دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
مه راځه اختره

مه راځه اختره

ورکه خوشالي ده ،  او اختر په فاتحوبدل

سپين کفن  يې راکړ، د اختر په ښوجامو بدل 

لاندي  ترسپيرو خاورو،زياتي ځواني هيلي شوې  

وران يې ټوله کلئ او جومات په هديرو بدل

څومره به لا نوري  ، ککرئ  خاورو ته لاړي شي

نه چا جنت وګټئ ، نه خوار په سرمايو بدل

وران موخپل وطن کړ ، او لافي د غيرت وهو 

څوک  پاتي *خواره شوه او څوک په ډالرو بدل

نه مې  زيارت جوړشو او نه مي خورکئ ولېدم

  زما  ټوټې ټوټې بدن ، د نورو په چړچوو بدل

مه راځه اختره ، چي به ته هم غمځپلئ شې

دلته نفاق ډير دئ ، يو تر بله په پلمو بدل

 زما له توره بخته  چي مي باغ د ګلوورژيد  

 نورو ته چي ګورم سره اغزي يې په ميوو بدل

بابوزئ

٢٢  اکتوبر ٢٠٠٦

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006