دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
زه وايم دواړه ورک شۍ ( د بابوزي څو شعرونه )

 

زه وايم دواړه ورک شۍ

ته ملامت يې  که هغه ملامت
زما يې کار نشته چي  څوک يادوې
زما  د مړيني لړۍ وشلوه نور
زړه ته مي راشي
چي  شين سترګې اشنا
نه دي غواړم !
 تر لاسنيوي  نه دي تير
نه خودي ژوند راکړ
او نه مي ژوند ته پريږدې
ورځه  ورځه ورکيږه
چي دي مخ ونه وينم !
هو!
بيا مي په خيال کي راشي
 چي ته ورک شې
هغه بل پردۍ به
را له ګريوان څيري کړي 
زما سرتوري به په لښتو وهي
بيا به ترې څوک  وژغورم
چي ښوونځۍ ته لاړ شي
هلته په خپله ژبه
د لوۍ  څښتن  ( ج ) عبادت
او د انسان کرامت
د خپل اولس لپاره
روح د چوپړ او خدمت
زدکړي او وپوهيږي
چي اخرت له توښه
پر دې دنيا جوړيږي !
زه وايم دواړه ورک شۍ !!
چي زما د کلي پيغلي
او زما د غره غرڅني
په خپله خوښه د ژوند لاره خپل کړي !
بابوزئ
04.09.07

د بابوزي 

 پسرلنۍ څلوريځي



سپيره دښته وي راشنه کړي چمنونه
يو تور غر وي پرې راوسپړي ګلونه
مسيحا دۍ چي به هره غوټۍ سپړي
که ، سپرليه دغه ستاښکلي لاسونه
*********************
څومره مينه ور دۍ د سپرلي ماښام
خوند لري ، مزه کليوالي ماښام
شپه چې د صحرا د ګلو بوی راوړي
عطر د ختن ترې هيره وي ماښام
**********************
څه حالات بدل دي څه ګلان وينم
سيل د توتکيو شنه توتيان وينم
هريو په سندروکي سپرلې ستايې
شين بخملي پوښ کي بيابان وينم
*********************
ويښ دي کړم سپرليه په نڅا دي کړم
ښکلي نغمي اوروم رسوا دي کړم
بله معجزه را باندي ونه کړۍ
زاردي کړم ، پتنګ دي کړم بورا دي کړم

-------------------------------------

رخه

ما ته ملا او چړي دواړو ويل

چي د ا پياله او ګلاب  نه دي رښتيا

دغه څو بيلګي  د جنت د ي ګوره

چي پرې غوليږې  دغه ځواني هيلي

ته ترينه ځان ساته او ليري ګرځه !

له مودو وروسته  هغه ملا او چړي

را مخامخ شوه  ، بيا يې وپوښتله

لکه چي پرې دي ښودل ميو ګلاب

اوس به جنت کي دغه ټوله ګټې !

زما خندا راغله او و مي ويل

ای  د منبر او د محراب واعظه

زه خو د ميو او ګلابو سره

کرکه لرم نه يې غواړم   !

دا د جنت په هيله  کرکه نه ده

ما د ګلاب او دپيالې  نه تيښته

د هغي رخي پر بنياد ګټلې

چي مي د يار تر پوزي رسي ګلاب

او چي  يې پياله تر شونډو ورسيږي

د حسادت  په لمبو وسوځيږم

اوس د پيالې او د ګلابه  ځني کرکه لرم !

بابوزئ

03.11.2007

 


 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006