دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د افغانستان يوه ماقبل التاريخي ټاپه

ليکوال :  Door.Bakker
ژباړونکۍ  : رسول باوري

                                                    د افغانستان يوه ماقبل التاريخي  ټاپه

د مېلادي  ١٩٧٧ کال يوه مياشت په افغانستان کي وګرځیدم ، ډير ژر راته څرګنده  شوه چي  په دې هېواد کي  د بيلا بيلو کلتوري مر حلو او لرغونو پيښو څرک پيدا کېدای شي . که د بيلګي په توګه د هډې معبد  چي په دوهمه ميلادي پيړۍ پوري اړه لري ، په نظر کي ونيسو په هغه کي به د نړۍ  نامتو  ګريک – بوديک ګندهارا يې  معبد پيدا کړو . که د تاشقرغان  ( خلم )يو وړوکۍ کلۍ چي پر را ګرځېدلي  پخواني ديوالونه ( حصار  ) يې لا تر اوسه څرګند دۍ . يو لرغونۍ ښار بلخ هغه چي ستر سکندر د خپلو يوناني لښکرو سره په کښي اوسېدلۍ ، او له هغه ډير وروسته بيا چنګيز د خپلو ورانونکو ځواکونو سره په يوه لويه جګړه کي د ښار ( بلخ ) د پوره ورانېدلو ، وروسته بريالۍ شو . او نوري داسي تاريخي پيښي يادولای شو .
په زرګونو کاله پخوا هغه وخت چي د ميلاد وړاندي  څلورمه زريزه پيل شوه ، ور سره سم  يو نوۍ کلتور د ودي او غوړېدلو په حال کي را څرګند شو يدۍ . ( د هغو څيړنو پر بنسټ  چي په ١٩٤٩ مېلادي کال تر سره شويدي  ) په دې اړه د افغانستان  د ماقبل التاريخ  دورې د هغي ټاپې په تفصيل يادونه کوم چي  د ډبري څخه جوړه شوېده .  د يادوني وړ بله خبره دا ده چي ټول اخځونه په متن کي د شمارې په ډول ښودل شوي او په پای کي  يې پوره پيژندنه هم شوېده .
د افغانستان په شمال کي  ( Lapis lazuli    )  لاجوردي کاڼي
اوس به د هغي ډبريني ټاپې په اړه خبري وکړو چي د بلخ ښار څخه تر لاسه شوېده . بلخ د افغانستان په شمال کي هغه لرغونۍ ښار دۍ چي اوږد تاريخ لري په خاصه توګه د دې ډبريني ټاپې تقريبي  تاريخ د ٣٠٠٠ درې زره کاله څخه تر دوه زره کاله پخوا تر ميلاد اټکل شويدي . په دې دوره کي  زياتي ډبريني ټاپې  کارول شوي  او د ميلاد څخه دوه زره کاله وړاندي  د برونزو څخه جوړي شوي  ټاپې  هم په همدې  ځای کي په کار وړل شويدي . همدا شان د افغانستان په شمال کي يو بل ولايت چي بدخشان نوميږي د دروزرو کالو پخوا تر مېلاد اړوندو زمانو پوري د  (  Lapis lazuli  )   اثار په زياته پيمانه تر لاسه شويدي . دغه ابي رنګه قيمتي ډبري د يوې تجارتي متاع  په توګه د يوې پراخي سيمي چي د ميزوپوتامياڅخه پيل کيږي بيا تر پخواني اندوس يا اوسني پاکستان پوري  په زياته پيمانه پيداشويدي  ، چي په خپل وار په دې لويه حوزه کي  د يو غني او بډای کلتور د ودي څرګنده