دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
نوئ کال او د نوروز ورځ

 

 

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

 

 

نوئ کال  او د نوروز ورځ

دالنډه ليکنه مي د سمسور ويبپاڼي لپاره ليکلې وه او ګران سمسور ته مي وليږل

خو د مارچ مياشتي پر اولسمه نيټه مي په هغه غونډه کي هم په لږ تفصيل واورول چي په لايډن ښار کي د افغاني محصلينو له خوا د نوي ١٣٦٨ لمريز کال په وياړ جوړه شوی وه  

 

په لاېدن ښارکي د جوړي شوي غونډي انځورونه او لنډ راپور په لاندي پته ليدلای شئ

http://www.keihan.org/00000198c4141be08/00000198f0107bf13/00000198f7092a203.html

 

په پيل کي غواړم د ا خبره ياده کړم چي  د استرونومي څيړنو او په ځانګړې توګه د کليزو ، مياشتو ، ورځو  او ساعتونو د پوهېدلو او منځ ته راوړلو نوښت د يوشمير نورو پوهنيزو څانګو په څير په ختيځ کي شوئ دئ . تاريخي لاسوندونه ښئي چي  د ورځو د ويش لومړنۍ هڅه  د نيل سند پر شا او خوا دلرغونو مصريانو او بيا د دجلې او فرات سندونو تر منځ اوسېدونکو له لوري شو ېده .   په لرغوني چين ، پخواني هند او لرغونو اريائيانوکي هم  د څيړنو دا لړۍ بشپړه شوې او ساتل شوېده .  خو په دې ډله کي مصريان تر نورو مخکښه وه .

 لرغونو مصريانو په لومړيو کي  نجوم پوهنه د سحر او جادو په توګه کارول  ، د همدې انګيرني په بنسټ  د ورځو مياشتو او کلنو پيژندنه د نجوميانو او ساحرانو دنده ګڼل کېده . خو ورورسته دا دنده د نورو سحري بوختياو څخه بيله شوه او د دربار په چارو کي  يې زيات ارزښت پېدا کړ . نجوميانولومړۍ  ځل ،  ورځ په لسو برخويا ساعتونو و ويشل اوپر هغه بر سېره يې ، يو ساعت  د لمرختلو او بل ساعت يې د لمر لوېدلو مهال ته ور بيل کړ  او بيا يې  شپه هم د ورځي سره برابره وګڼل ، په دې ډول  يوه شپه ورځ  څلورويشت برخي ياساعته ومنل شوه  .  د ورځو د ويش وروسته د کال د پيژندلو خبره  منځ ته شوېده اوتر هغه وروسته  د کال په ويش کي  دمياشتو ونډي ته پام  شوئ دئ .  څرګنده خبره ده چي د دې ويشونو او د هغو د پيژندلو لړۍ په  ناببره توګه نه بلکي د پيړيو ، پيړيو پر له پسې  هڅو او زيار  پايله وه چي  د خپل مهال  اړوند ټولو انسانانوته د منلو او پاللو وړ کليزه جوړه شي .    

