دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
لرغونپوهنه د پوهاند داکتر زيار څيرمه څيړنيزه بوختيا

 

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

    ٠اسن- هالېنډ،30-3-2007

 

“يه د بيټ نيکه زوزاته! نوره نړۍ پر ځای پرېږدئ، له خپلو نژدې تر بورانو خو    ÙŠÙˆÙ„وست واخلئ !” ( زيا ر)

 

 

لرغونپوهنه د پوهاند دوکتور زيار له څېرمو

څيړنيزو بوختياوو څخه

 

له لرغونوزمانو راهيسې بېلا بېلو پوهنيزو څانګود خپل پرله پسې يون په ترځ Ú©ÙŠ  د انسان ØŒ انساني  ژوند او چاپېريال په تړاو زيات پټ رازونه څرګند Ú©Ú“ÙŠ او ناسپړلې غوټې يې را سپړلې دي . د پوهنيزو څانګو دا يون  د انساني اندونو او فکرونو دلاغوړېدو پر لار مخ پر وړاندي درومي او Ú†Ù¼Ú©ÙŠ يې د مهال په تېريدو زياتون مومي . د پوهنيزو څانګو دا نه تم کېدونکی يون هغه رښتينی تاريخ دی چې  لارويان يې  ياله سترو ماتو او غميزو سره مخ Ú©Ú“ÙŠ او د سر په ورکړه ورته پرېوتی ØŒ او يا يې  د وياړ هغې کچې ته رسولی چې د سر لوړۍ تر ټولوستر خول ( تاج ) يې ور په سر Ú©Ú“ÛŒ دی . دا د پوهنيزو څانګو د پر له پسې يون رښتينوالی دی چې بايد پر مخ تللی وای .  د پوهنيزې څانګې هغه لاروي Ú†ÙŠ د خپل سر په بيه يې پکې پرمختګ  Ú©Ú“ÛŒ او يا هغه چې د همدې پوهنيزيون د پر مختګ په اړه يې خپل سر ته د وياړ تاج ګټلی دی، دواړه د دې نه تم کېدونکي  Ù¾ÙˆÙ‡Ù†ÙŠØ²ÙŠÙˆÙ† د برياليتوب لوړې څوکې دي   چې هم يې لاروي ابدي Ú©Ú“ÙŠ او هم يې د پوهنيز يون رښتينوالی څرګند Ú©Ú“ÛŒ دی .

دانساني اندونوتاريخ  دارا څرګندوي چې  دبشر او بشري ټولنو  اندونو او واندونو(فکرونو او خيالاتو)د زمانې په لمن کې  د  پوښتنو له  رامخته کولو اوهغو ته له ځوابونوپيدا کولو سره يوځای پر مختګ Ú©Ú“ÛŒ دی .  د پېښو زېږېدل  او يا مخې ته راتلل ØŒ  انسان پوښتني ته اړاېستلی اوانساني اندځواک يې د ځواب موندلو Ù‡Ú…Ù‡ کړې ده . اوس مهال هم د پوهنيزو څانګو د ودې او پايښت بنسټيزه لاره د پوښتنو رامخته کول او هغو ته د ځواب موندلو لړۍ ده ØŒ خو په دې يوه  توپير چې د پخوانيو پوهنيزو کړيو ( حلقو)  تر منځ   به د ټوليزو( کلي ) افادو او پوښتنو لپاره د پر له نښتو ځوابونو د پيدا کېدلو لار په ګوته کېده او څرګندېده ØŒ په داسې حال کې چې په وسمهالي پوهنيز چاپېر يال Ú©ÙŠ د ځانګړو پوښتنو لپاره د ځواب ويلو ځانګړې څانګي شته .  دا د پوهنيزو څانګو د پنځولو او منځ ته راوستلو بنسټيز لا مل دی چې لومړی يې انديزه ( تيوريکي ) بڼه جوړه شوې او وروسته  يې د بشپړې پوهنيزې څانګې په توګه د نورو څانګو تر Ú…Ù†Ú« ÙˆÚ“ دريځ موندلی  او پياوړی Ú©Ú“ÛŒ دی .     

