دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دناروغ زړه تماشا مه کوه

دپوهنمل حاجی محمد نوزادی ليکنه
 
                                         دناروغ زړه تماشا مه کوه
 
      دقلندر عبدالرحمن دملنګې په کچکول کښی داسی مرغلری هم موندلای سو :
  زه ملهم دزړه له چا غواړم بی خدايه
  چه کړای  نشی طبيبان  ملهم د زړه
  دخليل  تر کعبی دا کعبه  ده  لويه 
   که اباد کا څوک ويران حرم د زړه
  عبث وائي غم دزړه وبوالهوس ته
  څه  پوهيږی هلکان  په غم د زړه
خو رحمان بابا داښکلۍ اميل هغه وخت دمعنوی زړه دپاره پيئلۍ دی اواوس د بيولوژيکی اوفزيکی زړه دپاره پاک خدای طبيبانوته هم موثر ملهم پلاس ورکړيدی چه په هکله ئي کيدلای سي و بوالهوس ته هم څه وويل سي او هلکان يعنی ناخبره خلګ هم ور باندی پوه کړل سي٠
ø
زړه دانسان په بدن کښی دهغو نجيبو غړو دجملی څخه دی چه فعاليت ئي دژوند دپايښت لومړنۍ او بنسټيز شرط دی ،داځکه چه دبدن دهری حجری فعاليت دټول ژوند په هره ثانيه کښی دزړه په فعال خوځښت، انقباض و انبساط پور ی تړلې دې ٠ دزړه دمعنوی ارزښت په هکله موږ هر يو دډيرواړه سن څخه نيولی د ژوند تر پايه پوری هره ورځ   په شعرونو ، عشقی او تراژيدی داستانونو ٠ لنډيو ،سندرو او نورو هنری څرګندوونو کښی رنګارنګ بيانونه اروو ٠ داسی څوک به پيدانشی چه دزړه درد ئي ددغه ډول هنری لاروڅخه درک کړی نه وی او يا ئي هم پخپله د زړه نه دشکايت، ګيلو او دهغه څخه دخوښۍ ښودلواو ستايلوپه هکله په لس ګونولنډۍ، غزل، څلوريځي اودشعر نور ډولونه په ياد نه وی ،همدا اوس چه د ليکنی اصلی موخه می دزړه ديوی ځانګړی ناروغې په هکله دلنډ معلومات ليکل دی ، دخيال جلو می بی اختياره دزړه په اړه دشعر دنيا ته بيائي  او قلم می د نورڅه وليکلو ته کشوی ٠ ښه به دا وی چه اصلی خبری ته راوګرځم چه هغه د زړه خيالی دنيا نده بلکه دهغه دمادی ژوند په هکله دځينوفزيکی نيګړتياو څرګندونی او روغتيائي نا خوالی دی ٠
هغه دوستان چه ځما سره نژدی پيژندګلوی لری،خبر دی چه ځمامسلک دځمکی دزړه سره تړاو لری نه دانسان ، يعنی ما د معدن پيژندنی ديوه متخصص په حيث پيژنی ٠ له نوموړو دوستانو څخه پرته به ځينی وطنداران هم وی چه کله ناکله به ئي ځمايو نيم شعر يو يا بل ځای تر سترګو سوی وی او يا به ئي ځما ځينی سياسی ليکی لوستی وی ٠ دغو ټولو ته به دحيرانتيا وړ ښکاره سي چه د طبی ليکنو سره ځما څه اړه سته ؟ داځکه چه زه خو طبيب يا ډاکتر نه يم اوبيانو ددغه ډول ليکنوحق ځان ته په کوم صلاحيت ورکوم ؟ زه هم په نظر کی نه لرم چه پښی می دخپلی توشکی نه زياتی اوږدی وغځوم ٠ خو خبره بيخی بل ډول ده ٠
هغه ناروغی چه زه غواړم په هکله ئي لنډ معلومات وړاندی کړم، دزړه دهغو شيريانوتنګوالۍ او بشپړ بنديدل دی چه همدااوس نه يوازی دپاخه سن والا خلګ ، بلکه تر ډيره ځايه ځوانان هم ورسره لاس او ګريوان دی ٠ که چيری پر خپل وخت و دغی ناروغی ته پام وا نه ړول سی خبره د زړه و په ټپه دريدويعنی سکتی ته رسيږی چه علاج ئي بيا ستونزمن کاردی او اکثره وختونه ئي پايله مړينه ده ٠
د هغو کسانو دجملی څخه چه بايد ددغی ناروغۍ قربانی سوی وای يوهم زه پخپله يم ٠ دلومړی ځل د پاره ٢٠٠٥کال په اکتوبر کښی نوموړی ناروغۍ زه مجبوره او ودی ته ئي وهڅولم چه جدی پام ورته راوګرځوم او په اړه ئي وډاکتر ته مراجعه وکړم ٠ دډيرو او پرله پسی اوږدو معاينووروسته چه څو مياشتی وخت ئي ونيوی ،اخيرنۍ تشخيص و سو ٠ کله چه داکتر راته اعلان کړه چه دزړه هغه شيريانونه می کوم چه پخپله دزړه وعضلوته وينه رسوی بيخی بند سويدې او دعلاج يواځنۍ چاره ئي بايپاس عمليات دی ٠ او بيا ئي د نوموړو عملياتو په هکله جزئيات راته څرګند کړل ، داچه اولين وار می دا خبره اوريده او تر دغه ګړيه می په اړه هيڅ ډول ژور معلومات نه درلود نو دومره وارخطاشوم چه له ډاره می ويښتيان پر سر جګ ودريدل ٠ په هرصورت ٠ دروان ٢٠٠٦ کال د مۍ په ١٥ نيټه د ډنمارک هيواد د اغوس
Arhus ښار په سکايبوSkejby