په نړۍ کي زيات شمير کليزي د اولسونو او ټولنو له لوري کارول کيږي ، يو شمير دا کليزي ډيري  نيمګړي او ابتدايې  او يو شمير بيا پر مخ تللي او هر اړ خيزي دي . د بيلګي په توګه د هندوستان  په هغه سيمو کي چي لا تر اوسه په ټولنيز ويش کي د کاسټ سيستم واکمن دئ ، د يو شمير انساني ډلو له خوا داسي کليزي کارول کيږي چي د شمير واحد يې شپه ده .هغوۍ چي د ورځي په ښارونو او کليو کي د ګرځېدو را ګرځېدو حق نه لري ، هغوۍ د خپل کليزي  د شمير لپاره شپه غوره کړېده ، چي منظم ويش نه لري . اويا د انديمان په وګړو کي د مهالونو ويش  يې د هغه  قوم د مشر له خوا کيږي چي د  واکمنۍ او توان  حدود يې  د نورو مشرانو په نسبت زيات  وي .  په دې ډول نوري کليزي شته چي د ورسته پاته ټولنو له لوري کارول کيږي .  خو په پرمخ تللو هېوادونو کي بشپړي شوي او د شمير له مخي په پوره ځير تيا تنظيم شوي کليزي  شته  چي  تر ټولو نامتو کليزي  يې د زيږديزي  ( ميلادي  ) ، عبريزي ( يهودي  )  ، زردشتيزي  ( اهورايې  )، لمريزي ( شمسي ) ، سپوږ ميزي  ( قمري ) ،او کنفيسيزي  ( چيني )   په نوم ياديږي . د دې يادشويو کليزو  د پيل ، پاې او په منځ کي د مياشتو او ورځو ويش يو له بله توپير لري ، يو شمير يې د کال  څلورو فصلونو ته په پام سره تنظيم شوي او يو شمير يې دځانګړو پيښو په تړاو پيل شوي دي .

١ - زيږديز ه يا ميلادي کاليزه  : دا کليزه په زياته پيمانه د حضرت عيسی  ( ع ) دلارويانوله لوري کارول کيږي، د يو شمير کسانو په باوردا کليزه د نوموړي د زيږيدو څخه پيل شوېده . په شپاړسمه پيړۍ کي دې کليزي بدلون وموند. ( دګريګورين او جولين د کلنۍ شميرواوښتون )   زيږديز کال ټول ټال دولس مياشتي لري چي د پيل مياشت يې د جنوري په نوم ياديږي  .د ټول کال د ورځو شمېره يې  او   ٣٦٥  ورځو ته رسيږي  .  دا کليزه په زياتو هېوادونو او  په ځانګړي توګه هغه چي  وګړي يې  د عيسوي  دين پيروان دي  ، په زياته پيمانه کاورل کيږي .

٢ -   عبري يا يهودي کليزه :  دا کليزه دولس مياشت  لري او د ورځو شمېره يې   (  ٣٥٤ ) ته رسيږي  .  عبري نوئ کال   د سپتمبر پر ٢٣ مه نيټه پيليږي  . د عبري کليزي کارونکي په دې باور دي چي د دې کال  پيل  د حضرت ادم ( ع ) او بي بي هوا د پيدايښت    څخه پيليږي  .   دا مهال يې  د کلونو شمېره (  ٥٧٦٨ ) تم کال ته رسيږي  . د عبري کال لومړۍ ورځ  د  هشانا  ( پيدايښت  ) د جشن تر سر ليک لاندي  د عبادتونو په ترځ کي نمانځل کيږي  .  

 ٣ -  زردشتي يا اهورايې کليزه  : په زردشتي کليزي کي ټولي مياشتي ديرش ورځي دي او هره

ورځ بيل نوم لري چي زردشتيان يې په اورېدلو پوهيږي چي د مياشتي کومه نيټه ده . د هري مياشتي لومړۍ ورځ اورمز د ( اهو را مزدا ) لسمه نيټه ايان  ( اوبه  ) شلمه ورځ  وهرام  ( برياليتوب )  او ديرشمه ورځ  انارام ( سپېڅلې رڼا ) په نومونو يادوي . د ا کال  د زردشت د سپيڅلتيا د پيل څخه  حساب شوېدئ ، چي دا مهال يې د کلونو شميره ٢٥٣٨ شم کال ته رسيږي  . 

٤ -  کمپيسيوس يا چيني کليزه  : په چين هېواد کي  د ٢٦٠٠ کاله را په دېخوا  يوه کليزه معمول ده چي ،  د پيړۍ پر ځای شپيته کاله لري  ، چي پنځه ځله دولس کلنئ پړاو يې بشپړ مهال ته رسوي .  هر کال يې د يوه پيژندل شوي حيوان په نوم  ياديږي . د بيلګي په توګه روان چيني کال د چرګ په نوم ياد شوئ دئ  . کال دولس مياشتي لري او د شمير له مخي  د  هري مياشتي ورځي د بلي مياشتي سره ورته نه دي .  د دې کاليزي  پيل د کنقيسيوس له ائېن سره تړاو لري .   