زموږ په هېواد Ú©ÙŠ هم د پوهنيز يون لړۍ همداسې پايښت موندلی ØŒ دشلمې پېړۍ په پيل کې د نوي پوهنيز سيستم بنسټ کښيښوول شو . دوديزې زدکړې او دوديزې کړنلارې او څېړنلارې ورو ورو نوې شوې او له نړيوالو پوهنيزو ارونو سره سم يې په ښوونځيو او پوهنتونو کې د نوي  پوهنيزي پښت د روزنې او پالنې لارې چارې پيل شوې  ØŒ دنوي پوهنيز چاپير يال په منځ کې  د انساني پوهنو  د نورو نويو څانګو تر Ú…Ù†Ú«  لرغونپوهنه ( ارکيالوجي  )ØŒ  پخوانۍ ليکپوهنه (پاليو ګرافي )ØŒ سېکه پوهنه ( نومسماتيک ) او يو شمېر نوريې خپلواکې څانګې   پاموړ وګرځېدې . له دې سره سره چې په دغوڅانګو کې لومړني څېړندويان او  مخکښان بهرنيان او په ځانګړې توګه له اروپايي هېوادونو څخه راغلي او يا   راغوښتل شوي پوهان ول ØŒ خو زموږ په  هېوادکې د نوي روزل شوي پوهنيز(اکادېميک) پښت نوښتګرو پوهانو او څېړونکو هم د دې څانګو د ودې او پرمختيا لپاره  داسې ډاډمن ګامونه پورته Ú©Ú“Ù„  ØŒ Ú†ÙŠ  يوخوا د خپل مهال  بهرنيو څيړونکو ته  مل او مرستندوۍ  وګرځېدل  او  Ø¨Ù„خوا يې  د راتلونکي   افغاني پوهنيز پښت  لپاره  د زيات پر مختګ لاره پرانېسته .

لرغونپوهنه  زموږ په هېواد Ú©ÙŠ  د يو خپلواک دېسېپلين په توګه  د افغاني نامتو پوهانو خدای بخښلي  استاد احمد علي کهزاد ØŒ خدای بخښلي  شاهي بای مستمندي  ØŒ ښاغلي زمريالي طرزي ØŒ پوهاند دوکتور الفشاه ځدراڼ او پوهاند حسن ضمير ساپي  له نومونو سره تړلې يادېږي .  استاد کهزاد او مستمندي  له بهرنيو لرغونپوهانو څخه افغاني پوهنيز ډګر ته د لرغونپوهنې  څانګې د را لېږدونې خورا ارزښتمنې چارې تر سره کړې ØŒ هم يې په سپړنو او کېندنو کې برخه واخېسته او هم يې د څېړنيزو چارو په پاللو کې. د هغوی د کارو زيار پر بنسټ لرغونپوهنه د يوه خپلواک دېسېپلين په توګه افغاني پوهنيز ډګر ته راوپېژندل شوه . د دې پوهنيزې څانګې  ددودونې او پراخونې پر لور د پوهاند ځدراڼ ØŒ پوهاند ضمير ساپي  اوزمريالي طرزي  ونډه بياخورا غوښنه او نه هېرېدونکې ده . د لرغون پوهنې د څانګې د نوموتيو مخکښانو راوروسته يو Ú«Ú¼ شمېر ځوان لرغونپوهان  او څېړونکي د دې څانګي چوپړ ته  چمتو شول او د ا څانګه يې د ځانګړي مسلک په توګه د نورو  پاموړ وګرځوله . خو هغه شمېر افغان پوهان او څېړونکي د ګوتو په شمار دي  ØŒ Ú†ÙŠ لرغونپوهنه يې د خپل څېرمه ملاتړ څخه برخمنه کړې  او يا يې د يوه خپلواک دېسېپلين په توګه د خپلو څانګيزوموخو د تر لاسه کولو په موخه  کارولې ده .  

پوهاند دوکتور زيار په افغانستان کې يو له هغو مخکښو او ځانګړو افغان څېړندويانو او پوهانو څخه دی چې لرغونپوهنې ته يې د يوې خپلواکې پوهنيزې څانګې په توګه کتلي او په وده او پراختيا کې يې هومره اوچته ونډه اخېستې ده چې ارزښت يې د يوه مخکښ څانګيزلرغونپوه په Ú©Ú†Ù‡ ارزول کېدای شي . يو خوا   يې د خپلوڅېړنو او پلټنولپاره له لرغونپوهني څخه د يوې  مرستندويه څانګې په ډول ګټه پورته کړې  او له بل لوري  يې  دلرغون پوهنې  په تړاو د  ارزښتمنو څېړنيزو اثارو په ژباړلوسره  په هېواد کې د لرغونپوهنې څانګه  بډايه کړې  ده . د دې تر Ú…Ù†Ú« يې په ځينو سيمو کې هم د سپړنو بر يالۍ چارې تر سره کړې او هم يې د يوه برلاس څېړونکي په توګه د هېواد د يوشمېر لرغونو سيمو انځورونه   Ø¨Ø±Ø§Ø¨Ø±Ú©Ú“ÙŠ  اوتر څيړنيزو مرکزونويې  رسولي دي .

