دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
خدای بخښلۍ استاد ژواک چي ما پيژانده

 

ليکوال : حاجي امين باوري 

                                                خدای بخښلۍ استاد ژواک  چي ما پيژانده  

 زما او د خدای بخښلي ژواک  تر منځ له هر اړخه زيات توپير وو ، هغه مهال چي  مو مخامخ پيژندګلوي وسوه  ، هغه مشر او زه کشر ، هغه استاد او زه مبتدي  ، هغه نوم وتۍ ليکوال  او زه لوستونکۍ ، او په دې ډول زيات توپيرونه وه ، خو د دې ټولو سره – سره  هغه مرحوم به پر ما د نيوکو او يا لارښونو پر مهال داسي چال چلند کاوه چي ته وا ، زما ملګرۍ او يا همزولۍ دۍ  .  په کلتوري هڅو کي  زما داسي لارښود وو چي  هم يې  زما تيروتني را ته په نښه کولې او  هم  يې   د  سمون لاري  چاري  راښودلې  .  دهغه  سره  د هري  ناستي  او مجلسه  مي  هم خوند ا خستۍ  او هم مي  زده کړه کول  .
موږ به د سلام ملي جريدې  په کار خونه کي سره ليدل ، هغه ورځ چي به خدای بخښلۍ ژواک صاحيب  زموږ دفتر ته راغۍ ، د نوروخپلواکو جريدو او مجلو مسولين او اړوندانو به هم د ادبي بانډار لپاره  رامات شول ، د((  يا حق )) جريدې مسول  ښاغلۍ محسني ، د پلوشې جریدې مشر ښاغلۍ شازمان اوريځ  ، د شوخک  طنزي مجلي مشر ښاغلۍ عزيز مختار، د ازادۍ جرېدې مشر  سخي غيرت  او نور به د مرحوم ژواک  سره دڅه  ويلو او يا څه اوريدلو لېوال وه  . د استاد د شتون له برکته به د  ادبي نثر او شعري نړۍ په اړه د خبرو او ويناو داسي محفل به جوړوو چي  هر ليدونکي به د يوه ادبي کنفرانس او علمي ادبي غونډي خيال کاوه .
هغه مهال  چي زه يې  تاسو ته د خاطرو په توګه يادوم  ،  په افغانستان کي د ازادو او خپلواکو خپرونو هغه لړۍ پيل شوې وه چي د زياتو څيړونکو په اند  په هيواد کي د د مکراسۍ د لسيزي  دوام ګڼل کيږي .  د دموکراسۍ د لسيزي  پر مهال  ( ١٣٤٣ لمريز کال  )  زموږ په هيواد کي  د ازادو مطبوعاتو او خپلواکو  خپرونو لومړۍ پړاو  پيل شو ، هغه مهال د هيواد يو شمير روڼ اندو د خپل وخت  د اساسي قانون په رڼا کي سياسي ، ټولنيزي او خپلواکي خپروني پيل کړې  د بيلګي په توګه  د مولانا خسته تر مشرۍ لاندي د وحدت جريده ، د علامه رشاد تر مشرۍ لاندي د مساوات ، د مرحوم کشککي تر مشرۍ لاندي د کاروان  ، د دکتور نوين تر مشرۍ لاندي د ترجمان جرېده اوهمدا شان  د خلق ، پرچم ، شعله جاويد  ګهيځ  او نوري خپروني  يادولای شو . چي زموږ د هېواد په تاريخ کي  ځانګړۍ  باب ګڼل کيږي . ( دلته زما سره د هغه مهال د خپلواکو او سياسي خپرونو د نومونو ليک لړ سته چي ګرانو حاضرينو ته يې  په لنيه توګه د خپروني نوم او دمسولينو نومونه را يادوم :  