٥ - ليږديزه  - سپوږميزه يا هجري قمري کليزه  :   داکليزه  د لمريزي په څير د حضرت محمد ( ص ) د هجرت له مهاله پيليږي . د سپوږميزي کليزي او لمريزي کليزي  د کلونو د شميرې تر منځ توپير  د سپوږمۍ او لمر په بدلون  کي دۍ .  دوولس مياشتي لري او د ورځو شمېره يې د لمريزي کليزي په پرتله لږ ده . د کال پيل يې  د مرغومي ( جدي ) مياشت د لومړۍ نېټې څخه پيليږي  ، او  کال يې په ټوليزه توګه ٣٥٤ ورځي لري . اوس مهال د سپوږميز کال شميره    ١٤٢٨ تم کال  ته رسيږي .

٦ – ليږديزه -  لمريزه يا هجري شمسي کليزه   :  لمريز کال چي هجري شمسي کال هم ورته وايې  د حضرت رسول اکرم ( ص ) د هجرت څخه پيليږي  ، چي دا مهال  د ١٣٨٦ يم کال  د پيل شپې ورځې شميرو . د لمريز کال لومړۍ مياشت د وري يا حمل په نوم ياديږي اود دې مياشتي  لومړۍ ورځ د نوروز په نوم يادوي  ، چي د زيږديز کال د مارچ مياشتي د ٢٢ مي نېټې سره سمون خوري . کال يې  څلور فصله   ، او هر فصل يې  درې مياشتي دئ  چي په ټوليزه توګه دولس مياشتي کيږي . او ټول کال يې   ٣٦٥  ورځې دئ . د يادولو ده چي لوئ يا کبيسه کال يې ٣٦٦ ورځي او شپږ ساعته  لري .

په افغانستان کي لمريز کال  د کارولو تر ټولو پخواني  لاسوندونه هغه نوټونه يا کاغذي  پېسې دي چي د اعليحضرت امان الله خان  د واکمنۍ  د پيل  ( ١٢٩٨ لمريز کال  ) پر مهال  خپاره شوي او

کارول شويدي .  ( *  له بده مرغه ما هغه فرمان يا حکم چي د هجري قمري کليزي پر ځای د هجري شمسي کليزي دود او مراعات کولو په اړه وي ونه موند ) په داسي حال کي چي د ايران هېواد لمريز ليږديز کال  ښايې په(  ١٣٠٠) ليږديز سپوږميز کال معمول شوئ وي ، چي  د ميرزا عبدا لغفار خان نجم الدوله ( ١٢٥٩ --  ١٣٢٦ هجری -  قمري ) په نوښت منځ ته راغلۍ او معمول شويدۍ . 

د لمريزي کليزي ځانګړتيا

د لمريز کال يوه ستره ځانګړتيا  دا ده چي  د  کال موسمونه يې  زموږ په هېواد او د نړۍ په زياتو سيمو کي د طبيعت  سره سمون خوري . دا کال هغه مهال پيلږي چي په طبيعت کي د زيږد او ودي يون پيليږي . د دې کليزي لومړۍ موسم د پسرلي په نوم ياديږي چي د طبيعت  په بيلا بيلو برخوکي د بدلون نښانې څرګنديږي . تر دريو مياشتو وروسته د  دوبي يا اوړي موسم پيليږي چي د پسرلي په موسم کي ټوکېدلي ټول  ژوي او نباتات د پخېدو او رسېدو پړاو ته رسيږي ، د اوړي تر درې مياشتني مهال  وروسته د مني موسم پيليږي چي ، چي د ساړه ژمي د را رسېدلو لپاره د ټولو ژويو او نباتاتو غرونه او رغونود تياري په څير ورته کتل کيږي  ، او د لمريزي کال ورستۍ موسم ژمۍ دئ ،  چي  درې مياشتي د طبيعت  استراحت او د نوي کال د پيل تيارئ هم ګڼل کيږي . په داسي حال کي چي جنوري  مياشت  د زيږديز کال دپيل مياشت ده  او هغه مهال د  ژمي  د فصل پيل وي . همداسي  د عبري کال پيل هم د سپتيمبر څخه پيليږي  ، هجري شمسي کال د دې سره سره چي هر کال يې بيل وخت او بيله مياشت په برکي نيسي ، خو روان هجري  قمري کال د جدي په مياشت کي پيل شوئ دئ  ، او په دې تر تيب نوري کليزي .

