دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دتاريخي جغرافيا په يوه لنډ بحث کي ،سرمحقق بختانۍ خدمتګار اوپروفيسور سيمس ويلم

 

                                                    دتاريخي جغرافيا په يوه لنډ بحث کي
                                        سرمحقق بختانۍ خدمتګار اوپروفيسور سيمس ويلم

په دې ليکنه کي زما موخه د هغو دو څيړنيزو ليکنو پر لور پام اړول دي چي د افغان څيړونکي سر محقق بختاني خدمتګار په قلم د کوشانيانو د نړيوال سيمنار لپاره په ١٣٦١ لمريز کال چي د ١٩٨٢ ميلادي کال سره سمون خوري  د (( بودايې وخت د يادګارنو ځيني بيلګي د چيني زايرانو د ليکنو په رڼا کي  )) تر سر ليک لاندي ليکلې ، او خپره شوېده ، او له بلي خوا مي د انګريز فلالوجيست او پالو اپيګرافيست  نيکولاس   سيمس ويلم  هغه ژباړه په پام کي ده چي د رباطک د ډبرليک څخه يې کړېده .(( په يو شمير ليکنو کي  د هغي سيمي نوم چي دا ډبرليک پوري تړلۍ ، په رباتک ليکل شوۍ دۍ . زماپه اند د دې نوم ريښه به د رباط څخه  وي چي مُصغر شوۍ ډول يې ښايې رباطک وي . ))    
د استاد بختاني د يادي شوي ليکني بنسټ د چيني زيارت کونکو پر يونليکونو ولاړ دۍ  ، چي ښاغلي عبدالکريم مُحب  په زيار ژياړل شوي او په ١٣٥٧ لمريز کال چاپ او خپاره شول .  استاد بختاني  د همدغه اثر پر  بنسټ  د لرغوني افغانستان څخه را پاته ژبني ويوکي ، جغرافيايې نومونه او روايتي نکلونه په زياتي ژورتيا را څيړلي او وړاندي کړيدي  . او سيمس ويلم بيا د رباطک ډبرليک ژباړلۍ  او دهغې ژباړي پر بنسټ يې  د لرغوني افغانستان ژبني ، جغرافيايې او مذهبي سپناوي ته پام کړۍ دئ چي د افغانستان په لرغوني تاريخ کي خورا زيات ارزښتمن ګڼل کيږي  .
استاد بختاني په  ياده شوې  څيړنيزه  ليکنه کي هڅه کړې ، چي د هغو ويوکو ، جغرافيايې نومونو او روايتي نلکونو برخي د چيني يونليکونو څخه را يادي کړي چي همدا اوس هم په هېواد کي شته او کارول کيږي .  دا څيړنيزه ليکنه د علمي ارنو سره سم په وړو سرليکونو وېشل شوېده ، زه په دې برخه کي د دې ليکني  يوې برخي  ته پام کوم چي  د سيمي جغرافيايې نومونو سره تړاو لري  . او بيا به د هغه ډبرليک ژباړي ته هم پام وګرځو چي  د انګريز  پالواپيګرافيست  ښاغلي سيمس ويلم  په زيار بشپړه شوې  ، چي  هم  په  همدې کوشاني  مهال   پوري اړه لري  .
استاد بختاني د چيني زيارت کونکو هغه ليکنو ته پام اړولۍ چي  د سيمي په لرغونې جغرافيا پوري اړه لري . د بيلګي په توګه د چيني زيارت کونکي فاهيان  په حواله ليکي چي : د فاهيان په يادداشتونو کي د کېشيا له هېواد څخه د يوې مياشتي په مزل دوۍ هغه هېواد ته رسيږي  چي خلکو ته تخارا يا د واورينو غرونو سړي وايې ، له دې ځای څخه جنوب لوېديځ  خواته پنځلس ورځي سخت مزل کوي . دوۍ د (  سينتهو )  غاړي ته رسيږي  او له هغه څخه پوري وتو نه وروسته او چينګ  ( اوديانا  )  ته رسيږي . او د اودياينا په باره کي ليکي :   (( دا دشمالي هند پيل دۍ . دلته ټول خلک د منځني هند په ژبه ږغيږي ... )   له اوديانا څخه درې تنه ننګرهار ته ولاړل . فاهيان په باراني فصل کي اوديانا کي پاته شويدئ . بيا سوهوتو ( سوات ) ته ولاړ ( د کتاب  ٢٤ مخ )فاهيان د سوات څخه ختيځ لور ته د پنځو وروځو مزل څخه وروسته ګندهاراته چي دۍ وايې : له هغه ځايه ختيځ لور ته د اوو ورځو په مزل فولو شاه ( پيښور )  ته رسيږي . ( د کتاب  ٢٥ مخ )
له دې ياد داشتونو وروسته استاد بختانۍ ليکي  : د سفر په دې برخه کي موږ له دغو نومونو سره مخ کيږو :