نومی روغتون کی می چه په اروپاکښی يو دډيرو مجهزو روغتونونو دډلی څخه دی ، دجراحی عمليات په پوره برياليتوب سره پاي ته ورسيده، او او دلوی خدای په فضل می روغتيااوس په چټکۍ سره مخ په ښه کيدوده ٠ د فرصت نه په استفاده غواړم دنوموړې روغتون دټولو هغو ډاکترانو او نرسانوڅخه چه په ډير زړه سوی سره ئي ځما تداوی کوله او همدارنګه د هغو دوستانو خڅه چه ځما او ځما دکورنۍ سره ئي ځما د ناروغۍ پر وخت بيساری خواخوږی وښوده، دزړه دکومې مننه وکړم ٠
پر ډيرو کسانو باندی د عملياتو نه مخکښی ډار اوتشويش او دعملياتو نه وروسته عمومی ضعف ،د دواوؤجانبی منفی تاثيرونه او په دايمی ډول ددوا وخوړلو ته احتياج دومره ژوری اغيزی ښندلی دی چه دسختو روانی ناخوالو سر لاس اوګريوان دی ٠ هرڅومره چه موږ ددغی ناروغۍ په هکله پوره لازم معلومات ولرو ، په هم هغه اندازه مخ د واره پدی باندی پوهيږو چه دا ناروغی د شلو کلنو مخکی پشان دنننی طبی تخنالوژی او دپوهی داړينو پرمختياوؤ په نظر کښی نيولو سره اوس يوه دډار وړ ناروغی نده او په عملياتو کښی ئي جراحانو ستری تجربی پلاس راوړی دی ٠دبلی خوانه زموږ ضروری پوهه پدی هکله مرسته کوی ترڅو د علايمو له مخی ور باندی خبراود تشخيص او درملنی دپاره ئي ډاکتر ته ولاړ سو ٠
په همدغه لحاظ د وطندارانو سره د مرستی په خاطر ، ما دډنمارکی او انګريزی منابعو څخه په استفاده يو لړ اړين معلومات راغونډ کړيدی او هيله ده چه لوستل به ئي په زړه پوری او په پام کی نيول به ئي دومره ګټور وی چه په ډير سخت حالت کښی د ژ وندی پاته کيدو سره مرسته کولای سی ٠ اوس به دلوړی نسبتا اوږدی مقدمی وروسته و اصلی خبری ته را وګرځم 
زړه دپمپ کولو ديوی الې په توګه  :
      دژوندی موجوداتو په بدن کی زړه يوه تر ټولو ضروری عضله ده چه په انسانانو کښی دسينی
 دقفس کيڼی خواته پروت دی ٠ دغه منځ خالی عضله ديوه داخلی ديوال پواسطه پر دوو برخو
 ويشل سويده چه هره نيمه برخه ئي بياپه خپل وار دوی حصی لری، يو ئي بطن اوبل ئي جوف يادوی ٠ دکيڼ بطن دلاری دزړه دسره راټوليدو او انقباض پواسطه وينه دبدن ټولو ساحوته پمپ کيږی  ٠ هغه رګونه چه دزړه څخه وينه و ټول بدن ته رسوی د شيريانو پنامه ياديږی ٠  وينه دبدن ټولوحجروته اکسيجن رسوی    او بيکاره مواد تری ليری کوی ٠ ددغه مهمو دندو دتر سره کولو وروسته وينه دوباره دټول بدنڅخه بيرته دزړه دپراخيدو او انبساط په  حالت کښی دزړه ښې برخی ته راځی او هغه رګونه چه وينه بيرته زړه ته رسوی د وريدونو پنامه يادوی٠ لدی نه وروسته بيا وينه له دغه ځايه څخه و سږو ته پمپ کيږی ٠ د وينی هغه جريان چه وينه دبدن وټولو برخو ته بيائي او بيرته ئي تر زړه پوری رارسوی ، دوينو دلوی دوران پنامه اوهغه جريان ئي چه وينه دزړه ځخه وسږو ته بيائي او بيرته وزړه ته راولی ،دوينو کوچنی دران پنامه يادوی ٠
    په سږو کښی وينه دهغی هواڅخه چه د تنفس پواسطه ورځی اکسيجن اخلی اوبيرته دکوچنی دوران په بشپړولو سره دسږو څخه دزړه کيڼ طرف ته ځان رسوی ٠دغه اکسيجن دی چه وينه ئي دخپل لوی دوران دلاری دبدن وټولو ارګانو ته ور ليږدوی ٠ ددی دپاره چه دبدن حجري ژوندی او فعالی وی،زړه بايد په يوه ټاکلی ګړندتياسره نوموړی دوران په منظمه توګه ترسره کړی ٠ د زړه اساسي دنده په برياليتوب سره دهمدغه دوران تامينول دی ٠ په ځينو حالاتو کښی مثلادمنډی وهلو پروخت دبدن حجری واضافی اکسيجن ته ضرورت پيداکوی چه پدی صورت کښی بايد زړه دوينوپمپ کول په لازياته چټکتيا سره سرته ورسوی  ٠
دبدن دنورو ټولو برخو پشان پخپله دزړه عضلی هم و اکسيجن ته ضرورت لری اوبيله هغه څخه
خپلی دندی تر سره کولای نشی ٠ نوموړې اکسيجن بايد دوينی دلوی دوران په ترڅ کښی دوينو
 پواسطه دغو دزړه عضلوته ورسيږی ٠ دزړه دعضلو وټولوبرخوته وينه ددرونسبتا لويو شيريانو
 دلاری ځان رسوی، کومچه بيا په خپل وار په متعددو کوچنيو ښاخونو ويشل کيږی او پدی توګه نو دنوموړی عضلې  وهری برخی ته ځان رسولای سی تر څو داکسيجن ضرورت ئي ورپوره کړی ٠
