دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د لايدن په ښار کي نړيوال سيمنار جوړ شو

                         

د هلند هېواد په لايدن ښار کي د افغاني اتنو لوژيکي  توکو دکلکسيونرانو دوه ورځنئ  نړيوال  علمي سيمېنار،د روان مېلا دي کال د ديسيمبر په ١٥ مه  او ١٦ مه نېټه  جوړ شو . د لايدن پوهنتون  او په  هلند کي  د اتنو لوژي ملي موزيم په ګډ نوښت د افغانستان  د اتنو لوژيکي  توکو او د هغو په اړه د څيړنوعلمي نړيوال سيمنار  ته  پر هلندي اتنو لوژيستانو او لرغونپوهانو برسيره د بيلا بيلو هېوادونو وتلي څيړونکي او افغانستان پوهان را بلل شوي وه .

  د دې علمي سيمنار لپاره تر ( Curators, Meeting Afghan Ethnological Collections )   سر ليک غوره شوي وه . د دې څيړنغونډي  دسمبالولو او پر مخ بيولو   لپاره  هر يو ښاغلو داکتر سيبي اينارس دوتير ( Dr.Sibbe Einarsdottir   ) د دنمارک هېواد د موېسګارد موزيم  له خوا  او د د هلند هېواد د اتنولوژي ملي موزيم  له خوا ويلم پوخلسان (  Willem Vogelsang  ) غوره شوي وه .

د غونډي په لومړئ علمي  برخه کي  د لايدن د اتنو لوژي ملي موزيم  مشر   ښاغلي  داکتر  سېفن انګلس من  ( Dr. Steven Engelsman   (له لوري  ګډونوالو ته تر هرکلي وويل شو .  وروسته، د غونډي دوه ورځنۍ  پروګرام چي پخوا ګډونوالو ته رسېدلۍ ؤ د يوې لنډي سريزي سره د ښاغلي ويلم پوخل سان  له خوا  وړاندي او د لږ بدلون وروسته ومنل شو . د همدې پروګرام پر بنسټ د څيړنغونډي ګډونوالو په خپل وار د افغانستان د اتنولوژيکي څيړنو پر بيلا بيلو برخو خپلي ليکني او څيړني واورولې .

                     

                                                                  د سيمنار يوه برخه

  

 دپروګرام سره سم د لومړۍ ورځي لومړنئ وينا وال د افغانستان څخه را بلل شوئ نامتو موزيم پوه او د افغانستان د ملي موزيم مشر ښاغلۍ عمراخان مسعودي ؤ، نوموړي د خپلو خبرو په ترځ کي  د  دې علمي سيمنار د جوړونکو او په دې سيمنار کي د ګډونوالو څخه  په دې نيت مننه وکړه ، چي هم يې افغانستان نه دئ هير کړي او هم يې د مسلکي پوهانو په توګه خپل دېن او علمي دنده د جګړې ځپلي هيواد سره د مرستي  لپاره کارولې ده . د خبرو په ترځ کي يې هغه ستونزي را يادي کړې چي  د افغانستان ملي موزيم ته د اتنولوژيکي توکو او اثارو په اړه موجودي وې ، او هم يې د ستونزو د حل لپاره ټاکلي وړانديزونه درلودل چي د ګډونوالو له لوري  په پوره ځير تيا او پاملرني سره واورېدل شوې  .

د غونډي دوهم  ويناوال  د دنمارک هېواده را بلل شوئ اتنولوژيست  ښاغلئ دا کتر سيبي اينارسد وتير ( Dr.Sibbe Einarsdottir   ) ؤ . ښاغلئ سيبي چي  اوس مهال د مويسګارد موزيم د څيړنو څانګي مشرتوب هم کوي ، په نوموړي  موزيم کي يې  دکلاوس  فرديناند کلکسيون په اړه په زړه پوري خبري وکړي  . او د هغو افغاني اتنو لوژيکي توکو يادونه يې وکړه چي د لسګونو کلونو په ترځ کي  دنمارک ته رسېدلي او په نوموړي موزيم کي تر اوسه ساتل شويدي  . د هغو توکو د پېدا کېدو او موزيم ته د رسېدو پر بيلا بيلو خوا و يې رڼا واچول  ، چي د ګډونوالو ته  د زياتي پاملرني وړ وګرځېدل .

