دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د افغانانو اخترونه او جشنونه

ليکونکۍ : حاجي امين باوري

يادونه : دا ليکنه مي د کوچيني اختر په مناسبت ليکلې او د هلند هېواد د ځوانو محصلينو ټولني په بلنه او غوښتنه  مي هغوۍ ته د کوچني اختر په وياړ د جوړي سوې غونډي پر مهال  واورول . هيله ده لوستونکو ته په زړه پوري وي .

                            

حاجي امين باوري ته تر وينا وروسته د لايدن د ځوانو محصلينو په استازيتوب د هغې ټولني مرستيالي د ګلو ګېډۍ ورکړل

                                                د افغانانو اخترونه او جشنونه

خوشالۍ او خدای دې ليري لري غمونه ، د انسان د پيدايښت سره سم پيدا سوېدي ، خو  ډيرښت او پراختيا يې  د انساني ټولنو د ودي او پر مختيا سره متناسب دي .  دخوشاليو ډولونه او د پر ځای کولو چاري  دود او دستورې يې  د ټولنو په رواني عقېدتي او کلتوري  وړتيا پوري تړلۍ دۍ . د جشنونو او اخترونو مهالونه  او زمانې  هم د اړوندو ټولنو له خوا په منل سويو کالنيو کي څرګند دي  ، د پرځای کولو او سر ته رسولو چاري  ، او د اړوندو ټولنو په منځ کي  د هغه جشن او يا اختر  لپاره د اولس  ګډون  هم  ډول  ډول  وي   او په دې تر تيب  نوري بيلا بيلي ځانګړني سته چي  د بشري  ټولنو جشنونه او اخترونه ،  يوله بله سره بېله وي اود خوشاليو دودونو ته بيل بيل رنګونه ورکوي  .  افغانان هم د نړۍ د نورو لرغونوقومونو په څير د خوشاليو او جشنونو ځانګړي دودونه او رواجونه لري .
که دافغاني ټولني مروجواخترونو او جشنونو ته ځير سو په ټوليزه توګه به د خوشالۍ درې ډولونه اخترونه او جشنونه  را څرګند سي ، لومړۍ هغه چي مذهبي بنسټ اوبڼه لري لکه لوی اختر ، کوچنۍ اختر  ، د برات شپه او نور  .  دوهم هغه چي ملي او وطني بنسټ او بڼه لري لکه د خپلواکۍ جشن ، د نوروز جشن  د د معلم جشن او نور . او دريم هغه چي  د کورنيو او قومونو  لپاره دخوشاليو پر بنسټ جوړيږي لکه د واده جشن ، د ماشوم د زيږېدلو جشن  ، د ماشوم دسُنتۍ جشن او نور يادولای سو چي په دې برخه کي د بيلګي په توګه د درويو يادسويو ډولونو څخه يوازي د کوچني اختر د دودونو يادونه کوم  . دا کوچنۍ اختر چي اوس يې موږ او تاسي د نمانځني په وياړ دلته را ټول سوي يو .
 دکوچني اختر د ورځو دود :
د دې سره  - سره چي دا يو مذهبي  خوشالي ده ، خود افغانانو په کلتور کي يې ځانګړۍ رنګ او خوند خپل کړۍ دئ   ، دافغانانو لپاره د اخترد خوشاليو دود په کليو او ښارونو کي توپير لري  . د کليو د اخترونو دود په ټوليزه توګه  سره ورته دۍ ، د اختر په سهارد لمانځه وروسته ، په کلي کي د ميشتو کورنيو مشران   چي په تير کال کي يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وي ، د پام اړولو پرته  د خپلو متوفی کسانو  زيارت ته ځي او هغوۍ ته دعا کوي ، او تر لمر پورته کېدلو
وړاندي  خپل کورته ځان رسوي  . په کلي کي ميشتي کورنۍ  د لمر څرک پر مهال  د((  اختر کاسه ) ېا د اختر کاسې په نوم  خورا په زړه پوري دود لري  .   د کلي هره کورنۍ د خپله کوره  هغه خواړه  جومات  ته  راوړي چي د همدې سهار لپاره يې په ځانګړې مينه  پخوي ، د کلي ټول ماشومان ، ځوانان ، لويان او سپينږيري په خورا مينه دا خواړه يوځای خوري  او هريو هڅه کوي چي د هريوه کوره څخه  راوړل سويو خواړو يوه – يوه  مړۍ يا يوه ګوله واخلي او خوند او مزه يې وګوري . د راوړل سويو خوړو د خوړلو پر مهال يو او بل ته د يوه او بل د کوره د راوړل سويو خوړو د خوندورتوب  او ښه پخلي  خبري کوي او په دې ډول د کلي د اوسېدونکو ترمنځ چي  د کال په ترځ   احتمالا کوم خفګان   او خوابدۍ منځ ته راغلۍ وي  ،  له منځه ځۍ .