 دانسان دبدن لوی شيريانونه چه قوی عضلې لری دزړه څخه پيل کيږی او ديوه بالغ انسان په بدن
کښی ئي اوږدوالې د ٧٥ سانتی مترو څخه تر يوه متره پوری رسيږی چه قطر ئي دزړه سره په تړلې حصه کښی نژدی ٤ سانتی دی ، او دغه ډول ستر شيريانونه دښارګو پنامه يادوی ٠ دغه لوی شيريانونه بيا اهسته اهسته په کوچنيو ښاخونو بدليږی چه پخپله دزړه دعضلې څخه نيولی بيا دسرترماغزو ،ګيډی ، لاسونو او دپښو ترګوتو پوری ځانونه غځوی ٠ کله چه دانسان دبدن فزيکی فعاليت زيات وی ، دزړه شيريانونه بايد په مجموعی ډول په يوه دقيقه کښی ١٨ ليټره وينه په دورانی توګه انتقال کړای شی ٠
   وريدونه دشيريانو برخلاف نازکی عضلې لری او موقعيت ئي هم دشيريانو دژور موقعيت
 برخلاف دپوست وخارجی سطحی ته دومره نژدی دی چه حتی په پښو او لاسونو کښی تر پوست
 لاندی په سترګو هم ليدل کيدلای سی ٠د وريدونو داخلی جوړښت داسی دی چه وينه بيرته دشاخواته حرکت نه سی ورپکښی کولای او بايد يوازی دزړه ښۍ برخی ته ځان ورسوی او پدی توګه دوينی دوران بشپر کړی ٠ دوينو د دوران سره تړلې دزړه نارغي٠
   دوينی ډير لوړ فشار ٠ داهغه فشار دی چه وينه ئي دخپل دورانی جريان په وخت کښی داړوندو رګونو پر جدارو باندی اچوی ٠ دوينو دشيريانوداخلی قطر ، په تيره بيا د وړو شيريانو په ښاخونوکښی دوينی دفشار پرتنظيمولو باندی لوی اثر ښندی ٠ ددي خبری معنا داده چه په هره اندازه دشيريانو داخلی برخه تنګه سوی يعنی قطر ئي وړوکۍ سوی وی په هم هغه اندازه دوينی فشار جګ او معکوس حالت ئي دټيټ فشار سبب ګرځی ٠ البته نور فکتورونه هم پدی هکله تاثير ښندونکی دی مثلاهارمونونه ، دوينو درګونو په عضلو کښی دمالګی مقدار او همدارنګ ارثی ځانګړتياوی ٠که چيری د وينی فشار ډير جګ وی ، دوينی دشيريانو دتنګوالې او حتی دزړه په عضلو او مغز کی د وينی دجريان دبنديدو دخطر احتمال ډير دی چه داکار دوينود پمپ کيدو قدرت کموی ٠ د وينی دلوړ فشارله کبله کيدلای سي چه په مغز او سترګو کی دوينی رګونه وچوی ٠ دوينی نورمال فشار بايد د ١٤٠ پر ٩٠ څخه ټيټ وی او که چيری دشکری ناروغی هم موجوده وی ، دا فشاربايد د١٣٠ پر ٨٥ نه جګ ولاړ نشی ٠ لوړ فشار معمولا ډير ښکاره علايم نه لری او يوازی دمعاينه کولو له مخی معلوميدلای سي ، خو ځينی وختونه دسردرد  په تيره بيا دسهار په وخت دځانه سره لری چه داکار معمولی ندی ٠ دوينی فشار دسيمابو دستون له مخی په دوو عددو سره ښودل کيږی ٠ لوړ عدد ئي هغه فشار ښئ کوم چه وينه ئي د زړه دانقباض پروخت درګونو پر جدارو واردوی او کښته عددئي هغه فشارښئ چه دزړه دانبساط پر وخت درګونوپر جدارو وارديږی ٠ دوينی فشار نوسانی حالت لری ، داستراحت پر وخت ټيټ او دفزيکی فعاليت پر وخت جګ وی اوهمدارنګه د شپی لخوا ټيټ او دغرمی پروخت لوړ وی ٠ له دی نه پرته دفشار داندازه کولو الې هم يوشان دقت نه لری ٠ پدی خاطر نو دمعاينه کولو پر وخت بايد يوازی د فشارپه کتلو بسنه او قناعت ونه سي ٠
په بدن کښی دوينی دشيريانو تنګوالۍ :
  داکارپه ډيره اهسته توګه دکلونو په تيريدو سره سرته رسيږی چه کيدلای سي د١٥ کلنی عمر په
 شاوخواکښی پيل سي ٠ پدی توګه غوړين مواد د وينی څخه رسوب کوی او دشيريانو پرداخلې
 جدار باندی يوډير نازک قشر جوړوی ٠ کله کله خو لس ګونه کلونه يعنی د٢٠ څخه تر ٦٠ کالو
 پوری وخت نيسی چه دترسباتو اندازه کوم چه منګ ئي هم بولی په يوه برخه کښی دومره زياته سی  چه نوموړی شيريان تنګ او  دوينی ونورمال جريان ته مشکلات پيښ کړی ٠ ددی کارچټکتيا دژوند په شرايطو ، دغذا په څرنګوالې او همدارنګه په ارثی ځانګړتياوؤ پوری اړه لری ٠ دشيريانودتنګوالې علامی ددی سره تړلې دی چه د نوموړی شيريان  دلاری دبدن وکوم غړۍ ته وينه ليږدول کيږی ٠
دزړه په عضلو کښی د وينی دشيريانو سره تړلې ناخوالی :
 کله چه دزړه هغه شيريانونه کوم چه عضلو ته ئي وينه رسوی د منګ پواسطه تنګ سي ، پدی
 صورت کښی نوموړی عضلی نشی کولای چه کافی اکسيجن واخلی٠ له دی امله د زړه تشنج او