ونه کوي . د دې يو له بله ليرو سيمو او د زيات واټن سودا ګري  مسلما د افغانستان شمالي برخي هم په بر کي درلودې . او د دې بډای کلتور څخه برخمن  او متاثره شويدي . په هر حال د اندوس د بډای کلتور ( د ٣٠٠٠  څخه تر ١٥٠٠ ميلاد وړاندي کالونو  ) نښانې او تاسيسات د هغو لرغونو زمانو په پاته شونو کي چي د شهر توغي  څخه د لرغونپوهانو په وسيله را پيدا شويدي ، په زيات قوت محسوس دي . ( شهر توغۍ د افغانستان په شمال ختيځ کي يوه لرغونې سيمه ده ) په دې تر تيب د افغانستان يوه مشهوره او نامتو برخه د دې اوږدې لاري چي په هره برخه کي يې  لاجوردپه سترګو کيږي  ، شميرل شوېده . ( A34,D111,121J 14,100  )
سوري سوي  يا کيندل شوي  ډول ډبرين مهرونه
دا يو مهر د (    Staatiet  ) ډبري څخه جوړ شويدۍ . د ډبري دا ډول پخوا کارول شوي او هم د اور په زياته تودوخه کي ايښودل شويدي . ( B84,316,G188     ) دا مهر دايروي سطحه لري چي حکاکي شويدئ . د محيط قطر يې (  ٨،٤ ) سانتي متر ه ته رسيږي د لاس نيولو له ځايه څخه بيا د بغل يا غاړي تر پورتني برخي پوري ټول  جوړښت يې په يوه ډول دوام موندلۍ دئ  او هم په يوه دايروي طناب کي د پورته او کښته تللو راتللو وړتيا لري ( D 222     )  د دې مهر پر سطح ( مخ ) باندي ٧٣  دري اويا وړې کندي ليدل کيږي ، ښايې دا وړې کندي د يوه ماهر تن  له خوا په داسي  غار جوړونکي وسيلې    Drilbaar       چي برمې ته ورته وسيله ده جوړ شوۍ وي   . د لرګيو برمه شوي ټوټې او برمه شوي هډوکي داسي جوړ شوي چي په يوه طناب کي د پورته او کښته تللو وړتيا لري  . د دې سره يو ځای ريګي ډبري ، تيز او تيره شوي  کاڼي او لغوړني اوبه هم موجودي وې ( E 49     ) برمه شوي هډوکي چي د انحنايې چړو څيره يې درلوده او هم د ارې په څير قطعه شوي هډوکي ، نوک تيزه وسايل  او څلور کونجه ( مربع ) ډبريني قطعې په برمه شويو کندو کي ځای پر ځای شويدي .  (  J   103       ) برمه شوي ځايونه داسي ليدل کيږي ، چي ښايې دوه ځله کارول شوي وي . لومړۍ ځل کيندل شوي ځايونه  ددوو ملي مترو په اندازه او بيا دهغه  ځای په پخوانۍ کنده  د ٤ څلور ميلي مترو په اندازه برمه شوي او کارول شويدي . لکه چي ليدل کيږي د ا برمه شوي  مهرونه  د ميراثي سوغات په توګه د خپل جمعيت په منځ کي کارول شويدي . د دې مهر ترڅنګ نور برمه شوي  شيان هم تر لاسه شويدي ، ښايې په ورستي وخت کي د مهرونو يوه ماهر  دا مهر د نورو شيانو څخه را بيل کړۍ وي  ، چي بيا يې د يوې نوک تيزي وسيلې په مرسته ( ښايې سمبې ته ورته وسيله ) د حکاکۍ په ماهرانه تخنيک جوړ کړۍ وي . ( D  223,100       )

