دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
زه او هغه

 

بابوزئ
هيلي
چي تر منزله رسېدلای هيلي
پر له پسې پوره کېدلای هيلي 
بيابه نيکمرغه وسرلوړي  به و
 په مينه  مينه غوړېدلای هيلي
څه به لږ شوي وای د چا له ډيرو
چي په خندا بشپړېدلای هيلي
زه به  همدا  هيله  تر تا درليږم
کاشکي چي تا هم څه منلای هيلي
 دبابوزي  هيلي له هر چا پټي 
خوله تا نشي پټېدلای هيلي

 

بابوزئ

زه او هغه
زړه مي چي غواړي هغه نه راکوي
چي  يې څه خوښه وي هغه  راکوي
دې يارانې ته به  څه نوم ور کوم
مانه  چي ټول وړي اوڅه نه راکوي
زه د رښتيني دوستۍ دود پالمه
هغه وهل د سر او زړه راکوي
دې ړندې شوي دنياګۍ ته ګوره
غوښه د خپلو مو په خوله راکوي
د بابوزي توبه له دې ملګرو
زوم له  تابوت چي په واده راکوي 

 

اغيزمن اواز

 

هلته مي تنده په شعرو ماتېدل

چي توره شپه په زمزمو ماتېدل

 

د انتظار او تلوسې شېبې به

د شومه دم  په انګازو ماتېدل

 

څه خوندوري دي هغه خاطرې

هسک دېوالونه په شعرو ماتېدل

 

د حافظ بيت به راته فال ووايه

د سعدي نهي په توبو ماتېدل

 

د ګنجوي د شعر پټ را زونه

د بسم ا لله په اورېد و ماتېدل

 

د مولانا واړه جوړ شوي  توکي

د لوئ څښتن پرلوري تلو ماتېدل

 

ها د خواجهء انصار ټول رنځونه

ذات اقدس ته په سجدو ماتېدل

 

يوخواته شعر بل حکمت د اواز

لکه  چي  نقل  به  پر  زړوماتېدل

 

په اغيزمن ږغ د اکرم عثمان به

ډبرين زړونه په بېتو  ماتېدل

 

د بابوزی  روژه تر نيمو شپوه وه

چي  د عثمان په زمزمو ماتېدل

 

 

 

  چار بيتیها

 

چه زمزمه های دلنشين را از تو شنېدم

هم ز جهان  هم ز برين را ازتو شنېدم

نرفت ز حافظه ، ان  خيالات بهشتی

ان لسان الغيب شرين را از تو شنېدم

 

ز لوح  خيال بزدودی غمهای بېکران

عزيز شنوېنده ګفتی حرفهای  پنهان

يکی مژده رسېد که غم نخواهد ماند

ز ګنجوی فرمودی ان کلمه رحمان

 

ريا ضت را طريق وصلت  ګفتی ،اموختم

بنی ادم را اشرف خلقت ګفتی  ،اموختم

مرا حافظ وبېدل و ابوالخېر کاری نبود

انچه که ګفتی  انرا حجت ګفتی ، اموختم

 

نشنيدم شعر، بس ترا شنيده رفتم

شب تا زمزه ها لحظه به لحظه رفتم

از صوت دلنشين اکرم عثمان بود

هرچه را شنېده انرا ياد ګرفته رفتم

 

په درنښت او ادب

بابوزئ

  

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006