دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
داود جنبش پنځه ويشت کاله د ژورناليزم په ډګر کي

 

په بلجيم هېواد کي د ډاکتر داود جنبش د کار او زيارپه اړه د علمي – ادبي غونډي خبر تيا

 

 په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو  ګډه جرګه ګئ  اود هېواد په پلازمينه  کابل کي د سلام فرهنګي ټولني د ميشت مشر تابه له خوا د افغان نامتوژورنالست او خوږ ژبئ وياند ډاکتر داود جنبش دکار او زيار په اړه  د روان زيږديز کال دسامبر مياشتي په ٢٣ مه نيټه د بلجيم هېواد د پيک په ښارکي   علمي _ ادبي غونډه جوړيږي  .

 په پام کي ده چي د غونډي په علمي برخه کي به  د ښاغلو  :

١- پوهاند داکتر زيار :   ( داود جنبش د پيړۍ څلورمه برخه د ژور ناليزم پر ډګر  )

٢ - ښاغلئ زرين انځور :  ( داودجنبش  ديوه رښتني ژورنالست  په توګه  )

٣ - پوهنوال دکتور عبدالخالق رشېد ( اغيزمن ژور ناليزم  اود  داود جنبش بر يالئ ليوالتيا )

٤- پوهندوئ دکتور نعمت رسا : (داود جنبش ، رسانه های جمعی و حوادث افغانستان  )

٥ - پوهندوئ سيف الرحمن سيف : ( دا لندن دئ ، دبي بي سي پښتو خپرونه )

٦ - پوهنمل حاجي محمد نوزادي  : ( د داود جنبش  پښتو ژباړو ته لنډه کتنه  )

٧ - ښاغلئ يوسف هېواد دوست : ( داود جنبش د  دريو جنبشونوپر مهال  )

٨ -   پوهندوئ دکتور نصير ندا : ( جمع ياران )

٩ - ښاغلئ عبدالرحيم رحيم : ( نقش ژور ناليزم در بحرانهای اجتماعی )

١٠ – ښاغلئ داود نبکزاده : ( جامعه  ، کلتور و ژور ناليزم  )

او که وخت ووديو شمير نورو ليکوالانو را رسېدلي ليکني او څيړني به واورول شي .

 د غونډي په دوهمه برخه  (د جنبش سره شاعرانه ماښام ) چي په اروپايې هیوادونو کي  ميشت د هېواد پيژندل شوي  شاعران  او طنز ليکونکي  ونډه لري  چي  د  ټنګ تګور او مست اتڼونو سره يوځاې به د ميلمنو هنري تنده ماته کړي .

د ټنګ ټکور په برخه کي په پښتني کلتور مين دوه  نامتوکلتور پال هنر مندان   هر يو ښاغلئ اما ن الله  اميري  او همايون صاحيب زئ  د خپلي هنري ډلي ښاغلو نجيب اميري ،  بهير اميري او ښاغلې فريدون صاحبزئ  په ملتيا به په خپلو خوږواوازونو  هېوادنۍ مينه تازه او لا زياته کړي .

د درنو هېوادوالو ، ليکوالو ، مينه والو  څخه هيله کوو چي په دې علمي _ادبي غونډه کي په برخه اخستلوسره د غونډي پرتم لا زيات کړي .

غونډ ي ته د ليکنو او پيغامونو د ليږلولپاره لاندي برېښناليک پتي کارولای شئ :

hotakbawary@hotmail.com

bawary1@hotmail.com

bawaryr@home.nl

 

د اړتيا پر مهال د تليفون شميرې :

    ( 00 32 499127980  )

( 00 32  497101683  )

(  00 32 484958929  ) 

د غونډي د جوړېدو نيټه : دشنبې ورځ  د 2006  زيږديز کال د دسامبر  23  مه نېټه ( ١٣٨٥ لمريز کال د مرغومي دوهمه ) د ماپښين د دو بجو څخه د شپې تر١٢ بجو پوري .

د تالار پته :

SALLE  ROGER  LEFEBVRE

 PLACE DE HERINNES

CHAUSSEE   D'AUDENARDE

7742 HERINNES-LEZ-PECQ

 

 

 

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006