تخارا  = کېدای شي چي اوسنۍ تخار يا بدخشان وي .
 سينتهو =  کيدای شي چي اوسنۍ اباسيند وي .
 او ديا نا  :  اوديانا د پيښور په شمال کي د سوات پر سيند واقع سيمه وه .
( د هوونتسنګ د اندازي ښودلو له مخه د هندوکښ ټوله جنوبي غربي برخه د چترال نه نيولې تر اباسينده پوري  په اوديانا کي شامله ده . )
ننګرارا = اوسنۍ ننګرهار  .
سوهو تو  = اوسنۍ سوات  .
ګندهارا  = چي مرګز يې پيښور وو.
تاکزيلا  =  اوسنۍ تکسيلا.
فولوشا = اوسنۍپيښور .  
 انګريز پاليو اپي ګرافيست  نيکولاس سيمس ويلم د رباطک ډبرليک د هغه ويد يو يې فلم پر بنسټ وژباړۍ  چي د افغانستان په شمال کي په اتفاقي توګه په  ١٣٧٢ لمريز کال موندل  شوۍ وو .ددې  ډبرليک  د بشپړي ژباړي زيار او ربړ ښاغلي ويلم و ګالۍ .  ډبرليک د لرغوني افغانستان او په ځانګړي توګه د کوشاني ستر واکۍ په اړه زيات ارزښتمن مالومات لري  ، چي له هره اړخه د زيات پام او ګټي وړ دي . په دې ډبرليک کي د نورو مالوماتو تر څنګ  د کوشاني مهال  جغرافيايې سيمي هم پيژندل شويدي .  د رباطک ډبرليک د څلورمي کرښي څخه تر شپږمي کرښي پوري  دکوشاني ستر واکۍ جغرافيايې سرحدونه داسي بيانوي :   ( د يادولو ده چي دا کرښي  مي د هغه انګليسي متن څخه ژباړلۍ چي د سيمس ويلم څخه د بي بي سي راډيو پخوانۍ همکاري  ميرمن صفيه حليم تر لاسه کړۍ او بيا يې د مهربانۍ له مخي   زما په واک کي هم راکړ . ) 
(( ٤ تر ٦ --- په لومړي کال  يې هغوۍ  (  هند  ) ته اعلان وکړ چي دا ټوله سيمه لکه کوناديانو (   Koonadeano   ياکوندينا    Kundina    )  ښار  ،  د اوجاين  يا اوزيني  (     Ozene, Ujjain   ) ښار  ، د  زاګېدا  يا ساکيتا  (   Zageda (Saketa)    )  ښار  او د کوزامبو  يا کوزامبي  (      Kozambo (Kausambi   ) ښاراو د پوتاليپوترا او يا پوتالي پوترو  (  Palabotro (Pataliputra)    ) ښار او هغه ليري  د زيري تامبو يا سرې چامپا  (    Ziri-tambo (Sri-Champa   )  ښار  زموږ دواکمنۍ سيمي دي  . ))
په کتيبه کي  د نومونو د لړليک څخه داسي بريښي چي  د کتيبې ليکوال غواړي د کوشاني سترواکۍ هغه ليري پرتې سيمي په ګوته کړي چي  د کوشاني پلازميني څخه ليري پرتې دي  ، او يا هم د سترواکۍ سرحدي کرښي دي . په دې لړ کي يو شمير نومونه د شک پرته څرګند دۍ ، د بيلګي په توګه  دکوسامبو سيمه چي په   پالي ژبه کي  کوسامبې او په سانسګريت کي ورته کاوسومبوويل شويدي . دا سيمه  په هند کي د الله اباد سهيل ته څه ناڅه  ٣٥ ميله ليري پرته ده ، چي تر اوسه هم  يو شمير سيمي په ورته ژبني تون  ( کوسام  سيمي ) ياديږي . د پوتالي پوترا سيمه خو له ورايه څرګنده ده چي په لرغونو زمانو کي  د مرکزي هند يوه نامتو سوداګريزه سيمه ګڼل شوېده ، د همدې پوتالي پوترا څخه د وريښمو نړيوالي لار سهيلي څانګه پيل شوې وه .
د سيري چامپوس د سيمي په اړه يو شمير هندي لرغونپوهان زړه نازړه دي  چي ، دا سيمه د کوشاني ستر واکۍ په دننه کي شامله وه او که د ستر واکۍ بهرنۍ سرحدي کرښه  ده . دهغه شمير پوهانو  له جملې يو هم د هند پاليو اپيګرافيست  (    Mukherjee, B.N  )  دۍ  . د نوموړي په باور د سري چامپوس سيمه د کوشاني واکمنۍ په ولکه کي  شامله نه وه ، نوموړۍ دليل راوړي چي په رباطک ډبرليک کي د دې سيمي نوم ښايې په دې نيت ياد شوۍ وي چي د هغي ستر واکۍ دسرحدي  کرښي بلي غاړي ته واقع  نامتو سيمه وه .
 د دې سره  - سره چي لا تر اوسه د رباطک ډبرليک په اړه  هر اړ خيزي څيړني نه دي تر سره شوي ، خو ځني حقيقتونه دا څرګندوي چي  د چامپوس سيمه د کوشاني ستر واکۍ  يو نامتو ايالت وو . لنډ په لڼډه خو دا درې د منلو وړ دليلونه او حقيقتونه  شته چي د ښاغلي مکرجي  په وړاندي و ويل شي .  لومړۍ دا چي  چامپوس  نه يوازي دا چي  د کوشاني ستر واکۍ ورستۍ سرحدي کرښه  نه ده  ، بلکي د هغې سيمي لږ وړاندي  لويديځ لورته د کوشاني ستر واکۍ يو بل نامتو ايالت پوتالي پوترا واقع شويدۍ  ، چي د کوشاني ستر واکۍ يو خورا ارزښتمن سوداګري مرکز وو   .  دوهمه د باور وينا دا ده چي  د رباطک په ډبرليک کي د يادو شويو سرحدي ښارونو نومونه دا څرګندوي چي د هغه مهال د کوشاني ستر واکۍ اړوند ښارونه وه ، لکه چي په دې را پاته افغانستان کي د سرحدي کرښو په اړه معموله وينا  د واخانه تر بولدکه د اسلام کلا تر تورخمه ، دا څلور خواوي د اوسني افغانستان سرحدي ښارونه دي چي  د ګاونډيو هېوادونو له لوري د افغانستان  خاروه او زموږ د هېوادملکيت منل شوئ دۍ . او دريم دا چي د کوشاني ستر واکۍ  پر مهال د واکمنۍ په منځ کي د   اقطاع  او جزيې  متود او معامله رايج  نه وه  ، په دې ډول دا د منلو نه ده چي د سترواکۍ په منځ کي يوه داسي سيمه چي  هم ستراتيژيک ارزښت لري اوهم  د سوداګرۍ  له اړخه نامتو  او پيژندل شوې  وي  ، خو هغه دي  د سترواکۍ ملکيت نه وي . 

