دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په بلجيم کي د ښاغلي سر محقق بختاني خدمتګار د غونډي پرانستونکې وينا

ليکوال  : حاجي امين باوري

                                              

                                                                       حاجي امين باوري

 

                                 په بلجيم کي  د ښاغلي سر محقق بختاني خدمتګار د غونډي پرانستونکې وينا
 
دغونډي درنو ګډونوالو ، خوېندو ورڼو ښه راغلاست  !
په بلجيم کي د افغان فرهنګي بهير او په هلند کي د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب تاسو ټولو ته ښه راغلاست وايم او  دا پرتمينه  غونډه  چي زموږ د هېواد د نامتو ليکوال  او مشر څيړونکي سرمحقق بختاني خدمتګار صاحيب  د علمي  ، فرهنګي او سياسي خدمتونو په اړه او وياړ جوړه سوېده  ، ستاسو په ګډون لا پرتمينه سوه  .  
پريکړه سوې چي په غونډه کي اړيني خبري واوورول سي  ، زه هم د پيل خبري را لنډوم  او د سرمحقق بختاني صاحيب څخه هيله کوم چي د ټاکل سوي ميز خواته تشريف راوړي او ستاسو ګډونوالو په وړاندي مخامخ  ځای خپل کړي  .

                              

                                                             سرمحقق بختاني خدمتګار 


زموږ په دې غونډه کي د هېواديو شمير وتلي څيړونکي او ليکوالان تشريف لري چي  زموږ د دې غونډي  ارزښت يې لا زيات کړېدۍ  . په دې لړ کي  په ځانګړې توګه د هېواد د نامتو څيړونکۍ او زړه ور سياستپوه ښاغلۍ رفيع صاحيب  حضور هم فيض  او برکت  ګڼو او ښه راغلاست ورته وايو  .
زموږ دا غونډه درې برخي لري ، په پيل کي د غونډي لپاره رارسېدلي پيغامونه او د يو شمير څيړونکو مقالي او ليکني اورول کيږي ، په دوهمه برخه کي به د هېواد يو شمير وتلي شاعران  خپل شعرونه او نوي ادبي پنځوني را ډالۍ کړي اوزموږ د دې   غونډي په دريمه يا ورستۍ برخه کي  زموږ د هېواد پيژندل شوي هنر مند ښاغلي حاجي رحماني صاحيب سره صوفيانه او رندانه  سندريز ماښام  سته چي د غونډي ياد به همېشنۍ کي  .
د علمي برخي د پيل په توګه د سر محقق بختاني خدمتګار د يو شمير ليکنو د پيژندني په اړه څو لنډي خبري ستاسو خدمت ته اورول غواړم .   
استاد بختانۍ په پښتو او دري ژبو زيات شمير کتابونه ، رسالې  او مقالې ليکلي  دي ، چي شمير يې تر يوسل عنوانو زيات دۍ  . په دې اثارو کي ، علمي  -  څيړنيزي ليکني ، ادبي او هنري پنځوني  او  د نورو ژبو څخه پښتو ته  ژباړل شوي  اثار سته ، چي د هره اړخه زموږ د اولس او هېواد لپاره غوره او ارزښتمن دي .  په دې برخه کي د بيلګي په توګه د يو شمير هغو نامتو اثارو نومونه يادوم چي  په چاپي بڼه خپاره سويدي  :
 الف  -  د علمي او څيړنيزو خپاره سو يو ليکنو څو بيلګي :
١-  شعر او ادب : دا د پښتو د معاصر شعر او ادب تيوريکي څيړنه ده چي په ١٣٣٣ لمريز کال خپور سو .
٢ – پښتانه د علامه اقبال په نظر کي : په دې رساله کي  د پښتنو درندوالۍ د علامه اقبال له نظره  ياد سوۍ او په ١٣٣٥ لمريز کال خپره سوېده .