دوکتور زيار په خپلو زياتو څېړنيزو اثارو او ليکنو کې   د وړاندې شويواندونو او افکارو د پخلي او سپيناوي  لپاره  د لرغونپوهنې  برياوې په خورا اغيزمنه بڼه کارولې  دي .   تر Ú…Ù†Ú« يې  د پوهنيزو څانګو هغه  دوه اړخيز اړيکي هم جوت Ú©Ú“ÙŠ دي   Ú†ÙŠ  د موخو ( هدفو ) له اړخه يې  ورته پوهنيزې څانګې سره وبله  اړې دي .   د دې وينا د پخلي لپاره يې له نورو Ú«Ú¼Ùˆ ليکنو څخه يوازې (( پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې  ))  اثر څخه د Ú…Ùˆ بېلګو يادونه کوم :

د (( پښتو او پښتانه د ژبپوهني په رڼا Ú©ÙŠ )) اثر په Ù¡Ù§ مه پاڼه کې يې د Ú©ÙˆÚ†ÙŠ ټبرونو د مېشتځايونو د سپيناوي لپاره  د انګرېزي لرغونپوهانو د څېړنو پايله داسې  را اخېستې ده  : ( د انګيستان تلويزيون څلورم چېنل  د ١٩٩٩ – ٠٤ – ١٩ پر ماښام د وګړپوهانو يوې ډلې د سيکيانګ په تکله مکان کې يو شمېر لرغوني موميايې شوي Ù…Ú“ÙŠ Ùˆ څېړل ØŒ او په ډاګه يې Ú©Ú“Ù‡ Ú†ÙŠ هغه له اوسنيو تورک- مغولو استوګنو سره نه ØŒ بلکي له بيلا بيلو کوچياني ټبرونو سره اړخ لګوي  Ú†ÙŠ له قفقاز او نورو سيمو څخه له مخزېږدي پېړيو څخه تر  Ù¦-Ù§ مې پېړۍ پوري هلته راغلي ØŒ مېشت شوي  Ø§Ùˆ واکمنۍ ته رسېدلي دي . ) *

د همدې اثر په ٦٠ مه پاڼه کې  د خوتن د پاچا نوم د هغه ډبرليک په  يادولو زبادوي Ú†ÙŠ د تورکستان په ختيځ کې تر لاسه شوی دی، په دې اړه ليکي  : ( زموږ د ژبې زړې  ØªØ±ÙŠÙ†Û نښې نښانې د لومړۍاو دويمې زېږدي  پېړۍ هندي ډبرليکونو په ځينو وييونو کې ليدل کېږي  چې له کوشانيانو سره اړه پيدا کوي . او هغه هم په هغو پوروييونو ( مستعارو لغتونو )  کې چې د ختيز تورکستان په  ډبر ليکونو کې د درېيمي زېږدي پېړۍ تر پايه را رسي . له دغو ليکنو څخه په يوه Ú©ÙŠ د خوتن د پاچا نوم راځي چې هينيها ( Hinajha     (  يا په خوتن ساکي ژبه هينايسا ( Hinayasa    ) سر لښکر يې ستاينوم ( لقب ) وو . **  Ø§Ùˆ په دې ډول نورې  زياتې بيلګې شته چې په دې لنډه ليکنه کې يې د پوره سپړاوي شونتيا نشته .

پوهاند دوکتور زيار نه يوازي دا  چې د تاريخي ژبپوهنې په چوکاټ کې يې  د خپلو پوهنيزو او څېړنيزو Ù‡Ú…Ùˆ د سپيناوي لپاره د لرغونپوهنې  له برياووڅخه ګټه پورته کړې ØŒ بلکې د لرغونپوهنې دﻻ بډايني او پراختيالپاره يې هم داسې ارزښتمن ګامونه پورته Ú©Ú“ÙŠ چې  زموږ په هېواد Ú©ÙŠ يې نه  لرغونپوهنه  او نه لرغونپوهان  هېرولای شي  . د دې وينا د سپيناوي لپاره د افغاني لرغونپوهنې په ډګر کې د  هغو دوو ارزښتمنو اثارو يادونه کوم  Ú†ÙŠ د بهرنيونامتو لرغونپوهانو له لوري  ليکل شوي او د پوهاند زيار په نوښت پښتو  ژبي ته راژباړل شوي دي .

