دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
برخليک

برخليک

ما ، د غره له څوکو ګړنګو ته حواله کړۍ

ټوټي ټوټي بدن مي جګو غروته حواله کړۍ

 

اور،را باند بل کړۍ په ګټو مي سنګسار کړۍ

خو حق د برخليک مي پښتنو ته حواله کړۍ

بابوزئ

 

 

 

زه او هغه

زړه مي چي غواړي هغه نه راکوي

چي  يې څه خوښه وي هغه  راکوي

دې يارانې ته به  څه نوم ور کوم

مانه  چي ټول وړي اوڅه نه راکوي

زه د رښتيني دوستۍ دود پالمه

هغه وهل د سر او زړه راکوي

دې ړندې شوي دنياګۍ ته ګوره

غوښه د خپلو مو په خوله راکوي

د بابوزي توبه له دې ملګرو

زوم له  تابوت چي په واده راکوي 

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006