٣ - پښتني خويونه : دا هغه څيړنيز اثردۍ چي  د پښتنو د ځانګړو دودونو اوعادتونو بيان پکښي  راغلۍ دۍ . دا رساله  په ١٣٣٥ لمريز کال خپره سول .
٤ –  د يونس خيبري ديوان :  استاد بختاني  د دې اثر علمي سمون  وکړ  اوارزښتمنه سريزه يې پر وليکل  چي  په ١٣٥٦ لمريز کال خپره سوېده .  
٥ – پښتانه شعرا څلورم ټوک : دا د پښتنو شاعرانو ببلو ګرافي ده چي  په ١٣٥٧ لمريز کال خپور سو . 
او په دې ډول په لسګونو نور څيړنيز اثار
  د استاد بختاني  د ادبي پنځونوپه لړ کي د خپاره سويو شعري ټولګو او ادبي نثرونوڅو  بيلګي   :
١ –  د زړه راز  : د شعرونو لومړۍ ټولګه چي په ١٣٣٣ لمريز کال خپره سوه .
٢- خوږې ترخې  : دا اثر دپښتونثري ادب يوه پانګه ده چي په ١٣٣٦ لمريز کال خپور سو .
٣ – راز  : د استاد دوهمه  شعري ټولګه ده چي په ١٣٤٢ لمريز کال خپره سوه .
٤ – پښتو لنډي کيسې :  د پښتو د لنډو کيسو دا ټولګه په ١٣٤٧ لمريز کال خپره سوه .
٥ - ابری بهاری  :  په دري ژبه کي د شعرونو ټولګه ده چي په ١٣٥١ لمريز کال خپره سول .
 او په دې تر تيب  په لسګونو نو ري پنځوني او تخليقات
د استاد بختاني د لسګونو ژباړل سويو اثار څخه يوازي د څو بيلګو يادونه کوو .
١ -  مصائب الدٌخان  : دا اثر د دوخانياتو او په ځانګړې توګه د تنباکو د زيانونو په  باب  ليکل سوۍ او له عربي ژبي څخه پښتو ته ژباړل سوۍ دۍ .
٢ – د افغانستان سفر : دا په روسي ژبه کي يو نظم وو چي پښتو ته هم په نظم ژباړل سوۍ دۍ چي ١٣٥٧ لمريز کال خپور سو .
٣ – په اسلام کي د ښځو حقوق  : د اثر   المحمدي  په  عربي ليکلۍ او  پښتو ته تر  ژباړي وروسته  په ١٣٢٧ لمريز کال خپور سوه .
٤ – علمي ازمايښتونه  په ساده وسايلو : يوه ساينسي درسي رساله وه چي له دري څخه پښتو  ته په ١٣٤١ لمريز کال ژباړل سوې او خپره سوېده .
٥ – څورب او خوار  : دا د روسي نامتو ليکوال انتون چيخوف د کيسو ټولګه ده چي پښتو ته وژباړل سوه او په ١٣٥٩ لمريز کال خپره سوه .
او په دې ډول په لسګو نور
لنډه دا چي د سر محقق عبدالله بختاني خدمتګار د ليکل سويو اثارو شميره تر يوسل او دريو سر ليکونو زياتيږي چي له دې جملې ٦٧ عنوانه کتابونه چاپ او خپاره سوي او تر ٣٥ زيات نور يې لا د چاپ  انتطار باسي .   په  بلجيم کي افغان فرهنکي  بهير او اړوندان يې هيله من دي  چي د بختاني صاحيب دا ناچاپه   اثار ژر چاپ سي  . دا کار به له يوې خوا زموږ علمي  او کلتوري اړتيا ليري کړي او له بل پلوه به داسي هڅونکۍ ګام وي  چي  دبختاني صاحيب په قلم  به د  نويو اثارو او ليکونو لار پرانېزي .

                                                                                                                ستاسو د پاملرني مننه

   

                                                       په غونډه کي د ګډونوالو دوه انځورونه
د دې غونډي بشپړ راپور په دې  تړاو کي لوستلای شۍ :

http://larawbar.com/Loy_Afghanistan/

بلجيم :له سرمحقق بختاني خدمتګار سره يو ماښام

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006