 د رباطک په ډبرليک کي د کوندينا نوم هم ياد شوۍ دئ . په ډبرليک کي دنومونو پر له پسې والۍ دا څرګندوي چي دا سيمه به د کوشاني ستر واکۍ پلازميني ته نږدې ايالت يا اداري واحد وي ، د ډبرليک د ليکلو مهال په يوه مانا څرګند دۍ چي د لوۍ کنشکا د واکمنۍ په لومړۍ کال ليکل شوۍ دۍ . د دې مانا دا کېداۍ شي چي د کوشاني ستر واکۍ مرکز د هېواد د شمالي سيمو څخه د هندوکش سهيلي برخو او په ځانګړي توګه  د بګرام لرغونۍ ښار ته  ليږديدلۍ دۍ . دا بيخي څرګنده ده   چي د لوۍ کنشکا د واکمنۍپر مهال د ستر واکۍ اوړنۍ  پلازمينه بګرام او ژمنۍ پلازمينه  پورا شاپورا يا پيښور وو .  دې يادوني ته په پام  ښايې  د سر محقق  بختاني خدمتګار دا ګمان يقيني شي چي اوديانا د سوات  سند پر سر ښيرازه سيمه وه چي هونتسنګ هم د هغې يادونه کړېده .
د رباطک په ډبرليک کي  د کوندينا لومړۍ يادول دا څرګندوي چي دا سيمه د پلازميني  څنګ ته پرته ده ، دوهم دا چي همدا اوس  په نوموړې سيمه کي د کوشاني پير  زياتي نښانې شته چي  د دې سيمي پخوانۍ ارزښت  ، شونتيا  او وړتيا څرګندوي  ، ځکه په يوه داسي  ارزښتمن ډبرليک کي د هغې نوم ياد شوۍ دئ  .  په دې ډول ښايې د ډبرليک کندينا ښار نوم به  هغه ايالت  وي چي چيني زيارت کونکو په خپلو يونليکونو کي  د  او ديا نا  په نوم  ليکلې او ثبت کړې او استاد سر محقق  بختاني خدمتګار د همدغه چيني يونليکونو پر بنسټ د سوات پر سند واقع شوې  سيمه ګڼلې ده . زما باور دا دۍ چي  د تاريخي جغرافيا پوهانو راتلونکي څيړني به د رباطک ډبرليک په رڼاکي د زياتو هغو ناڅرګندو ټکو سپيناوۍ وکړي چي لا تر اوسه يقيني نه ګڼل کيږي .
په پای کي  د هېواد نامتو ليکوال  ، د افغانستان د علومو اکادمۍ  سر محقق  او زړه سواند مشر عبدالله بختاني خدمتګار صاحيب ته د نورو لارښونکو اثارو د پنځولو هيله من يم  او د لوی څښتن ( ج)  په دربار کي  ورته  داوږد او خوشاله ژوند دعا کوم . 
په درنښت
باوري
هلند   ----   اسن
٢٣     \    ١٠       \   ٢٠٠٧ 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006