ميرمن داکتر ګېليان  پوخل سان  (  Gillian Vogelsangد غونډي دريمه وينا واله وه چي د بوغرې  ( چادري  ) يو نړېوال دود دۍ ، تر سر ليک لاندي  خپله څيړنه واورول او د دې تر څنګ يې په افغانستان او ګاونډيو سيمو کي د مروجو بوغرو ( چادريو ) بيلګي  برخه والو ته د نندارې لپاره وړاندي کړې ، او د هري بوغرې سره يې د پيژندلوپه زړه پوري وينا وي  هم درلودې . په ايران ، افغانستان ، پاکستان ، کشمير ، او دهند  په  بيلا بيلو سيمو کي د بوغرو ډولونه او د هغو د کارولو بيلا بيل مميزات وړاندي کړل چي د ليدونکو د زياتي پاملرني وړ وګرځېدل .

                          

                                  ګلينا پوخل سانګ  په لايدن  ښار کي د افغاني چادريو سره

 

د غرمنۍ پر مهال  په هلند کي د اتنو لوژي  ملي موزيم هغه اثار هم نندارې ته وړاندي شول چي د اسيا يې هېوادونو او په ځانګړې توګه د منځني ختيځ هېوادونو د اتنولوژيکي توکو  استازيتوب يې کاوه .

د غرمې وروسته غونډه د ماپښين  پر يوه بجه پېل او تر پنځو بجو يې دوام وکړ . په دې برخه کي هر ګډونوال ته د پنځلسو دقيقو وخت ټاکل شوئ و، چي د افغانستان د اتنولوژيکي توکو سره په تړاو کي خپلي  څرګندوني  وکړي .   د دې برخي په پيل کي

--  اتريشي  څيړونکي اکسيل ستين مان ( Axel Steinmann     )  په ويانا کي د اولسي علمي موزيم  مشر د افغانستان په شمال کي د هغو اتنو لوژيکي څيړنو په اړه وينا واورول چي  پر افغاني عربو وګړو يې  تر سره کړي وې .

-- د فرانسوي پرو فيسور برنارد (  Prof. Bernard Dupaigne   (له خوا د افغانستان د تاريخي ابداتو  په اړه يو شمير سلايدونه وښودل چي ځانګړتيا يې د خپل پير د نورو اسلامي سيمو د ودانيو سره په ګوته

کړل .

                     

                          باوري ، ميرمن  پيرري پروفيسور پيرري او  پروفيسور برنارد

 

-- ميرمن بيرتي فريدريکسين ( Ms. Birthe Frederiksen  ( د دنمارک هېواد څخه  په مويسګارد موزيم  کي د ساتل شويو اتنو لوژيکي توکو يادونه وکړل .

--  د سويتسزرليند هېواد څيړونکې اود نيو چاتيل  پوهنتون استاد (  Neuchatel Universite  )  پرو فيسور   پيري سينتلي وريس (Prof. Pierre Centlivres  ) ته ورسېدئ  . نوموړي د هغواتنو لوزيکي توکو او د افغانستان په ملي موزيم کي يې د را ټولو شويو اثارو په اړه په زړه پوري وينا واورول .

-- دنيو چاتيل  د اتنو ګرافيکي موزيم استازي  مير من  داکتر ميشيلينه سينتل وريس)  ( Dr. Micheline Centlivres   د افغانستان په اړه د ليکل شويو  هغو پنځو زرو عنوانو کتابونو په اړه معلومات وړاندي کړل چي د هغي ميرمن سره په شخصي کتابتون کي ساتل شويدي .

--  پوهنوال رسول باوري د افغانستان د لرغونو ابداتو  او د لرغونو سپړل شويو سيمو په اړه يومطلب درلود ، او هم يې د کلتوري جنايتونو د مخنوي په اړه  خپل وړانديز په ليکلي بڼه د غونډي ګډونوالو ته ورکړ .