 پريدل ، دزړه په عضلو کښی دوينو دجريان بنديدل او دزړه بی کفايتی منځ ته راځی ٠
    الف  -- دزړه تشنج او پريدل :
 په سينه کښی دردونه او دزړه دتشنج او پريدلو نور علايم هغه سيګنالونه دی چه دزړه په عضلو
کښی داکسيجن د کمښت خبرورکوی ٠ داچه دغسي حالت څنګه حس کيږی په مختلفو کسانو
 کښی فرق کوی ٠ پدی صورت کی نو زړه تر حملی لاندی راشی چه د ٢ څخه تر ٢٠ دقيقو پوری
 دوام موندلای سي، د درد شدت دلته کله زيات اوکله هم کم وی ، فزيکی او روحی فشارونه دواړه منفی تاثير اچوی ٠ کله ناکله داستراحت په وخت هم داډول حملی پر زړه راځی چه غيرثابت حالت لری ٠ کله چه پر زړه باندی داسي حمله راسی بايد فورا دهغه کاره څخه چه سړی په مصروف دی لاس واخلې او ارام کښينی ٠ که دموټر چلولو په وخت وی بايد موټر ودروی اودبل چاڅخه مرسته وغواړی ٠ که دلومړی ځل لپاره ددغسی حالت سره مخامخ سي اودردونه د پنځو نه تر لسو دقيقوزيات دوام وکړی بايد فورا وعاجل سرويس ته خبر ورکړی او امبولانس راوغواړی ٠کهچيری ددغی ناروغۍ له کبله څوک تر تداوې لاندی وی بايد د نيتروګليسرين تابليت يا سپر ې  هميشه له ځانه سره ولری او پدغسي حالت کښی ئي استعمال کړی ، که د نوموړې دوا داستعمال سره سره  دردونه نورهم دوام ومومی ، په هرو دوودقيقو کښی بايد يو يو تابليت استعمال سی ، اوکه داکارهم ګټه ونکړی ډير ژر بايد عاجل سرويس راوغواړی ٠ پدی ډول حالاتوکښی ډيره مهمه ده چه ځان دوارخطائي نه وژغوری او په بيړه ځان تر ډاکتر يا روغتون پوری ورسوی ٠دزړه دتشنج علايم مختلف دی مثلا په سينه کښی دردونه او ناراحتی چه دپنځو نه تر لسو دقيقو دوام کوی او بيا پخپله ورکيږی ،کله خو اصلا هم دردونه نه حس کيږی٠ کله داسی دردونه په دواړو اويا يوازی په کيڼ بازو کښی راپيداکيږی چه کرارکرار دملا، غاړی او زامی پوری ځان رسوی اوپدی حالت کښی دغاښ درد ته ورته والۍ لری ٠ په ځينو کسانو کښی نفس تنګی هم منځ ته راځی ٠ ځينی کسان بيا عمومی ناراحتی ، خواګرځيدنه، په بدن کی سړه خوله اوسرڅرخی حسوی ٠ دناروغۍ په لومړی وختونو کښی ويره اوتشويش هم ورسره تړلې وی 
    ب -- دزړه په عضلو کښی دشيريانو بنديدل  :
 لکه څنګه چه مخکی ياده سوه داهغه حالت دی چه زړه خپلو عضلوته دوينو دلاری ضروری
 اکسيجن رسولای نشی ترڅو هغه وکړای سي خپلې دندی يعنی دانقباض او انبساط چاری په
 برياليتوب سره تر سره او پدی توګه د وينی او اکسيجن رسول دبدن ټول غړوته تامين کړی ٠ دغه
 ناخواله دزړه دانفرکت او مرګونی حملی سبب ګرځی ٠ دنوموړو شيريانو دبندوالې علاج که ناروغ پر خپل وخت ورته متوجه  او داکتر ته مراجعه وکړی ، اوس په اسانۍ سره ترسره کيدلای سی چه
 ددغې ليکنی اصلې موخه می همدغه خبره ده چه غواړم ددرنو لوستونکو پام ورته راواړوم ٠
اکسير داروګان او دعلاج ډير موثر او عملا تجربه سوی متودونه سته چه له کبله ئي مرګونی پيښي پدی اخيری کلنو کښی خورا لږی سويدی ٠      دوينو درګونو بنديدل هغه وخت منځ ته راځی چه دمنګ پواسطه نوموړې ځای دومره تنګ سي تر څو داخلی جدارونه ئي  يو دبله سره ونښلې او دوينو دتيريدو لاره په ټپه بنده سي ٠ ددی کارپايله داده چه دزړه هغه عضلی کومی چه له دغی لاری ئي اکسيجن لرونکی وينه ترلاسه کوله ، نور له فعاليته لويږی او په تدريجی توګه ئي انساج که بند سوی ځای  خلاص نشی اويا دکومی بلی لاری نه دوينو رسول ورته تامين نسی ، مړه کيږی ٠

  په هره اندازه چه دزړه دعضلې زياته برخه لدی کبله دوينی اخيستلو څخه بی برخی سويوی ، په هم هغه اندازه دنوموړې عضلی زيات انساج د مړنی دخطر سره مخامخ کيږی او په هم هغه اندازه دزړه دپمپ کولو قدرت له منځه ځی ٠ دغه کار په سينه کښی شديد دردونه راپيداکوی چه شدت ئي په مختلفو کسانو کښی فرق کوی ٠ دادردونه هم کله کله لاسونو، غاړی او زامی ته رسيږی او څو ساعته دوام موندلای سی ، ضعف،خواګرځنی ،قۍ ، نفس تنګی ،سرڅرخی ، خوله کول ،ويره، تشويش اوخفګان رامنځ ته کوی ٠ ځنی کسان لا داسی احساس هم کوی لکه په سينه کی چه ئي لويه ډبره پرته