دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دهېواد د يوه نامتو پوه په وير کي

 

                               دهېواد د يوه نامتو پوه کانديد اکادميسن نوميالي په وير کي

 

 

                                                 اه را ووت له ګوګله  سترګي سرې شوې

                                                 پر کمبله   چي  مو بيا د غم نارې  شوې

                                                سوې چيغه شوه،مرګي (  نوميالئ ) يووړ

                                               اسماني تندر راپريوت  هيلي مړې شوې

                                                                                                 با بوزئ

 

                           کانديد اکادميسن  سر محقق  محمد انور نوميالي  نيمګړې دنياګئ پريښوده .

                                                               انا الله انا اليه راجعون

ډير زيات خواشيني يو چي د هېواد ستره پوهنيزه هستي مو له لاسه ولاړه . خدای بخښلي نوميالي  زموږ د هېواد  د ګوتو په شمير  مخکښو  پوهانو په ټولګه کي  ځانګړئ دريځ درلود . د خپل پيرپه پوهنيزو او  څيړنيزو چارو کي  يې  ستر خدمتونه تر سره کړل . د لرغونو زمانو په پټو رازونو يې ځواکمني څيړني  وکړې ، په اتنو لوژيکي او اتنو ګرافيکي  پلټونوکي يې د لوړو پوړيو تر بريده برئ وموند  ، په ارواپوهنه او ميتولوژيکي څانګو کي  د نوي کهول لپاره  د ريښتينو څيړنوسرلارئ شو او د ژباړي په برخه کي يې د سيمي  او نړۍ  د نامتو ليکوالو يو شمير ارزښتمن  اثارو  ژباړل  او په دې ډول  يې افغاني پوهنيزه کښتئ غښتلې او هغې ته يې  ته د پر مختګ توان ورکړ .

کانديد اکادميسن نوميالي د خپل ژوند زياته برخه د پوهني او څيړني په لار کي تيره کړيده ، خو هغه مهال چي د افغانستان علومو اکادمئ غړيتوب يې  ومانه ، په پر له پسې توګه يې  ديو شمير ټولنيزو علومو په اړه  څيړني او پلټني تر سره کړيدي چي يو زيات شمير اثار يې  د هيواد او سيمي  په کچه نامتو شوي  هم دي  . په تاريخي اثارو کي  د مرحوم نوميالي  د نورو زياتو کتابونو تر څنګ  ((  د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي )) نومئ کتاب  د نوښت  سره مل نامتو اثر ګڼل کيږي  . په ارواپوهنه او ميتولوژيکي څيړنو کي يې د نورو زياتو ليکنو تر څنګ  (( د کوډو سر نوشت د علمي څيړنو په رڼا کي  )) د هېواد او سيمي په کچه وځلېدئ .  د بهرنيو ژبو څخه  په ژباړل شويو اثارو کي يې  د (( هند د لومړي کمونيزم څخه تر مر ئتوب  پوري ))  کتاب چي د هندي نامتو مورخ    ا. ش . ډانګې په زيار ليکل شوئ وو، زيات شهرت وګټئ .

مر حوم نوميالئ په ليکنه ، څيړنه او ژباړنه کي د ځانګړي سبک او ليد لوري خاوند وو . هغه به د هغو ټولنيز خوځښتونو او بدلونو هر اړ خيزه څيړنه کول چي په هېواد او ګاونډيو سيموکي يې  د ميشتو اولسو نو د برخليک سره  تړاو ليدل کېدئ  .  تاريخي ليد لور او د څيړني ډول يې په سيمه کي د احسان طبري  او کاسمينسکي په څير د علت او معلول پر بنسټ  ولاړ وو . په ټولنيزو او اتنو ګرافيکي  څيړنو کي يې د امريکايې  لويس مورګان او روسي بروملې  په څير شنني او پلټني تر سره کولې . او په شفاهي ادب او مرکو کي يې د ستر خوشال خان  خټک په څير د هر ډول بنديز پرته خپل اند او خيال  په ډاګه کوئ .

مر حوم نوميالئ  په خپل  ځانتني ( شخصي ) ژوند کي  د زياتو ځانګړتياو خاوند وو . يو له هغو ځانګړتيا وڅخه د هغه  هوډ وو ، د ليکوالو او څيړونکو په منځ کي يې د کلک عزم  خاوند  او هوډمن  څيړونکي  په نوم لوړ دريځ درلود ، د دې خبري د سپيناوي لپاره  د يوې بيلګي په توګه غواړم  دهغه کتاب  يادونه وکړم چي مرحوم نوميالي  په خپلو زرينو ګوتو خپل يو نامتو اثر(( د کوډو سر نوشت د علمي څيړنو په رڼا کي  ))    په ښکلي  پښتو ليک   د دې لپاره په خپل لاس وليکئ چي  د هيواد ځوان  او راتلونکي علمي کهول ته يې د ليک بيلګه  پاته شي .

خدای بخښلئ نوميالي د د دې سره _ سره چي د هېواد نامتو پوه او ځواکمن څيړونکئ وو ، دافغان  نوي علمي کهول لپاره ښه هڅونکئ اولار ښونکئ  هم وو . پر نورو يې د خپل لارښووني احسان نه کاوه ، تملق او غوړه مالي يې نه خوښول ، پر ملګرتوب او انډيوالئ ټينګ وو ، چل او تير وتنه يې بد ګڼل ،  خپله رښتنئ او سپيڅلئ وو  او د نورو څخه يې هم  د رښتينتوب  او سپېڅلتوب هيله کول . هغه کسان يې نه خوښول چي د زمانې په تله به يې ژوند کاوه .  زه په پای کي د لوئ څښتن ( ج) څخه د خدای بخښلي نوميالي روح ته د فردوس جنت غوښتنه کوم او د کورنئ غړو ، شاګرانو او دوستانو او ټولو هېوادوالو ته د دې ستر غم د زغم  غوښتونکئ  يم .

 

                                                                                      امين يا رب العالمين

                                                                        د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب

                                                                                       پوهنوال رسول باوري

 

په لاندي تړاونو کي  دوې ليکني لوستلای شئ چي يوه يې د مرحوم  کانديد اکادميسن نوميالي يوه ليکنه او بله هم  د هغه خدای بخښلي  د يوه نامتو اثر په اړه ليکل شوېده : 

 د کوډو سرنوشت ... د سليمان لايق په نظر کی

د يوه ارزښتمن کتاب په اړه

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006