                                            

                                     
په دې مهر کي په برمه جوړ شوي کندي داسي بريښي  ، چي د قالب کار ورڅخه اخستل شوۍ وي  .  ( عکس ته وګورۍ ) مهر د خپل منځنۍ نقطې څخه په شپږو برخو ويشل شوې يوه دايره ښئ  ، دا شپږ برخي په حقيقت کي د يوه مرکز څخه د شپږ   ، وړانګي ليږونکي قدرت تمثيلوي  . دا سمبول په نړۍ کي د لمر  د وړانګي  ژوند بخښونکي  توان او وړتيا څرګندوي . مهر د يوه سمبول په توګه ګردۍ او دايروي جوړ شويدۍ ، چي د ننه مخ يې هموار  ( مسطح  ) او په دواراني شکل  داطرافو څخه مرکز ته ګردۍ جوړ شويدئ . سبربيره پر دې  د مهر صيقل شوۍ مخ  د يوه داسي څرخ څيره لري چي د لمر په مرسته د نړۍ د پر له پسې ودي  او د کال  د فصلونو د څرګندولو نښي څرګندوي .
بې پرې او پره لرونکي ګردي څرخونه ، د لمر تمثيل
د درې زره څخه تر دوه زره کاله وړاندي  تر مېلاد دورو کي دا ډول مهرونه جوړ شوي او کارول شويدي . ( D  221,255   ) دا دايروي صفحې ته ورته يوه کلکه ډبره ده چي تر اوسه نسبتا  سالمه تر لاسه شوېده . دا ډول سختي ډبريني  دايروي حلقې د ميلاد څخه درې زره پنځه سوه کاله پخوا جوړشويدي ، ولي د دې حلقو دندانې يا پرې چي د همدې صفحې په اندازه دي . د ميلاد څخه يو زر او پنځه سوه کاله پخوا جوړ شويدي . ( E  79,125,125,126      ) په مهرونو کي دا پرې يا دندانې کېدای شي يوازي د حلقې د ښايست لپاره نه وي جوړ شوي . په هر صورت تر اوسه دا منل شوې چي د لمر د وړانګو د خپرولو سمبول دۍ .
دا شپږ نوري وړانګي خپرونکي سره يوځای وصل او مښتي دي . ، چي په حقيقت کي يو خاص تصوير يا فيګور ښئ چي د نورو څلورو وړانګو خپرونکو سره د ضرب  او يا صليب د علامي په ډول څرګنديږي  . دا د ضرب علامه د تاريخ وړاندي زمانو کي غالبا د ژوندانه د وني  د سمبول په توګه پيژندل شوېده ، چي د جنت او مځکي په منځ کي د يوه خاص موقعيت د پوهېدلو لپاره کار ځني اخستل شوې دئ .  (C  45    )  او نور پنځه وړانګي خپرونکي په زيات دقت او سختۍ سره داسي جوړ شوي چي  ساحه يې په برابره اندازه  ( مساوي ) وېشلې ده ، چي هلته يو بل د شپږو وړانګو خپرونکۍ فيګورپه لاس راکوي .  دلته زما په نظر يوه رښتينې خبره داده چي ورستۍ دايروي حلقې د زرکاله وړاندي  تر ميلاد جوړي شوي او پخواني څلور دايرې يې په پنځو نه بلکي په شپږو عوض کړيدي . ( E  152      )
همدا شان په سواستيکا (  Swastika     )  (   په سانسګريت  کي د ضرب نښانې يا صليب ته وايې . ) کي هم په زياته پيمانه د لمر دا ډول سمبولونه ياد شوي او ليدل شويدي . (     C  165    )  د هغو د بغلي اړخونو د ضرب يا صليب  نښانه په څرګنده توګه  د (( ژوندانه ونه )) سره توپير لري . دا بغلي صليبي نښانې په هم هاغه ډول چي پخوا و ويل شوه دايروي حلقې دي او د لمر سمبول څخه يې وده کړېده . په هغو کي هم فصلونه مالوم دۍ او ژوند پکښي تمثيل شوۍ دۍ .  ( F  18,22    )
هغه مهرونه چي د اندوس د کلتور څخه تر لاسه شويدي ، دا څرګندوي چي شپږ د لمر وړانګي خپرونکي  د يوې دايرې  په دننه کي موجود  دي  ، چي په غالب ګمان يو د بل سره په پيوند کي د دريو لويو ښکرونو څخه جوړ شويدي .  ( G   186,265     )  او د مصر په  لرغوني کلتور او هم د سومريانو په کلتور کي د ښکرونو شته والۍ د کرهڼي د محصولاتود زياتوالي لپاره  کارول شويدي  .  هغوۍهغه نر غوايې چي لوۍ ښکرونه به يې درلودل ، دکرهڼي لپاره د ښه سمبول په توګه پيژندل . په دې خاطر چي د زراعت او کرهڼي محصولات يې زيات شي  نو د مارچ په مياشت کي ، چي د غوايې د تولد ستورۍ وو ، د غوايې لپاره شاعرانه بيتونه ويل . د غوايې د عبادت يا احترام او ارزښت په اړه دا ترانې په سومري کلتور او هم د اندوس په کلتور کي موجودي وې . همدا شان دا ډول اثار د افغانستان  په شمال  داشي ( Dashis     )  (   ښايې دانوم دشلي وي  * ژباړونکۍ  ) کي د سپړنو په نتيجه کي تر لاسه شويدي . ( G  176,177     )