وی ، خو دتجربی له مخی په  شل فيصده دغه ډول ناروغو کسانو کښی داناخواله دهيڅ ډول درد علايم نه ښئ ، يوازی عمومی ناراحتی او ستړيا او ديو ډول خفګان احساس کوی  ٠چه زه هم له دغی ډلی کسانو څخه وم ٠ دزړه په عضلو کښی دشيريانو دبنديدلو علايم دزړه دتشنج اوپريدلو دناخوالې دعلايمو سره ډيرورته والۍ لری، خويوازنۍ ښکاره توپير ئي دادی چه هلته داسترحت او يا د نيتروګليسرين تابليتو د استعمال پواسطه دردونه ژر له منځه ځی ، مګر دلته دوامداره وی او فقط  دروغتون په اړونده څانګه کی ئي علاج شونۍ دی ٠ په روغتون کښي داکار په بيړه سره دداروګانو اويا هم دورانه ديوه رګ دلاری دبالون په داخلو لوسره ترسره کوی ٠ لنډه داچه ددغسی ناروغی د علايمو په حس کولو سره بيله دی چه وخت دلاسه ورکړل سي ،بايد ډير ژر اړوند داکتر يا روغتون ته مراجعه وشی ٠
ج -- دزړه بی کفايتی اودريتم ورانيدل  :
 داکسيجن کمښت په زړه کښی وعضلوته صدمه رسوی  ، په هره اندازه چه داکمښت زيات وخت دوام ومومی په هغه اندازه ئي صدمه زياته وی ٠ هغه مشکل چه دزړه ددغی ناخوالې څخه ريښی
 اخلې ، ښکاره شکلونه ئي دزړه بی کفايتی او د ريتم ورانیدل دی ٠ د زړه د بی کفايتی معنی
داده چه وينو ته ئي د دوران ورکولو قابليت کميږی چه دا کار کيدلای سي مختلف علتونه ولری خو تر ټولو مهم ئي دکوم رګ بندوالی دی ٠ همدارنګه دزړه د ريتم ورانيدل هم داکسيجن دکمبود له مخی منځ ته راځی او علايم ئي عمومی ناراحتی ،بی موازنه ګی ، دزړه پريدل ، نفس تنګی،
 سر څرخی او بی حسی ده ٠
      معاينه ، تشخيص او د ناروغی علاج  :
  دزړه دپورته يادو شوو ناخوالو دنښی نښانو په حسولو سره لازمه ده وخپل معالج داکتر او که خبر ډيره جدی وی ، دروغتون وعاجل سرويس ته بايد مراجعه وسی ، ترڅو اړينی معاينی تر سره  اوترتشخيص وروسته ئي په علاج لاس پوری سي ٠ هر څومره چه ژر او په مناسب وخت ونوموړو
 ناخوالو ته پام واړول سي او اړوندی کتنی ترسره سي، هغومره ژر تشخيص کيدلای سي او دعلاج چاره  اسانه کيږی ٠ درګونو دبنديدو علاج په لومړی وختونوکښی د داروګانو اويا هم دورانه داړين رګ دلاری دبالون په ورتيرولو سره شونۍ کار دی ، خوکه چيری ډير وخت پری تيرسي ،درګ يوه لويه ساحه بنديږی ، منګ کلک کيږی چه پدی صورت کښی نو بيا دعلاج يوازنۍ ډاډمنه لاره د زړه
Bypassoperation
جراحی ده ٠
  د بايپاس اپريشن دجراحی ومداخلی ته ضرورت ددغه ډول ناروغيو دعلاج تر ټو لوجدی چاره ده چه که څه هم  داخيرنۍ دوو لسيزو  په موده کښی  ئي ښکاره برياليتوبوه په برخه سويدی خوبيا ئي هم متاسفانه چه مرګونی خطر صفر کړی ندی ٠ پدي خاطر نوضرور ګڼم په هکله ئي لږ زياته رڼاواچوم تر څو لوستونکی پوره معلومات ترلاسه او خدای مه کړی دورسره مخامخ کيدو په صورت کښی دچاخبره لاس او پښه نشی  :
   پر زړه باندی د بايپاس
Bypass عملياتو څرنګوالۍ  :
  دتيری پيړۍ په وروستيو لسيزو کښی دطبی لاس ته راوړنو څخه يو هم دزړه بايپاس عمليات دی چه ماهم ددغو عملياتو پرميزباندی دپريوتلومزه وڅکله ٠دپلانی عملياتو په لړ کښی دادپيچلوعملياتو څخه شميرل کيږی چه بايد دکاملې عمومی بي هوښۍ په حالت کښی ترسره سي ٠دی عملياتو ته په طبی ژبه 
Coronar Artery Bypass Grafting  يا په مخف ډول CABG وائي ،چه دلته د  بايپاس Bypassڅخه مقصد دلاری اړول يا په بل عبارت داصلی لاری نه پرته دبلې لاری څخه ځان منزل ته رسول دی ٠ پدی توګه دبدن دکوم بل غړی ، معمولا دپښی اوکله هم دلاس څخه په ضروری اوږدوالې چه کيدلای سي تر ٤٠ يا ٤٥ سانتی پوری ورسيږی ،دوريدونو يوه ټوټه راکاږی او بيله دی چه دزړه په عضله کی د تنګ سوی يا بند سوی شيريان سره تماس ونيسی اويا هغه بيځايه کړی ، دنوموړی راکښل سوی وريد يوه برخه تری غوڅوی ، يو سرئي دزړه په لوی شيريان يعنی ښارګ اوبل سر ئي دشيريان دبندسوی ځای نه يوڅه کښته دهم هغه شيريان سره وصلوی ٠  پدي ډول نو د وينو جريان مستقيما دښارګ څخه ددغه وصل سوی وريد دلاری دشيريان هغی برخی ته چه له بندسوی ځای څخه