                    

                                                    پاول بوخرار او باوري د تفريح پر مهال

-- ميرمن داکتر ګيليان پوخل سانګ د افغاني اتنو لوجيکي توکو په اړه  وويل ،  چي موږ به د دې توکو څخه چي د تيرو پيړيو را پاته دي هغه کرښه او حد څرګند کړو چي په تيرو سلګونو کلونو کي تر کومه بريده   په افغان اولس  کي د لباس او کلتور په اړه  نوښت او  بدلون راغلئ دئ . دا به هغه لاره وي چي د کلتوري ودي لوري  ، د ودي چټکتيا او پېچلتيا به څرګنده کړي .

-- داکتر بيرنت ګلاتزر ( Dr.Bernt Glatzer   ) د افغانستان لپاره د کار ټولني  او افغانستان  څيړني ډلي ( AG.R./A.R.G   ) غړي د افغانستان د ختيځو او سهيلي سيمو لکه ، ننګلام ، ليچلام ، خوست ، پکتيا  د ميشتو وګړپر اتنو لوژيکي  توکو وږغېدئ .

-- افغان موزيم پوه ښاغلي عمراخان مسعودي  په افغانستان کي د اتنو لوژيکي موزيم اړتياوي په ګوته کړي او د نړيوالو په مرسته يې د يو شمير هڅو او پرمختګونو يادونه هم وکړه ، هغه وويل چي : دا مرستي د هغو اړتيا سره برابري نه دي چي زموږ هېواد او په خانګړې توګه زموږ د تاريځي ، اتنو لوژيکي موزيمونونو سره بايد وشي . افغاني اثار د نړيوال کلتور يوه ارزښتمنه برخه ده ، نړۍ بايد د دې لرغونو اثارو ، تاريخي ابداتو د ساتلو او اتنولوژيکي څيړنو د تر سره کولو لپاره خپل انساني او بشري دنده پر ځای کړي .

-- ويلم پوخلسانګ د دې لنډو بحثونو اوډايلوګ ورستۍ وياند و ، چي د افغانستان سره د هر اړ خيزي مرستي پر شا اوخوا يې وکړې ، هغه وويل چي زموږ هيله داده چي هغه شونتياوي او امکانات ولټوو چي د افغانستان د کلتوري او هنري اثارو او څيړنو په لاره کي مرستندوي ګرځېدلاي شي .

د دې علمي غونډي د لومړي ورځي پروګرام د لايدن د اتنولوژي ملي موزيم د اثارو په ليدلو پای ته ورسېدئ . ماښامنۍ ميلمستيا د همدې پوهنځۍ په کلوپ کي تر تيب شوې وه ، چي د عونډ برخوالو د ډوډۍ پر مهال هم يو او بل ته د خپلواندونو او نظريو تبادله وکړل ، چي اغيزمن برېښېدل .

د غونډي دوهمه ورځ  ددنمارکي اتنولوژيست داکتر سبي اينارسدوتير  ( Dr.Sibbe Einasdottir    ) په مشرئ د شنبې ورځ د سهار پر ١٠ بجو پيل شوه . د پروګرام سره برابر دا ورځ ټوله ډايالوګ او مباحثې ته ځانګړې شوې وه . خود دا مباحثې د يوه هر اړ خيزه پريکړه ليک د تر تيب لپاره تر سره کېدې ، زيات وړانديزونه او سپارښتني واورول شوې ، د غونډي برخوالو پر دوو ارزښتمنو مسلو پر يکړه وکړه :

لومړۍ : د همدې ګډونوالو په نوم په اروپا کي د افغانستان اتنو لو ژي د مينه والو ټولنه ومنل شوه ، چي د نورو مينه والو د پيدا کولو او د ې ټولني ته د غړيو د زياتولو لاري چاري په ګوته شوې .

دوهم : پريکړه وشوه چي د وړاندي شويو نظريو په رڼا کي د افغانستان د اتنو لوژي په اړه دڅيړنو او مرستي رښتني لاري چاري  مشخصي شي  او د پلي کولو لپاره يې د هېوادونو ، موسيسو او مينه والو ليړالتيا وهڅول شي .يوه درې کسيز پلاوي ته دنده وسپارل شوه چي دا وړانديزونه تر تيب او ټولو ګډونوالو ته يې ورسوې . دا دوې ورځنۍ علمي غونډ په رسمي ډول د شنبې ورځ د ماپښين پر څلورو بجو پای ته ورسېدې .

                 

   

                                                           بيلا بيل عکسونه

            

            

           

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006