د اختر په دې سهار د کلي د ميشتو کورنيو لپاره د غذا يوځای خوړل د افغانانو داسي دود دۍ چي يوازي داختر مذهبي  چاره نه بلکي يوه بشپړ افغاني دود دۍ چي ځانګړي اصول او معيارونه لري . د طعام خوړل  که د ښمن له کوره وي  نور نو هغه دښمن نه شميري  ،بيا هغه   ته د دوستۍ لاس ورکول کيږي . افغانان  د ډوډۍ او مالګي خوړلو ته ځانګړۍ درنښت  لري او خورا لوړدريځ ورکوي ، مالګي او ډوډۍ ته چي طعام يې بولي ، خيانت او هيرول ستره تيروتنه او نه بخښونکې ګناه ګڼل کيږي  . د همدې دليل پر بنياد افغانانو د اختره په لومړي سهار د غذا يوځای خوړل دود ګرځولۍ او په دې توګه د کليو د ميشتو وګړو تر منځ ټول خفګانونه او کش کوک ته د پای ټکۍ ږدی .
 د سهار د کاسې تر خوړلو وروسته د کلي امام د خير او ورورۍ او د شکر کولوځانکړې دعا لولي او ټول حاضرين د ماشومه تر سپينږيري  ورته په ورين تندي   الله امين وايې . او بيا د کلي لويان د اختر د لمونځ پر خوا تيارۍ نيسي ، او د اختر لمونځ په لويه جمع کيږي چي تر لمانځه وروسته د لمانځه خطيب د سولي او ورورۍ دعا کوي  او ټوله برخه وال صميميت  او پخلايني ته رابولي او په دې توګه  د بيلا بيلو کليو ميشت وګړي  تر لمانځه وروسته  يو له بل سر د غيږي روغبړ کوي او په دې توګه  که چيري د ځينو وګړو ترمنځ  بدنيتي  ، شخړه  او کدورت  راغلۍ وي  ، يو او بل ته په غيږ ورکولو او پر مخ مچولو سره خپل زړونه د کينې او کدورته  پاکوي  .
د اختر تر لمانځه وروسته   د اختر د ورځو چاري ځانګړي کيږي او هره کورنۍ  د معمولو دودونو د پرځای کولو لپاره  خپل پلانونه پلي کوي ،  هغه کسان چي د نامزادي  لپاره يې جامې يا د اختر کالي برابر کړي وي  ،  د خسر کور ته د هغه جوړي د وړلو تيارۍ نيسي  ، او د خسرګنۍ  په کور کي هم  د جوړې د راوړلو لپاره د ميلمنو تيارۍ نيول کيږي . په جوړه کي د نامزادي او د هغې  د کورنۍ د نږدې کسانو لپاره  کالي ، زيورات  ، ميوې او  د ماشومانو  د اختر ميلې په نوم  د پيسو تيارۍ هم په پام کي نيول کيږي . د خسرګنۍ   کورنۍ له خوا د زوم لپاره کالي او دهغه د کورنۍ د نږدې کسانو لپاره کالي اوهمدا ډول  د زوم لپاره د اختر هګۍ چي پخې سوي  اوپه بيلا بيلو رنګونو ښکلي  سوي وي ، ورکول کيږي  . په اولسي کلتور کي د هګيو يوه مانا د نسل تداوم او پايښت  ته درناوۍ دۍ . او بله مانا يې د جسمي توانمندۍ زياتوالۍ دۍ ، ځکه  په کليو کي د خواښي  د کور ځانګړي خواړه ، خاګنه يا د هګيو  پخلۍ دۍ .
 په افغانستان کي د اخترونو ميلې درې ورځي پر له پسې تر سره کيږي ، په دې  دريو  ورځو کي ټوله  ماشومان ، ځوانان ، لويان او مشران   په نويوي کاليو کي  ليدل کيږي .  لومړۍ ورځ يې د عبادتونو پر ځای کول اود لويانو درناوي ته ځانګړې وي . په دوهمه او دريمه ورځ د ځوانانو او تنکيو زلمو لپاره په بازارونو او د يوځای کېدو په سيمو کي بيلا بيلي ساعتيرۍ او مصروفيتونه جوړيږي . د سپورت بيلا بيلي لوبي ، د هګيو جنګول ، د نيزې او دورې لوبي ، د اسونو ځعلول  ، نښان ويشتل ، ډبري اچول او د موسم سره برابري نوري لوبي تر سره کيږي ، خو تر ټولو زيات يې د هګيو جنګول او دوره او د ډبري اچولو لوبي دي . په دې ډول د اختر ورځو ته د ښارونو په نسبت د کليوالو ليوالتيا زياته وي  .
راخۍ چي د افغانانو په څير د دې کوچني اختر دود پرځای  کړو .  ميلې  او اتڼونه  جوړ کړو او د تيرو خفګانونو او ناخوالو څخه زړونه پاک کړو . اختر دي تاسو ټولو او ستاسو کورنيو ته نيکمرغه وي .
ستاسو د پاملرني څخه مننه
حاجي امين باوري
بلجيم --  د ات ښار
٢٠٠٧    \    ١٠    \    ١١ 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006