کښته واقع ده رسوی او دهغه ځايه بيا دپخواپشان اکسيجن لرونکی  وينه په شيريان کښی خپله اصلی لاره اخلی او دزړه دعضلی هغوانساجوته چه داکسيجن دکمښت سره مخامخ وه ځان رسوی ٠ اوس نو دبايپاس معنا راته څرګنده سوه چه نوموړې وينی دخپلې مورنۍ لاری نه پرته پر بله لار ځان تر منزله ورساوه ،هلته ئي دمخ په ورانيدو عضلو وانساجو ته اکسيجن ورکړ او ، دزړه نورمال فعاليت ته ئي لاره خلاصه او دپمپ کولو قابليت ئي بيرته ورته تامين کړ ٠ خو ددی دپاره چه تر زړه پوری دلاس رسولواوکارکولو پخاطر لاره پرنستل سي ، بايد دسينی په مرکزی برخه يعنی دګريوان پربرابر دسينی دمخ پوست پری سی، او په امتدادئي دسينی هډوکی اره سی او دسينی قفس خلاص کړل سي ، تر دی خبری پوری می دشاعر دا بيت  راياد سوچه وائي

چه  زړه روغ وی ګريوان کله څيراوه سي
د ګريوان  نه  معلوميږی  د زړه  چاک


       د بايپاس عملياتوپروخت دزړه فعاليت په ټپه دروی او ديوی ځانګړې الی په واسطه  وينوته
 اکسيجن ورکوی او دلوی دوران دبشپړولو پخاطر داوينه د بدن ټولو برخو ته دهمدغی الی پواسه پمپ کيږی ،هرکله چه وريدونه په بايپاس ډول نصب سول ، هغه وخت نو زړه بيرته فعالوی ترڅو خپله دنده پر غاړه واخلې ٠ په ځينو حالاتو کښی بيله دی چه دنوموړی الې نه کارواخلی، دزړه دفعاليت سره يو ځای عمليات تر سره کوی ٠ دبند سوو شيريانو رښنتۍ اوپوره تعداد يوازی دعملياتو پر وخت په دقيق ډول ټاکل کيدلای سي ٠     دبايپاس عملياتو څخه د راپورته سوی ريسک اوخطراندازه دزړه دحالت په څرنګوالې ، دنوروناروغيو مثلا دشکری ديابت په موجوديت ، دوينو دفشار په ډير لوړوالې، دسږی يا پښتورګو په ناروغيو او همدارنګه دزړه دپمپ کولودقدرت په ټيټوالې پوری اړه لری ٠ دټولو اړينوموضوعګانوپه اړه که پخپله دعملياتو په باره کی وی او يائي ترهغه وروسته دعواقبو  ، جر
lح ډاکتر بايد مخکی له مخکی وناروغ ته پوره معلومات ورکړی ٠ د بايپاس عملياتو نه وروسته روغتيائي حالت :
 کله چه عمليات سرته ورسيدل ، دزخم ځاي دبدن دپوست پرمخ په طبعی توګه سورډوله رنګ اخلې ، خوکه چيری ئي سوروالی تر طبعی حالت زيات سور اوزيات تود وی اوياهم دهغه څخه مايعات په راوتو سي، اوياداسی پيښه سي چه تبه ورسره مل وی نو بايد فورا داکتر مراجعه وسي ځکه کېدلاې سي چه هلته ميکروب نفوذ کړی وی ٠د ٦ مياشتو څخه تر يوه کاله پوری دزخم د ځاي سوروالۍ هم ورکيږی اوحتی ټپ ئي لاهم دومره دليدو وړ نه وی، او که چيری منظما مساژ سی سختوالی ئي دمنځه ځی او ارتجاعی نرم حالت غوره کوی ٠  تر عملياتو وروسته ديوی ټاکلی مودی دپاره لږ دردونه اودسينی پرسطح وکيڼ پلوته دپوست پرمخ بي حسوالې منځ ته راځی چه په کراره ورکيږی ،ولی کيدلای سی څومياشتی دوام وکړی ٠ که دردونوتر ٦ مياشتو پوری دوام وموند بايدد ډاکتر سره مشوره وسی،دادردونه او بی حسی پدی خاطر ده چه داعصابو نری تارونه دعملياتو پر وخت قطع سوی او سره جدا سوی دی او ترڅوچه بيرته ارتباط سره نيسی يو مدت وخت ته ضرورت لری ٠دسينی دقفس دخلاصيدو پروخت دملا پر شمزی فشاروارديږی او کيدلای سی څه مدت لږ دردونه ولری ، خو هغه دردونه چه پخپله په زړه کښی تر عمليا تو دمخه موجود وه ، په ډيرو نادرو حالاتو کښی راڅرګنديدلای سی چه دايوه غير معمولی خبره ده اوبايد ډاکتر پری خبر کړل سي ٠
دشيريانو دناخوالو په هکله څو اړينی يادونی  :
  دکاراوفعاليت رول ٠
دانسان بدن دکاراوفعاليت پخاطر وانرژی ته ضرورت لری او انرژی هغه څه دی چه دغذا په تيره بيا دکاربوهيدرايت او شحمياتوڅخه توليديږی ٠ هرڅومره چه بدن ډير فعال وی ،هغومره شحمی مواد ډير په انرژی تبديليږی او سوزی اوپه همدغه اندازه نوموړی مواد دټوليدو او په رګونو کښی درسوب کولو امکانات دلاسه ورکوی چه پدی توګه درګونو دبنديدو خطر کميږی ٠
اکسيجن ٠ دغه عنصر دتنفس کولو پروخت وسږو ته ورځی او دهغه ځايه دوينی پواسطه دبدن ټولو غړو ته رسيږی، دکار  په زياتوالې سره دزړه عضلی قوی کيږی او دډيراکسجن دانتقالولو قابليت پيداکوی .
