دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په روزګان ولايت کي د دوو تاريخي ډبرليکونو څرک

 

لبکوال  :پوهنوال رسول باوري

 

په روزګان ولايت کي د دوو تاريخي ډبرليکونو څرک

 

مورخين  د بيلا بيلو اخځونو په مرسته  د پخوانيو پيښو رښتني حالات  را بر ملا کوي ، ډبر ليکونه يو له هغو ارزښتمنو منابعو څخه شميرل کيږي چي  تاريخ پوهان او څيړونکي يې د بشپړ ډاډ تر بريده د پيښو او حالاتو د څرګندولو لپاره  کاروي  . د ډبر ليکونو ارزښت او د هغو د پيژندلو په اړه د بيلا بيلو ميتودونو توضح او بيان به په يوه بله ځانګړې ليکنه کي را وڅيړم ، په دې ليکنه کي يوازي موخه د هغو دوو ډبر ليکونو يادونه ده چي د روزګان ولايت په خاص روزګان کي پيژندل شوي ، د څيړونکو تر قلمونو رسېدلي  او په  تاريخي څيړنيزو اثارو  کي کارول شويدي  .

په خاص روزګان کي د شالۍ ناوه هغه سيمه ده چي د روزګان دوه ډبر ليکونه پکښي ساتل شوي او د خاص روزګان د مرکز څخه لس ميله ليري  پرته ده  . د لومړي ځل لپاره د هېواد نامتو مورخ علامه حبيبي د روزګان د دوو ډبر ليکونو په اړه هر اړخيز مالومات په خپل يوه نامتو اثر ( هفت کتيبه قديم  ) کي خپاره او د څيړونکو تر پامه ورسول  .  علامه  حبيبي  نه يوازي دا چي دا دوه ډبر ليکونه  يې د څيړونکو د پام وړ وګرځول ، بلکي هغه يې ولوستل او پر پوهنيز بنسټ يې د هغو په معرفي کولو  کي هر اړخيزي هڅي  کړيدي  .

هغو ارونو او پرنسيپونو ته په پام چي د ډبر ليکونو د لوستلو او پيژندلو لپاره کارول کيږي  ، علامه حبيبي و توانېدۍ چي د روزګان  د ډبر ليکونو ليکدود ،  د ليک ژبه  او پر ډبره حک شوۍ متن ولولي . د څيړنو پايلي وښودل چي د دې ډبرليکونو ليکدود  مات ( شکسته ) يوناني  او  ژبه يې د هفتليانو د مهال  هغه ګړدود دۍ ، چي په پنځمه او شپږمه مېلادي پيړۍ پوري اړه لري . فرانسوي لرغونپوه  پيوار هم د علامه حبيبي په څير دا ډبرليکونه د زابلي پاچا مهراکولا اړوند ګڼلۍ دۍ چي د واکمنۍ پير يې د ٥٠٠ زيږد کالو په شا او خواکي ښودل شويدۍ .

دواړه ډبر ليکونو کي ليکل شوي حروف د بغلان د سره کوتل د ليکني سره ورته او يوډول دي ، د حروفو تر منځ واټن د ( ٥ ) په ډول ليکل شوۍ او د ( Z    ) توري پر سر درې ټکي هم ورکړل شويدي ، خو هغه مات ليکدود چي په روزګاني ډبرليکونو کي ليدل کيږي ، د بغلان په ډبر ليک کي نه تر ستر ګو کيږي . په دې مانا چي د بغلان ډبر ليک توري يوله بله په روښانه ليک او څرګندو کرښو بيليږي ، په داسي حال کي چي د روزګان ډبر ليکونو  کي توري يوله بله سره مښتي  ليکل شويدي .

 د روزګان  په  يوه   ډبر ليک کي لولو چي :   

= :       بګه   –    شاه  –    ځوۍ   –   مهر   -    ماه  –   زميګ 

يا په دې ډول :

= :    بګه   –    شاه  –    زاول    -    مهر  -     ماه    –   زميګ

 

 

د روزګان د ډبرليک څخه د کاپي شوي ليک  يو انځور

که دا ټولي کليمې په يوه جمله کي راغونډي کړونو داسي متن به تر لاسه کړو :

(  بګه شاه  ځوۍ  مهر ماه زمکه )

 او يا

(  بګه شاه زابل  مهر ، ماه  او زمکه )

په اوسنۍ پښتو کي  تر ټولو نږدې تعبير دادۍ چي :

  ( د ځمکي او سپوږمۍ لوئ شهزاده )

 او يا

(  د ځمکي او سپوږمۍ  لوۍ زابلشاه  )

د دې سره -  سره چي په مات يوناني ليکدود ليکل شوۍ دئ ، خو د لوستلو لپاره يې  په بشپړه توګه هغه معيارونه کارول شويدي چي د نورو پخوانيو ليکدودونو لپاره کارول کيږي . د بغلان په ډبرليک کي هر تورۍ په بيل ډول ليکل شويدئ ، چي د لوستلو او په متن د پوهېدلو اسانتيا يې منځ ته راوستې ده ، د نوموړي ډبرليک  لاندي انځور دا څرګندوي چي هغه دوې مميزئ چي د سره کوتل په ډبرليک کي ليدل کيږي د روزګان په ډبر ليکونو کي هم شته چي وړاندي ورته ګوته ونيول شوه  .