              په افغانستان کي د خپلواکو خپرونو ليکلړ د ١٩٦٦ زيږد کال څخه تر ١٩٧١ زيږد کال پوري

         د خپروني نوم             د امتياز خاوند                  مسؤل مدير                          د خپريدو کال
                و حدت               مولا نا خسته             مولا نا خسته                     ٣ جنوری   ١٩٦٦ ميلادي
            پيام امروز                غلام نبي ناصر          عبدالروف ترکمن                فبروری    ١٩٦٦ ميلادي
           افغان ملت                 غلامحمدفرهاد           قدرت الله حداد                 ١٠ اپريل ١٩٦٦ ميلادي
                  خلق                  نورمحمد تره کي            بارق شفيعی                    ١١ اپريل   ١٩٦٦ ميلادي
                  مردم                  سيد مقدس  نګاه     غلام محي الدين تفويض          ١١ مۍ    ١٩٦٦ ميلادي
              مساوات                عبدالشکور  رشاد       محمد رحيم الهام             ٢٦ جون   ١٩٦٦  ميلادي
            پيام  وجدان           عبدالروف ترکمن           عبدالروف ترکمن             ٢٤   مارچ  ١٩٦٨ ميلادي
                 پرچم                     سليمان لايق                  سليمان لايق                ١٤ مارچ    ١٩٦٨ ميلادي
              صدای عوام            عبدالکريم فروزان           عارف صنفي                 ٢٧  مارچ   ١٩٦٨ ميلادي 
          شعله جاويد                    رحيم محمودي                  محمودی               ١٤ اپريل  ١٩٦٨ ميلادی
              ترجمان                        دکتور نوين                 علی اصغر شير             ١٨  اپريل ١٩٦٨ ميلادی
                  صبا                       غلام نبی خاطر              خاطر                           ٨  مۍ ١٩٦٨ ميلادی
                 کمک                   محمد يعقوب کمک               کمک                    ١١ اګست ١٩٦٨ ميلادی
              کاروان                     صباح الدين کشککی      عبدالحق واله              ٢٤سپتمبر١٩٦٨ميلادی
                 خيبر                        محب الرحمن هوسا              هوسا                    ١٠ اکتوبر١٩٦٨ ميلادی
            ګهيځ                           منهاج الدين ګهيځ             ګهيځ                     ١٣اکتوبر ١٩٦٨ ميلادی
              پروانه                            امان الله پروانه                پروانه                    ٢ دسمبر  ١٩٦٨ ميلادی
               هدف                     غلام محمد اور مل           محمد رحيم مهربان             ١١دسمبر١٩٦٨ميلادی
 جبهه ملی                                عبدالرب اخلاق                      اخلاق                 ١٣ديسمبر  ١٩٦٨ ميلادي

زموږ په هېواد کي د ازادو مطبوعانو او خپلواکو خپرونو دوهم پړاود داکتر نجيب الله  د واکمنۍ پر مهال  پيل شو ، دا ځل بيا يو شمير هېواد پالو  د هغه وخت د اساسي قانون  تر چتر لاندي  د خپلواکو خپرونو چاري پيل کړې  . په دې پړاو کي د وطن  د واکمن ګوند د خپرونو تر څنګ يو شمير  ځانګړو سياسي ګوندونو  هم خپروني درلودې ، چي د سياسي موخو لپاره ګمارل کېدې ، خو بل خوا داسي خپلواکي خپروني هم وې چي  د وخت واکمن حاکميت ته يې د نيوکو ،  سياسي ، او حقوقي چيلينجونو ډګر تود ساتلۍ وو . د خپلواکو خپرونودو هم پړاو  د ١٣٦٧ کال څخه بيا تر ١٣٧١ لمريز  پسرلي پوري  پر له پسې وساتل سو  .
د دوهم پړاو د خپلواکو خپرونو دوام د هېواد د روڼ اندو او نامتو ليکوالو د مرستي او ملاتړ پرته  خپل پايښت او ژوند ته دوام نه سو ورکولای ، يو له هغو روڼ اندو ليکوالو څخه خدای بخښلۍ ژواک وو چي هم يې په خپلو ليکنو او مقالو د خپلواکو خپرونو ملاتړ کاوه او هم يې د خپلو ارزښتمنو تجربو او لارښونو په مرسته  چي د دموکراسۍ د خپلواکو خپرونو د پړاو څخه يې  درلودې  ، د دوهم پړاو د خپرونو ژوند او هڅو ته توان بخښۍ . هغه ورځ مي نه هيريږي چي مرحوم ژواک دسلام جرېدې دفتر ته راغۍ او په ډيره خوشالي يې ددفتر حاضرينو ته مبارکي و ويل او دا مبارکي د هغه مضمون د خپريدلو له امله وه چي په سلام جريده کي د ( د نجات ورځ او د سياسي بنديانو برخليک ) تر نوم لاندي خپور سوۍ وو . د دې خاطرې د نه هيرېدلووجه دا ده چي د همدې مضمون د خپريدلو له امله د هغه وخت جمهوري رياست د مطبوعاتو ادارې له خوا د همدې مضمون د سپيناوي په اړه هغه دفتر ته د سلام جرېدې مسول چلونکۍ او د دې ليکني ليکوال غوښتل سوي وه . په ليکنه کي دې ټکي ته اشاره وه چي که د روسي پوځونو ورځ د نجات ورځ وي هغه کسان چي د دې پوځونو د ويستلو لپاره يې مبارزه کول هغوۍ ته بايد د هېواد د ناجيانو او ژغورونکو لقب ورکړل سي . په هر صورت خدای بخښلي ژواک هغه منطق په خپلو خبرو لا غښتلۍ او د ليکني پر رښتينولي يې د بشپړ تائېد ډاډ څرګند کړ  .  