لومړۍ د الماني لرغونپوه پاول بوخرار (   Paul Bucherer   ) اثر 

 (Die Aspekte und Probleme traditioneller Bau- und Wohnformen im Gebiet des Afghanischen Hindukusch   ) چې  په اروپايي څېړنيزو کړيو کې يې لوړ دريځ خپل Ú©Ú“ÛŒ دی . داارزښتمن اثر  پوهاند زيار پر  Ù¾ÚšØªÙˆ ژبي  راژباړلی  دی او  پښتو نوم يې (پښتانه او ورونه مليتونه ØŒ Ú«Ú‰ پېښليک - Ú«Ú‰ برخليک )  ورټاکلی. دغه کتاب  پر ١٣٦٦ لمريز کال د افغانستان جمهوري دولت د چاپ او خپرونې دولتي کومېټې له خوا له Ú«Ú¼Ùˆ انځورونو سره يوځای په Ù¢Ù§Ù¥ مخونو کې خپور شوی دی  .  په دې  ژباړې سره  نه يوازې داچې د يوه نامتو اروپايې لرغونپوه اثر په افغانستان کې د لرغونپوهني څانګې اړوندانو ته  وپېژندل شو ØŒ بلکې د يوه ډاډمن اخځ په توګه دافغاني  لرغونپوهانو له لوري د ګټې ÙˆÚ“  هم وګرځېد . د دې اثر منځپانګه د افغانستان لرغونی تاريخ او په افغانستان کې د مېشتو ژبتوکميزو ډلوټپلوانځوريزه اتنو لوجيکي څېړنه ده . ***

د پوهاند زيار په نوښت  د لرغونپوهني  په ډګر کې  پښتو ژبې ته دويم  راژباړل شوی ارزښتمن  څېړنيز کتاب  ØŒ د الماني نامتو لرغونپوه هېلموت هو مباخ  (  Die Kaniska-inschrieft von Surkh-kotal    ) نومی اثر دی Ú†ÙŠ پر  ١٩٦٠ زېږدي کال خپور شوی Ùˆ Ùˆ  ØŒ اوپه هېواد Ú©ÙŠ  تر ژباړلو وروسته  پر ١٩٩٠ زېږدي کال د افغانستان د علومو اکادمۍ د لرغونپوهنې څانګې له لوري  (( د کنېشکا د سره کوتل ډبرليک  ( باختري ژبه )  )) تر سر ليک لاندې په ١٢٢ پاڼو کې  خپور شو .  د دې اثر منځپانګه Ù„Ú©Ù‡ چې  له نامه څخه  يې څرګندېږي ØŒ د بغلان ولايت  د سره کوتل له سيمې څخه د ترلاسه شوي لرغوني ډبرليک  متن دی. دا څېړنيز اثر  يوخوا د يوه او په ترځ کې  دنومورواروپايي  ژبپوهانو اولرغونپوهانو د يوې ختيځپوهې ډلې  او د هغو د ژباړنو او شننو پايلې او يېبرې دي چې د يادشوي ډبرليک په برخه کې يې ترسره کړې دي او له بل پلوه په افغانستان کې د پاليو ګرافيکي څېړنو لومړنۍ بشپړ پښتو ژباړل شوی اثر Ú«Ú¼Ù„ کېږي . ****

همداراز د سمنګان د  رباطک ډبرليک پښتو ژباړه  چې د سره کوتل له هغه سره يې زماني واټن نيمه پېړۍ او توني هغه يو Ú…Ùˆ کېلومتره کېږي، د کوشاني (باختري) ژبې د دويم تازه لاسته راغلي لاسونداو د لندن د ختيزو ژبو دمنځۍ SOAS نوميالي ليکپوه  Ù¾Ø±ÙˆÙÛØ³ÙˆØ± سيم ويليمز په انګرېزۍ ژباړلی او شنلی، په نوموړي ډګرکې د پوهاند زيار له نويوبرياوو څخه Ú«Ú¼Ù„ کېږي. (فردا مهالنۍ د تېرو Ú…Ùˆ کلو ګڼه، ستوکولم ).