د نوي کال لومړۍ يا د نوروز ورځ  :  د لمريز کال د پيل لومړۍ ورځ په افغانستان کي د ډيري مودي راهيسي نمانځل کيږي ، په لرغونو اوتاريخي  لاسوندونولکه اوستايې متون ( بايد ياده شي چي په ځانګړي توګه د نوروز دنوم او د اړوندو جشنونو په اړه اوستايې  لاسوند نه شته ، خو د مذهبي ويناو پر مهال يې يادونه شوېده ) ، د منځنۍ پيړۍ په نامتو  تاريخي اثارو لکه   تحقيق ما للهند ، او په ځانګړی توګه د منطقۀ البروج  اوالتفهيم‌  فی  صناعة‌ التنجيم‌   (د ابو ريحان البيرونی  اثار)  .  زين  ا لاخبار  ( د عبدالحۍ ابن ضحاک ګرديزي اثر )  ، حدوالعالم من المشرق اللمغرب  (  ليکوال ناڅرګند ) او زيات شمير نورو تاريخي متونو کي يادونه شويده .

د نوروز د ميلو يو تر ټولو نامتو جشن په اوستا يې متونو کي  د سامانه په نوم ياد شوۍ دۍ .  دا  جشن د پسرلي د لرغونو ميلو يوه بيلګه ده . په دې ميله کي چي د نوروز په ورځ پيل کېده، د اريا

يې وګړو ښځو او نارينوو ګډون کاوه ، ګډ اتڼونه به  يې کول ، د نيزې لوبه ، اوزلوبه ، پهلواني ،  ډبره اچول  ،  منډه کول او د ساعت تيرۍ بيلا بيلي لوبي به يې تر سره کولې . د هغه مهال دود تر اوسه هم د افغانستان په اولسونو کي دکال د لومړي ورځي  يا د نوروزد جشن په نوم  پر ځای پاته دئ .  دا جشن  د افغاني  واکمنو له لوري  د بزګر ميله يا جشن دهقان په نوم  هم ياد شويدئ  ، چي د بزګرانو لپاره د تشويق او هڅوني يوه تر ټولو ښه لاره  وه .

په پای کي  تاسو ته د دې نوي ١٣٨٦ يم لمريز کال د رارسېدلو په مناسبت  يو ځل بيا د زړه له کومي مبارکي وايم ، تاسو ته د زياتو بريو او افغان اولس ته د سوکاله نوي لمريز کال  غوښتونکۍ يم . دعاکوم چي ١٣٨٦ يم کال دي د افغان اولس لپاره د سولي او ورورۍ کال وګرځي .

په درنښت

 

د زياتو معلوماتو لپاره لاندي اخځونه مرسته کولای شي .

 

١ - بيروني  ، ابو ريحان  . التفهيم‌  فی‌ صناعة‌ التنجيم  ( فارسي متن  ) .

٢ _ ګرديزي ابو سعيد الضحاک  ، زين الا خبار . تحاشي  او تعليقات د علامه حبيبي .

٣ -  ‌ليکوال ناڅرګند . حدوالعام من المشرق اللمغرب  (   د مينورسکي  تحاشي او تعليقات  ، ژباړونکئ  پوهاند مير حسين شاه خان  )

٤ – باوري  ، رسول . په منځنيو پيړيو کي د افغان هند اړيکي . د مقالو ټولګه .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006