دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د ګرځندوئ صنعت وده دافغاني اقتصاد دپياوړتيا ګټوره لار

 

                                               (  پانګه وال  )

 د افغانستان د پانګه اچونې د ملاتړ ادارې درې مياشتنۍ مجلې څخه                         

 

 

                                                           د ګرځندوئ صنعت وده

                                                دافغاني اقتصاد  دپياوړتيا  ګټوره لار

 

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

 

د افغانستان اقتصاد پوهانو او د اقتصادي پاليسيو جوړونکو ، ټولنپوهانو او د ټولنيزو چارو سمبالونکوته په کار ده چي د يوې پراخي   او هر اړخيزي اقتصادي او ټولنيزي  ستراتيژۍ په جوړولو او پلي کولو کي  ، هغو شونتياوو او امکاناتو ته پام وکړي چي  افغانستان يې د ګرځندوئ او توريزم  په برخه کي لري .  د ګرځندوئ صنعت اوس د نړيوال اقتصاد يوه درنه برخه جوړوي . د نړۍ زيات شمير هيوادونه د خپل ملي عايد پوره او غوښنه برخه د ګرځندوۍ  صنعت  او په هغې پوري تړلو چارو له  برکته  تر لاسه کوي  . د هغو خپروشويو شمېرو څخه چي د بيلا بيلو موسيسو له لوري  وړاندي شويدي ، په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي  د نړۍ د سېلانيانو شمېره   ٧٦٣ اوسوه درېشپيته مليونه تنو ته رسيدلئ ده  ، چي د ٢٠٠٣ ميلادي کال په نسبت ١٠ اعشاريه  ٧ په سلو کي زياتوالۍ ښئي . نوموړې شميره د ١٩٨٠ ميلادي کال راوروسته تر ټولو زياته ګڼل شوېده .  د نړيوال ګرځندوئ ادارې په وړاندوينه ، ښايې له  ٢٠١٠  ميلادي کال څخه تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پوري د نړۍ د سېلانيانو شميره په هر کال کي يومليارد او شپږ مليونه تنو ته ورسيږي   د ګرځندوئ صنعت چي له يوې خوا هيوادونو ته مالي ګټي راوړي اوله بل پلوه د نړۍ د انسانانو تر منځ د دوستۍ او ملګرتوب اړيکي  غښتلي کوي . دا دوه  فکتورونه ، د سوکاله  نړۍ بنسټيز ي اړتياوي   دي ، چي  د نړۍ ټولو هيوادونو او په ځانګړې توګه زموږ هيواد  دبيا رغولو او ډاډمن امنيت  لپاره  ټاکونکې او اغيزمنه ونډه لري  . 

د ګرځندوئ صنعت يو داسي سوداګري ده چي نه يوازي د دولت مالي توان زياتوي  ، بلکي په هيوادونو کي ميشت   اولسونو ته هم د عايد او ګټي وسيله ده ، زيات شمير اقتصاد پوهان په دې باور دي چي تر ټول ښه او ارزانه ګټه د اوسنۍ نړۍ په توريستي او ګرځندوي صنعت کي پرته ده .   تورستي سيمو ته د سېلا نيانو تله راتله  په حقيقت کي   د رښتني  او بې سوده  ( بدون ربح )   اسعارو د وړلو راوړلولار ده   . د سېلانيانو سره  سيمه ايز مارکېټونه ، محلې پېداوار ، لاسي صنايع ، او نور ي اقتصادي  اډانې    پر له پسې وده کوي او تر څنګ يې د تورسيتي سيمو اوسېد و نکو  ته د ګټورکار زمينه برابريږي  .  د همدې سېلانيانو د تلو راتلو په وجه   د ترکيې هيواد په ٢٠٠٤ مېلادي کال د ١٣ مليونواو٢٠٠  دوه سوه زره تنو سېلانيانو په منلو سره  ١٥ مليارده او ٩٠٠ مليونه امريکايې دالره تر لاسه کړيدي . د ايران هيواد هم په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي يو مليون او شپږ سوه زره تنه سېلانيان منلي چي تر لاسه شوۍ عايد يې يو مليارد او ٧٤  زره امريکايې ډالرو  ته رسيږي . هغه شونتيا وې چي په نوموړو هېوادونو کي شته افغانستان  کي هم شته اويا هم   د لږ زيار وروسته همدا شان وړتياوي تر لاسه کولای شي  .

د ګرځندوئ صنعت  په هېواد کي ميشتو اوسيدونکو او د نړۍ اولسونو ته  د ملي هويت د ساتني اوتاريخي برم د پيژندني  تر ټولو ښه او ګټوره لار  ده . هغه تاريخي او ملي وياړونه چي د اولس باور يې خپل کړئ وي ، د همدې صنعت په مرسته لا زياته وده کوي ،  د ملي کچي څخه يې تر نړيوالي کچي پوري  د لوړتيا پړاونو ته لاره پرانستل کيږي . ښايې  نورو هېوادونو او اولسونو ته د يوه هېواد د ملي هويت او پخواني  برم   پيژندنه د  دېپلو ماتيکو اړيکو د لاري  تر سره شي ، خو دا کار د مصارفو پرته د ګرځندوي صنعت له لاري  په  لا پراخه پيمانه او رښتني توګه  تر سره کیدای شي . تاريخي ودانۍ ، مذهبي سيمي او کلتوري ټاټوبي  چي د اړوندهيواد هويت څرګندوي ، د همدې صنعت په مرسته په خورا ښه توګه څرګنديدلای  او دوه کولای شي .