د مېلاد څخه اوه زره کاله پخوا تاريخي خاورين توکي  
د مېلا دڅخه اوزره کاله پخواهم په لوېديځه اسيا کي خاورين مهرونه کارول شويدي . په يوه ټاکلې سيمه کي هري کورنۍ ځانته مهرونه درلودل ، دا ډول مهرونه به د بدن پر پوستکي او يا د کاليو پر مخ د نښانې په توګه داسي ښکاره کېدل چي ګويا د کورنۍ ځانګړې علامه او يوه وګړنۍ عقيده ده .  (  I  18,19   ) د مېلاد وړاندي شا وخواڅلور زره کاله لومړۍ په ميزو پوتاميا  کي ډبرين مهرونه په کار وړل شويدي . دا ډول مهرونه په مکرر ډول د عبادت په ټاټوبو کي تر لاسه شويدي  .  ( G   191    )
د مهرونو دا ډول د اړيکو د ودي ، د اقتصادي او ادارې چارو لپاره اړين ګرځېدلي وه . د دې مهرونو ټاپې درې زره کاله پخوا تر ميلاد په دايروي شکل جوړ شويدي . دا هڅه په ميزوپوتاميا کي د ستورو پيژندوني په اړه يو ارزښتمن پر مخ تګ ګڼل شويدئ . (  E   71,75,77,80    )
د ميلاد څخه درې زره کاله پخوا نه يوازي د ميزو پوتاميا په سومري کلتور کي  ، بلکي د ټولي ساحې د وړوکي اسيا د حوزې څخه بيا تر اوسني پاکستان پوري  ( د اندوس کلتور   )  او د هغو په شا وخوا سيمو کي چي د ښارونو په شکل کانالي سيستم ، مرکزي ليږدونکي ادارې يې درلودې ، هغوۍ  د ليرو او پراخو سيمو د سوداګرۍ د کنترول او د دولتي اسنادو د رښتني ثبوت لپاره دا ډول مهرونه استعمال کړيدي ، له دې جملې سيمو بر سيره  چي يادونه يې وشول ، د افغانستان د بيلا بيلو سيمو څخه هم  په زياته پيمانه دا مهرونه  او د هغو په وسيله ټاپه شوي  اسناد تر لاسه شويدي . ( G   119,120,123,127     )
په دې تر تيب ويلای شو چي تر ټولو پخوانيو مهرونو د ځان سره ديوه عقيدتي  يا مذهبي سلوک څرک هم  را ليږلۍ دۍ  (  D  296      ) په پخواني کلتور کي د پلار او زوۍ تر منځ  د رښتيني نښي په توګه  او هم د يوې اشرافي او معتبري کورنۍ د پيژندلو د وسيلې په توګه  کارول کېدۍ . ( H   14,44,53     ) که چيري پورتنيو مطالبو ته چي د يوه مهر په اړه ياد شول پوره ځير شو د افغانستان د لرغوني کلتور په اړه هغه ارزښتمن معلومات دي چي د مېلادڅخه څلور زره کاله وړاندي د همدې سيمي د  اوسېدونکو په منځ کي معمول وو . دا په حقيقت کي لومړنيو اوسېدونکو درلودل ، ښايې يو څوک و وايې چي څلور زره کاله وړاندي هم همدا اوسني  اوسېدونکي همدلته ميشت وه .


اخځونه :
A----  Afghanistan. Nicod M.R 1985.
B ----  Stenen en Minralen . Schuman.W.1989.
C -----  An Illustrated Enczclopaedia Traditional Szmbols Cooder J.C.1989.
D ----- Die kunst des Alten Afghanistan Sarianidi V. 1986 .
E ------ Techniek in Oudheid . Hodges .H.1973 .
F ------ The book of signs .Koch.E.1955 .
G ------ Oude culturren in Afghanistan Berghe .Vanden L. 1955.
H ------ History of Ancient India Bahattarchariee .A. 1979 .
I ------- Alte Siegelkunst des vorderen orients .Brenties . E. 1985 .
J ------  First Tmpresslons .Cvlinder Seal in the Ancient Near East.Collon. J.D.1987.
              

    
  يادونه :
دا مقاله د هلند هېواد په (  A.P.A.N.   ) نومي مجله کي چي بشپړ نوم يې
 ( Aktieve Praktijk Archeologie Nedeland    ) دۍ د ١٩٩٧ ميلادي
 کال په شپږمه ګڼه کي خپره شوېده .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006