 کلسترول ٠
داماده دهغوشحمی موادو څخه تشکيليږی کوم چه غذا ئي وبدن ته انتقالوی او په وينه کښی په
 دوه شکله وجود لری ٠ 
  الف ٠ په مضر شکل چه د 
LDL-Cholesterol
پنامه ياديږی او دبدن په رګونو کښي منګ جوړوی ،رګونه بندوی اوپه زړه کښی دسکتی دپاره ښه شرايط برابروی ٠ داحصايئ له مخی يوازی په ډنمارک کی چه نژدی پنځه ميليونه وګړی لری ،
هرکال تر ٣٥ زره نفرو پوری سکته کوی چه ډير لږ ئي ژوندی پاته کيږی ٠
    ب ٠ په ګټور شکل چه د 
HDL-Cholesterol پنامه ياديږی ، نوموړی کلسترول دمنګ جوړيدو او درګونو دبنديدو مخنيوی کوی ٠ ددغو دواړو ډولونو مجموعه دکلسترول دعدد پنامه يادوی ، په هره اندازه چه داعدد لوړ وی په هم هغه دمنګ نيولو او درګونودبنديدو خطر ډيردی ٠دکليسترول دمقدارداندازه کولو واحد ملې مول په يوه ليټرحجم کښی دی چه دروغ انسان دپاره ئي بيخطره مقدار بايد له ٥ ملی مول نه زيات نه وی ٠ پدی ډول بايد کوښښ وسی ترڅو دګټور کليسترول عدد له يوه نه لوړ اودمضر کليسترول دا بيا له ٣ څخه ټيټ وساتل سي ٠ که چيری څوک دزړه ناروغی ، دوينو دجريان ناخوالی ، دشکری ناروغی او داسی نور ولری بايد دکليسترول ګډ عدد له ٥ څخه هم ټيټ راوستل سی ٠ دزيږيدنی پروخت ديوه ماشوم کليسترول ٢،٥ دوه نيم دی او داهغه مقدار دی چه دانسان بدن ضرورت ورته لری، لدی زيات ئي اصلا اضافی او تاوانی  ٠ دبل پلوه دايو اړين کاردی چه دبدن دضرورت له مخی بايد په ټاکلې اندازه شحميات او غوړين مواد وخوړل سی، خو شحميات هم فرق لری يعنی ځينی ئي مشبوع دی چه زياتره مضر کليسترول تری جوړيږی اوځينی بياغيرمشبوع دی چه ارګانيزم ګټور کليسترول ورځخه پلاس راوړی ٠ ددغو دوو ډولونو دسره توپيرکولو اوپيژندلويوه ساده قاعده داده  :  ،، که چيری غوړين مواد په يخچال ګښی کلک وګرځيدل نو مشبوعيت ئي زيات او که مايع پاته
 سول ، مشبوعيت ئي کم دی ،،  ٠
     بدنی فعاليت ٠
 ددغه ډول ناروغانو دپاره ضرورده چه هره ورځ لږترلږه نيم ساعت ورزش وکړی اويا په چټکتيا سره قدم ووهی ٠
  د ورزش اوجسمی فعاليت ګټي ٠
١ ٠  دډيری هوا تنفس کول ٠  ٢  ٠ دزړه دفعاليت زياتوالۍ ٠  ٣   ٠ دبدن په عضلو اوزړه کښی درګونو قوی کيدل ٠  ٤  ٠  دعضلو پواسطه دانرژی دمصرف زياتوالۍ ٠  ٥  ٠ دکاربوهايدرايت
 اوشحمياتو د سوزولو زياتوالۍ ٠  ٦  ٠ دشکری دناروغی مخنيوی ٠  ٧   ٠ دخفګان ،تشويش
 او ديپريشن مخنيوی ٠
سګريت څکول ٠
  داعمل دوينی پر نورمال دوران او دزړه پر روغتيا باندی ډيری  ناوړی اغيزی ښندی ، دمثال په
 توګه هرکال په دنمارک کښي له دوولس زرو څخه زيات کسان دسګريت څکولو له امله د منځ ته
 راغلو ناروغيو څخه مری ٠ چه لدغی ډلی نه ئي د څلورو زرو کسانو مړينه دزړه دناخوالو اودوينی ددوران دورانيدوله کبله ده کوم چه دسګريت څکولو نه راپيدا سويدی ٠ احصايي ښودلې ده چه دو ينی دشيريانو دبنديدو خطر په سګريت څکونکو خلګو کښی دوه برابر زيات دی ، حتی په غيرفعال اوپسيف سګريت کښانو يعنی هغو کسانو کښی چه پخپله هيڅ سګريت نه څکوي خو دايما دسګريت څکونکو سره سروکار لری او دهغوی کارول سوی دود تنفس کوی، په نوموړوناروغيوباندی داخته کيدو خطر ٣٠ په سلو کښی زيات دی ٠
دستړيا او ستومانۍ حالت ٠
خستګی او ضعف چه دزړه دناروغې يوه څرګنده نښه ده تر عملياتو وروست کرار کرار له منځه ځی او نورمال حالت اخلې ٠
     ديپريشن ٠
  دزړه دناروغی سره معمولا تر عملياتو دمخه يا وروسته کيدلای سی روحی ناخوالی تړلې وی چه بايد اخته کسان ورته متوجه او دډاکتر په مشوره ئي په تداوی اقدام وکړی ، پدی اړه دصحی بيمی څخه هم  مادی مرسته ترلاسه کيدلای سی ٠ د ديپريشن نښی نښانی په مختلفو کسانو کښی فرق کوی، په عمومی توګه په لاندی ډولون څرګنديږی  :