پوهاند دوکتور زيار د خپلو مسلکي څېړنو او پلټنو په ترځ کې د يوه اماتور لرغونپوه په توګه  ساحوي لرغونپوهنه ( Field Archaeology  )  Ù‡Ù… له پامه نه ده غورځولې . پر دې سربېره يې چې د هيواد له لرو پرتو سيمو څخه د لرغونو ټاټوبو او تاريخي پاتشونو انځورونه را ټول Ú©Ú“ÙŠ دي ØŒ  سپړنوکېندنو ته  هم اړي نه ده کړې چې زه يې دلته د دوو بيلګو پر يادولو بسنه کوم :    

په ١٣٥٣ – ١٣٥٤ لمريزو کلونو کې يې چې د ننګرهارولايت د نور درې (تلکي)پر يوه غونډۍ   Ø¯ يوه لرغوني څلور ګوټيز قبر څرک وکېښ Ú†ÙŠ په  يوه پر ÚšÙ‡  Ú©ÙŠ ژور کېنل شوی Ùˆ Ùˆ . پوهاند زيار د لرغونپوهنې د څانګې ټولو ارونو په پام سره هغه راوسپړه او  رابرسېره کړې کوپړۍ يې له اړينو څرګندونو سره د کابل پوهنتون  د لرغونپوهنې څانګې  مشر ارواښادمېله بار نورستاني ته د ساتلو او پاللو په موخه  وسپارله  . د يادولو ده Ú†ÙŠ د  دغو  سپړنو پر مهال ورسره  خدای بخښلي سيد شمس الدين مجروح هملته په يوه مېلمستون کې مېلمه وو او له نژدې څخه دهغه بهير  نندارچي وو.

 Ù¾ÙˆÙ‡Ø§Ù†Ø¯ زيارخپلې څېړنيزې چارې  د لرغونې ليکپوهنې يا پاليو ګرافۍ تربريده هم رسولې Ú†ÙŠ   دژبپوهنې او لرغونپوهنې  لپاره مرستندويه پوهنيزه څانګه Ú«Ú¼Ù„ کېږي  .  دی له يوناني نيولې تر ميخي ،سانسګريت ØŒ خروشتهي  او دين دبيره(د اوستا او پهلوي) هغه پورې د پخوانيو ليکنو او ډبر ليکونو د کار پوه په توګه  Ù¾Ø± ١٣٥٧ لمريز کال له فرانسي لرغونپوهانو سره يوځای د لغمان ولايت د اليشنګ درې  د هغه لرغوني ډبر ليک په ليدنه او څېړنه کې ګډون  Ú©Ú“ÛŒ ووچې  پوهنيزه څېړنه او پېژندنه يې لا تر هغه مهاله نه وه تر سره شوې .  دا څېړنه د پاليوګرافي  څانګې په تړاو د پوهاند زيارتر ټولو ارزښتمنه Ú«Ú‰Ù‡ پوهنيزه کارندويي وه .  د دې تر Ú…Ù†Ú« ØŒ پوهاند زيار په ټولو رسمي او  نارسمي څېړنيزو سفرونو کې چې دهېواد  د لرغونو سيمو او تاريخي ودانيو کوم  انځورونه  اخېستي ØŒ له نيکه مرغه يو شمېر   Ø¯ سويس هېواد  د ژبپوهنې  څانګې  په اړوند زيرمتون کې   د افغانستان  د ژبو اطلس پروژې په نامه  خوندي پاتې دي .

لنډه دا چې پوهاند داکترزيار  په بنسټيزه توګه  د ژبپوهنې، پښتو ادبپوهنې او توکمپوهنې  څانګو  د وتلي او بې جوړې  سر لاري  په توګه د نوي پوهنيز پښت پر مخ د  څېړنو او پلټنوداسې لوری را پرانېستی  Ú†ÙŠ  يوخوا يې ژبپوهنه له دوديزو  Ú©Ú–Ùˆ وږوکړنلارو وژغورلې او له بلخوايې د هغو ټولو څېرمه او مرستندويه څانګو، Ù„Ú©Ù‡ لرغونپوهنې ØŒ ليکپوهنې ØŒ  ÙˆÚ«Ú“ پوهنې  او نورو پوهنيزو څانګو په ملاتړ  خپلې ارې درېګونې څانګې له نړيوالو پوهنيزو ارونو سره سمې د سيالۍ جوګه کړې دي  .

 Ø²Ù…ا باور دا دی Ú†ÙŠ د پوهاند دوکتور زيار د کاليزې نمانځل د افغاني وياړونو نمانځنه ده ØŒ  په دې هيله چې د  اويا کلنۍ  Ù†Ù…انځل يې  د افغاني کولتور د نويو څيړنو او پلټنو پيلامه شي ØŒ ژوند يې اوږد او قلم يې لا پياوړی غواړو!

په درنښت

                                                                                             

 

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006