دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د افغانستا ن يو شمير لرغوني جغرافيايې ټاټوبي

 

د يادېدو خبري :

د يو شمير دوستانو او د لرغوني تاريخ مينه والو په غوښتنه مي  دا دئ  د هېواد د لرغونو سيمو د پخوانيو نومونو او اوسنيو موقعيتونو په اړه لنډ مالومات  د خپرېدو په  هيله  راټول کړل  .  د دې  هيلي د پلي کېدو لپاره مي د يو شمير انترنيت پاڼو اود هغو تر څنګ د هغو کتابونو څخه ګټه واخستل چي لاس مي ورته رسېدئ . د دې ټکي يادول هم په کار دي چي ،  که چيري ګران لوستونکي په دې اړه د زياتو مالوماتو غوښتونکي وي ، کېدای شي لومړۍ هغه اخځونو ته لاس اوږد کړي چي  د هري ليکني په وروستۍ برخه کي راغلي دي ، اوکه  لا زياتو مالوماتو ته اړتيا  وه کولای شي چي د همدې پاڼي د اړيکو له لاري  خپلي پوښتني راوليږي ، چي  پوښتنو ته يې د ځواب ويلو او پېدا کولو ژمنه کوم   .

په درنښت

  باوري

 

 

 

                                             د افغانستا ن يو شمير لرغوني جغرافيايې ټاټوبي

درنګيانا :( Drangiana  ) 

درنګيانا يا اوسنئ  زرنج   د لرغوني يونان  مورخينو اوجغرافيا پوهانو او له هغې ډلي   هيرودت  اوسترابون په خپلو ليکنو کي د  ( درنګيانا ) نوم ياد کړيدئ . لرغوني اريايې جغرافيا پوه  پلني  هم د درنګيانا نوم ياد کړېدئ . بطليموس او اريان هم د درنګيانا ياودنه کړېده ، چي د زياتو تاريخي جغرافيا پوهانو په اند پخوانئ درنګيانا  د اوسني سيستان سيمه ده چي د افغانستان  او ايران تر منځ ويشلئ شوېدۍ . ( حبيبي : جغرافيايې تاريخي افغانستان : ٤٠ )

                                 

                                                       د درنګيانا جغرافيايې موقعيت

اريوا ( هريوا )   Haroyua )    )

ارايوا يا اوسنئ هرات د لرغوني اريانا يوه ښيرازه سيمه بلل شوې چي په اوستا کي يې يادونه شوېده . دا سيمه د يوناني جغرافيا پوهانو په ځانګړې توګه بطليموس  په اثارو کي د هاريا ( Hareia   ) په نوم ثبت او ساتل شويده، د هريوا په نوم دا سيمه د بېستون په کتيبه کي ياده شوېده  . د تاريخي  جغرافيا پوهان په اند  د دې تاريخي سيمي د نوم يوه ښه بيلګه د هرات په اوسني سيند کي چي هريرود نوميږي ،ساتل شوېده . (  /www.livius.org  

                                    

                                                     د لرغوني  اريوا جغرافيايې موقعيت 

اراکوزيا :  (Arachosia  )

اراکوزيا  يا اوسنئ کندهار د لرغوني اريانا  او يا په بله وينا د اوستايې  شپاړس ګونو مځکو څخه يوه ده . دې لرغوني   سيمي   د اريوا  ، درنګيانا ، ستاکيديا  او ګندهارا سره  ګډي پولي درلودې . د اراکوزيا نوم د يوې  ښيرازي سيمي په توګه د اوستايې متونو  تر څنګ  د يوناني جغرافيا پوهانو په اثارو کي ثبت  او  د کوروش په ډبر ين ليک  ( بېستون  ) کي هم  ليکل شوېده . د اراکوزيا وړاندي په اوستايې متونو کي د هيراوتي نوم هم ياد شويدئ چي د اوسني دهراوت په نوم کي يې ډاډمن څرک ليدل کيږي . ( Willm Vogelsang :Darush.  )

                           

                                            د لرغوني اراکوزيا  جغرافيايې موقعيت

 

ګندهارا :  (Gandhara  )

ګندهارا يا اوسنئ ننګرهار او د کابل وادې يوشمير سيمي په پخوانيو جغرافيايې متونو کي زيات ياد شوېدئ . د يوناني جغرافيا پوهانو لکه هيرودت  ، سترابون اوبيا وروسته  اروپايې جغرافيا پوه کيننګهم د دې سيمي  يادونه کړېده . سترابون ليکي چي سکندر  د هند سيمي ته  پر لاري  د ګندهارا څخه تير شو .  دا سيمه په چنايې ليکنو کي د  کين تولو په نوم هم ياده شوېده ، چي په پوره ډاډ د همدې  اوسني ننګرهار زياتي برخي په برکي نيسي . د هغه مهال ګندهارا پلازمينه  د هيلو په نوم يادېده, چي اوسنۍ هډه پيژندل شوېده .

(Willm Vogelsang :Darush. )

 

 

                          

                                                د لرغوني ګندهارا جغرافيا يې موقعيت

نور بيا

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006