د ګرځندويانو او يا ګرځندوئ صنعت  د مهار کولو او يا را خپلولو لپاره  ټاکلي او څرګند معيارونه نه شته چي د هغو په بشپړلړ ليک (  فهرست ) وتوانيږو . ښايې يوشمير ګرځندويان د تاريخي سيمو د ليدلو ليوالتيا ولري او بل شمير د بحيرو او سيندونو د مستو څپو مينه وال وي ، ښايې يوشمير به متبرکه ځايونو ته زړه ښه کړي او يو شمير به د خلوت او فراغت سيمي ولټوي ، ښايې يوشمير به د ګڼه ګڼو ډک ښارونه خوښوي او يوشمير به په ښکلو غرنيو سيمو کي د خلوت ټاټوبي  او په لنډه توګه ، هغومره چي  د انسانانو د خيال نړۍ يو له بله بيله ده  په همدې پيمانه يې د خوښي توکي او د ميني وړ شيان او ځايونه سره بيل  بيل دي . د دې سره سره بيا هم يوشمير ځانګړتياوي  په ګوته کولای شو  چي د ګرځندوئ صنعت د ودي او پراختيا  مرستندوئ ګرځي  . د بيلګي په توګه :  لرغوني سيمي  او ودانئ ( ابدات  ) او اړوند موزيمونه  ؛ ښکلي  طبيعي منظرې   ؛ اتنوګرافيکي ځانګړ تياوي او لاسي صنايع   ؛متبرکه ځايونه او زيارتونه  ؛ د ارامتيا او روحي هوسايني  ټاټوبي  او نور يادولای شو .

افغانستان  د منځنۍ اسيا په زړه کي  د ګرځندوئ صنعت په اړه ارزښتمن دريځ لري   ، دا هيواد که  له يوې خوا شتمن لرغوني تاريخ   او د پخوانيو مدنيتونو ستري نښانې لري  ، له بله پلوه ښکلئ طبيعي چاپيريال ، د موسمونو څرګند مهالونه او ځانګړي لاسي صنايع  يې هم  هغه ځانګړتياوي دي چي د سېلانيانو  د پوره پاملرني  وړ ګرځي   .

لرغونئ افغانستان   د مور خينو  په ليکنو او اثارو کي بيلا بيل لقبونه خپل کړيدي . نامتو انګليسي مورخ او فيلسوف ارنولد تاينبې  افغانستان د لرغونو مدنيتونو هغه څلور لارې ګڼي چي د ليرو سيمو څخه يې مدنيتونه منلي او بيا يې په افغاني بڼه ګاونډيو او ليري پرتو سيمو ته ليږدولي دي ؛ جاپاني لرغونپوه  ماوريز يوتوزي   افغانستان  د لرغونو سوداګرانو د تلو راتلو لار او د ارزښتمنو توکو د پلورلو او پيرودلو ټاټوبې  بولي  ؛ دامريکايې لرغونپوه بنجامين رولاند  په باور افغانستان د لرغونو مدنيتونو د ثبوت او سپيناوي  لپاره د پريمانه توکو او لاس وندونو خاوند هېواد دئ ؛ علامه حبيبي افغانستان ته د تمدنونو زانګونوم ورکړېدئ .   د دې القابو او نومونو څخه دا رښتنې پايله تر لاسه کيږي چي افغانستان د لرغونو زمانو او پخواني تاريخ زياتي بيلګي لري چي د ګرځندوئ صنعت د پراختيا  او ودې لپاره مرستندوي ګرځېدلای شي .

د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي  زيات تاريخي ځايونه  او لرغوني  سېمې  شته چي په لږ سمون د زياتو ليدونکو او سېلانيانو پام ځا ن ته اړولای شي .  د لته د څو بيلګو يادونه کوم . په کابل کي د شير در وازې او اسمائې غره لرغوني ديوالونه ؛ ، د مرنجان لرغونې غونډۍ ؛ د شا ه تپې په سيمه کي نوئ سپړل شوئ بودايې معبد او په لسګونو نورځايونه شته چي د نه ليږديدونکي موزيمونو په څير ودان او د سېلانيانو د ليدلو جوګه شي . په کندهار کي د څلويښت زينو تاريخي ډبرينه ودانۍ ؛ د نارنج تاريخ  ماڼۍ ، د کندهارد زاړه ښار پاتي شوني او په لسګونونوري  توريستي سيمي  . په لرغوني بلخ کي   د بلخ لرغونۍ ښار ، د پلي حج جومات ( مسجد نه ګنبد ) د ابو نصر پارسا جومات  او په لسګونو ور ، په هرات کي د مصلا برجونه ،  ، ګازرګاه ، د اختيارلدين کلاه او په لسګونو نور ، په ننګرهار کي د هډې  لرغونۍزيرمتون ، د بساول سموڅي ، د درونټې غرنۍ ګاري او په لسګونو نور . په باميان کي د وران شويو سترو پژيو ( مجسمو ) نښانې ، د باميان سموڅي ، او د ضحاک په نوم د بيلا بيلو تاريخي ودانيو نښانې او په لسګونو نور  او په دې ډول د هيواد يو شمير نور تاريخي ابدات او لرغوني سيمي لکه : د جام څلۍ ، د بست کلاه ، د غزني منارونه ، د مرزکې لرغونتون ،د لوګر ګلدره ، د جوزجان د با با حاتم زيارت ،  او په سلګونو نور تاريخي  ځايونه او لرغوني سيمي شته چي د ګرځندويانو او سېلانيانو لپاره د پوره پاملرني وړ ګرځېدلای شي .