زما لپاره د مرحوم ژواک هره وينا د يوه نالوستي کتاب  د يوه مهم فصل  زده کول وه  . اوځانګړي لارښووني به يې زما لپاره  د ورځنيو فرهنګي کارو د تر سره کولو په لار کي  د لارښوني بشپړ لوست  وو . ما ګمان کاوه چي هغه زما د روزلو او هڅولو لپاره يوه ځانګړې پاملرنه کوي  ،  ځکه به مي زيات وخت د  استاد د راتلو لار څارل ، د هغه د راتلو مهال څرګند نه وو ، خو د خپلو کارونو لپاره به يې  مهال ويش د ځان سره درلود .  زه به د يوې خوا  د استاد راتللو ته په خوشالۍ  سترګي په لار وم اوله بله اړخه  به د خپلو تيروتنو د رايادولو انتظار ريږدولم .  استاد همداسي وو . هم به يې د تشويق او هڅوني مورال راکړ او هم به يې تيروتنو ته متوجه کولم . دا د خدای بخښلي ژواک د ښوونيز کرکتر ځانګړۍ ميتود وو .
زه  د خدای بخښلي ژواک سره د اړيکو پاللو ته  ځکه  هوډمن او ژمن وم چي د سلام جرېدې  د ادبي برخي د پر مخ بيولو چاري  را سپارل شوي وې ، او زه تر هرچا زيات د مرحوم استاد ژواک لارښونو ته اړ وم . له نيکه مرغه مرحوم ژواک هم  د فرهنګي چارو سره زما ليوالتيا ته په پام هڅولم ، او ماته يې د اړينو لارښونو دريغ  نه کاوه . همدا پر له پسې اړيکي او د مرحوم استاد ستر تيا او پر مطبوعاتي کړيو د استاد ژواک معنوي بري د دې اړتيا منځ ته راوړل چي د سلام جرېدې او اړوندانو له لوري هغه وستايل سي  او وړ قدر يې وسي . په دې توګه هغه ته د يوې درنې علمي او ادبي غونډي په ترځ کي چي د دولتي مطبعې  اړوند ودانۍ په تالار کي جوړه شوه ، د بديع الکلام لقب ورکړل شو . او له هغه وروسته به زياتو خپرونو  د بديع الکلام څيړنمل محمدين ژواک تر نوم لاندي   د هغه مرحوم ليکني او مقالې خپرولې .     
ما د استاد ژواک څخه  د مخامخ پيژندګلوۍ په لنډ مهال کي زيات څه زده کړل  . استاد به  په وار وار  دخپل مجلس ګډونوالو ته ويل  چي  : د انسانانو تر منځ توپير نه سته ، دا  کلتور او دستور دۍ  چي يو او بل  سره بيلوي  او يا يې  يوځای کوي  . استاد نه يوازي دا چي دا ويل ، بلکي باور او عمل  يې هم همداسي وو . د هيچا سره يې د نفاق لمن نه نيول ، د نورو په شخصي چارو يې کار نه درلود ، خو بل چاته يې هم حق نه ورکاوه چي د ده په شخصي کارونو ولګيږي . د عامه نظم ملاتړ يې کاوه ،  خو د شخصي خپلواکۍ کلک پلوي  وو . د کلتور او فرهنګ د ودي او پراختيا سره يې مينه دومره زياته وه چي هم دځان قربانۍ ته تيار وو او هم يې نور هېوادوال د  فرهنګي  پراختيا په لار کي قر بانيو منلو ته هڅول . هغه به د فرهنګ داسي وده  او پراختيا غوښتل چي د نويو بدلونو او پوهنيزو اوښتونو سره  سمون ولري ، د ټولو هغو خرافاتو پر وړاندي يې بېدريغه ويناوي کولې چي د دود او دستور تر نوم لاندي د پرمختګ  خنډ ګرځېدل . زما له انده د مرحوم استاد هغه فکري ليد لوۍ  نه يوازي د هغه مهال لپاره بلکي د اوس او راتلونکو نسلونو لپاره د منلو او پاللو وړ دي . زه په  دې  باور يم چي  مرحوم استاد ژواک  د افغانستان  شتمني وه او  په ټول هېواد پوري اړه لري  ، ښه به دا وای چي د افغانستان اوسني کلتوري چارواکو د استاد لسم تلين نمانځنه کړې وای  ، داچي اوسنۍ غونډه د مرحوم استاد د کورنۍ د غړو له خوا  او په اروپاکي د کلتوري ټولنو د ګْب جرګه ګۍ په مرسته جوړه شوېده ،  زه هم د مرحوم استاد د کورنۍ غړو او هم  په اروپا کي د کلتوري ټولنو ګډي  جرګه ګۍ دې زيار ته په درنه سترګه ګورم  ، او دعا کوم چي : الله ( ج ) مرحوم استاد ژواک ته فردوس جنت نصيب  او  افغان اولس ته دا توان ورکړي چي د خپلو وياړونو درنښت  پرځای  او د نويو وياړونو جوګه سي .
ستاسو د پاملرني زياته مننه 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006