 

 

د بغلان د سره کوتل د ډبرليک يو ه برخه

د دې ټکي يادول په کار دي چي د سره کوتل د ډبرليک د لوستلو پر مهال  د لرغونو ژبو دويش پر ډولونو زيات پام نه دۍ ساتل شوۍ ، د هغو ورستيو څيړنو پر بنسټ چي د رباطک ډبرليک په اړه تر سره شويدي ، دا په ډاګه کوي چي د بغلان ډبرليک او د رباطک ډبرليک دواړه په يوناني ليکدود ليکل شوي ، خو ژبه يې منځنۍ پښتو او دري ده . د همدې اصل پر بنسټ د روزګان ډبرليک ليکدود هم  يوناني او ژبه يې منځنۍ پښتو ده . 

اوس دا پوښتنه منځ ته راځی چي د دې ډبرليکونو په متن کي ياد شوۍ  ( زابلشاه )  او يا(  شاځوۍ ) څوک دۍ ؟  په پراخه کچه يفتليان   اوپه سيمه ايزه کچه زابل شاهان  د افغانستان په تاريخ کي يو خورا مهم او د زيات پام وړ مهال دۍ . يفتليانو د کوشاني پاچاهانو ورستيو واکمنانو ته ماته ورکړه او خپله واکمني يې د کوشاني امپراتورۍ پر يو شمير سيمو د څه ناڅه  څلورو سو کالو لپاره   وساتل .  

انګليسي مورخ سر اولف کارو په دې باور دۍ چي يفتليان د منځنۍ اسيا څخه د سهيل په لور را خوځيدلي او په درې سوه شپيته زيږد کال يې د کوشانيانو واکمني پاې ته ورسول او د ساسانيانو سره  تر درنې جګړې وروسته د خپلو سيمو دفاع ته اړ سول ، دې قبيلو زيات شمير بودايې ودانۍ ړنګي او د لمر نمانځني عبادت ځايونه يې ودان پريښودل ، هغه وخت چي يې د واکمنۍ پراخه امپراتوري  په وړو وړو سيمه ايزو واکمنيو واوښتل بيا يې د عربي مهاجمينو په وړاندي لږ تر لږه دوې پيړي پر له پسي د دفاع سنګرونه تاوده  وساتل .  په دې  پيړيو کي تر ټولو نامتو عرب قوماندان چي د زابلي او رتبيلي پاچاهانو سره يې په بيلا بيلو وختونو او حالاتو کي ، يادمځکي د لاندي کولو او ياهم د باج او خراج د تر لاسه کولو په نيت جګړې کړيدي ،  عبيدا لله بن ابي بکر ( ٦٧١ زيږد کال )  عباد  بن  زياد  ( ٦٨١ زيږد کال)  اصفح  بن  عبدالله  (  ٧٤٧ زيږدکال )  محمد بن قاسم  يادولای شو .  

علا مه حبيبي د يفتلي پاچاهانو او يو شمير پښتني قبيلو د نومونو تر منځ د ورته والي په اړه  د هر اړخيزي څيړني وروسته داپايله  تر لاسه کړيده چي ، د هيپتل کلمه د پښتنو قبيلو د ابدال د نوم سره چي د پښتنو يو  لويۍ ټبر دۍ ،  ورته والۍ لري ،دا ورته والې د ژبني ارونو د ادلون بدلون سره برابردۍ . يوه بله داسي بيلګه د پښتو غلجۍ د عربي خلجۍ اود  درې غلزۍ دۍ ، چي  په ژبنيو څيړنو کي يې د يفتليانو سره اړيکي جوتي دي  .

په دې ډول د شک پرته ويلای شو چي د رزګان ولسوالۍ په شالۍ ناوه کي د يفتلي پاچا مهراکولا د دوو ډبر ليکونو کشف او د هغو لوستل د دې ټکي ښه  او څرګند ثبوت  دۍ چي روزګان د افغانستان په تاريخ کي د خورا مهمو واکمنانو لپاره د زيات ارزښت وړ سيمه وه .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006