه می کور کی لویدلوهغه کلی زما څه شو
وطن پلو رونکی هر وطن کی وی یو څو
 دغه کارچی نه منلو هغه کلی زما څه شو
چی یی غیرت ته کړله شاه تنکی ځوانان
یاسین زی به ژړیدلوهغه کلی زما څه شو
         ډاکټر عبدالرازق  (یاسین زی (
        کوهاټ  غلام بانډه

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006