 

                                    

   د افغانستان د يوشمير  تاريخي  ځايونو انځورونه چي د ګرځندوئ صنعت لپاره ارزښتمن ګڼل کيږي

                              ( د ا انځور د ميرمن نانسي دوپرې د کتاب  څخه کاپي شويدئ )

 

ښکلي او په زړه پوري طبيعي سېل ځايونه او ملي پارکونه  هم د سېلانيانو دپوره  پام وړ ګرځي .   په افغانستان کي  يو شمير داسي سيمي او سېل ځايونه شته چي نړيوال نوم يې ګټلۍ دئ ، د بيلګي په توګه د نورستان  طبيعي ښکلا ، د امير په نوم  طبيعي بندونه ، د سردې بند ، دپغمان په زړه پوري هوا او يوشمير نور يادولای شو . د دې تر څنګ لا تر اوسه زياتي سيمي او طبيعي ښکلي ځايونه شته چي د پيژندلو هڅه يې نه ده شوي او يا پوره پام ورته نه دي اړول شوئ ، چي د لږ پام اړولو په صورت کي د زياتي پاملرني وړ کېدای شي . د کجکي ، ګرشک ، سروبي ، نغلو ،  درونټې  او قرغې د اوبو بندونه او هغو ته  څيرمي سيمي ، د سېلانيانو د راټوليدو او تفريح وړ ځايونه دي ، چي د ډير لږ زيار په منلو نړيوال شهرت ته رسېدلای شي .

په افغانستان کي د ښکلو منظرو څو بيلګي

 

 

                                                

                                    په  پغمان کي د خپلواکۍ تاق  يا د بري ششک ( طاق ظفر )

                                   

                                      د طبيعت يوه ښکلې معجزه  يا د امير بند  ( بند امير )

                                  

                                           په نامتو نورستان کي يوه په زړه پوري منظره

 

په دې ډول نوري شونتياوي هم شته چي د افغانستان د ګرځندوئ صنعت لپاره مرستندوئ ګرځېدلای شي . په دې هيله  چي د ګرځندوئ صنعت هر اړخيزه پلان طرح او پلان  شوي تدابير پلي شي لاندي وړانديزونو ته د چارواکو پام را اړوم :

لومړۍ :  په ټول هيواد کي د موزيمونو ، توريستي سيمو او ځايونو د نومونوبشپړ  ليک لړ ليکل  ، او دتوريستي معيارونو سره  سم د هغو بيا جوړونه او رغونه .

دوهم : د هيواد نامتو توريستي سيمو او ځايونو هر اړ خيزه پيژندنه او په پر له پسې توګه د هغوۍ  انځوريز بلاکاتونه او بروشورونه خپرول .

دريم  : د ډله ايزو خبري موسيسو ( اخبار ، را ډيو ، تلويزيون  ، بريښنايې اعلان او نور ) له لاري  د کورنيو او بهرنيو  سيلانيانو د پام اړولو په نيت پر له پسې خپروني .

څلورم : د ګرځندوئ صنعت لپاره د مسلکي پرسونل د  روزني او پالني تر څنګ د هيواد عام اولس ته د ګرځندوي د ګټو په تړاو پر له پسې  او هر اړخيز مالومات وړاندي کول  اود اړينو تبليغاتو تر سره کول .    

پنځم  : د هېواد توريستي سيمو ته د سيلانيانو د تلوراتلو اسانتياوي برابرول ( ترانسپورت ، هوټلونه ، ميشت غالي او نور )

شپږ م : په توريستي سيمو او ځايونو کي د اړينو توکو لپاره د مارکيټونو جوړول .

اووم : په توريستي سيمو کي د بريښنا ، تليفون ، سټلايټ ، انتر نيت او دا ډول نورو اړتياو برابرول .

د دې لپاره چي د وړانديزونو دا لړۍ بشپړه او هر اړخيزه شي د دې ټکي يادونه اړينه ګڼم چي د يوې دايمي  مسلکي او علمي کمېټې تر لار ښوني لاندي  د ګرځندوئ چارو ته  پام وساتل شي .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006