فزيکی نښی  : د زړه ضربان ، دسر درد ، داخلی ناارامی ، دمعدی دردونه ، بی اشتهائي، نفس
 تنګی ، ٠٠٠٠٠٠٠
روحی نښی  :  عمومی بی ميلی ، ستومانی ، ژر هيرونه ( هوشپرکی  ، دافکاروغيرمتمرکزتوب ،بی تابی ،طبعت خرابی ، ٠٠٠
په کړو وړو کښی تغيرات  : بيخوبی ، تعرضی حالت ، عصبانيت ، بی تصميم والې ، بيحوصلګی ، انتقاد او خورده ګيری ، خفګان او تشويش ، جنسی چاروته بی ميلی ، ٠٠٠٠٠
البته ځينی دلوړو نښو څخه د يو لړ ناروغيو له کبله هم څرکنديدلای سي چه په هکله ئي يوازی
اړوند ډاکتر مناسب تشخيص کوی ٠
   جنسی تمايلات ٠
 دروحی ديپريشن په حالت کی چه په ډيرو کسانو کښی دزړه دناروغې سره منځ ته راځی،کيدلاي
 سي سکسی تمايلات لږ سی کوم چه په عمومی توګه تر تداوی يا عملياتو وروسته بيرته احيا
کيږی ٠ داسی افواهات هم دخلګو ترمنځ سته چه ګواکی تر عملياتو وروسته جنسی فعاليت دوينی درګونو دبيا دوباره بنديدو سبب ګرځی ، مګر داخبره اصلا هيڅ ډول علمی بنسټ نلری داځکه چه جنسی په زړه پوری مصروفيت پخپله دجسم او روح دپاره يو ډير سالم ورزش دی چه داکار دزړه دپاره نه يوازی  داچه مضر ندي بلکه ګټورهم دی  ٠ که چيری احيانا هم ځينی کسان تر عملياتووړاندی يا وروسته د بعضی داروګانو ترجانبی منفی اغيزو لاندی ددی ډول جنسی کمبود دناخوالو سره مخامخ سی ، په اسانۍ سره کيدلای سی دروح پيژندونکی اويا اړوند ډاکتر په مرسته تداوی سی ځکه نو داډله کسان نه ښائي چه ځان له دی کبله دتشويش منګولو ته وسپاری او پدی توګه خپل روانی حالت دلانورو ناخوالو په واسطه اسير کړی ٠
   مناسبه غذا ٠
دوينی درګونو په بنديدو کښی لويه ګناه دکليسترول پرغاړه ده چه هغه بياوينی ته دغوړينی غذاد
لاری ورځی ،ځکه نوبايد دخوړلو دپاره دغذا داسی ډولونه غوره سی چه چه غوړين مواد اوشکره
 ئي ډيره کمه وی ٠ دخوراکی توکو لاندی ډولونه مناسب ګڼل سويدی :
١ ميوی او ترکاری ګټوره خوراک دی او پکار ده چه په مجموعی توګه هره ورځ د٦٠٠ شپږسوه
ګراموپه اندازه ميوی اوسابه وخوړل سی  ٠
٢ ماهيان که چاغ وی يا خوار ،خوړل ئي ګټه لری اوضرورده په هفته کښی کم تر کمه ٣٠٠ دری
 سوه ګرامه ماهيان وخوړل سی ، مګر ښه داده چه ماهيان په غوړو کښی سره نه بلکه بی غوړو په
 داښ کی پاخه سی ، کنسرو او په فريزر کی يخۍ سوی ماهيان هم ګټور دی ٠
 ٣  -  توره او دجوارو ډوډۍ تر سپينی ډوډۍ ګټوره ده ٠
٤ -  پټاټې ، وريجی او مکرونی چه غوړی ئي ډيرکم وی په خوړلو ارزی ٠
٥ په غذاکښی پکار ده چه غيرمشبوع شحميات اوغوړين مواد هغه هم په مناسبه اندازه وکارول
 سی ،مثلا دشرشم او زيتون غوړی ، نباتی مايع مارګارين غوړی، همدارنګ دبادامو، چارمغزو،
 دنور ميوو دمندکو، زڼو او راز راز حبوباتو اوغله دانو غوړی هم په په يوه ټاکلی مقدار نقص نلری
 6-  بوره او نورخواږه خوراکونه لکه کيک، کلچی، شيرينی باب، خواږه مشروبات او دداډو
 نورو خوراکی شيانو دمزی کتل بايد يوازی اخترونو اوجشنونوته وځنډول سی ٠
 ٧ -مالګه بايد په ډيرلږ مقدار وکارول سی ځکه چه ډير مقدار ئي دوينی فشارلوړ بيائي
 اودمنګ په جوړولو کښی مرسته کوی ٠
  ٨ -  دالکولی مشروباتوډيرڅکل روغتيا ته ضرر لری او داسلام مقدس دين هم په کامل
 صراحت سره منع کړی دی ٠
 ٩ -  دغذا خوړلو پروخت او دورځی په جريان کښی داوبو سره عادت درلودل ګټور کار دی  ٠ 

١٠ -  لنډه داچه دمناسبی غذا او ورزش پواسطه دبدن دوزن کمول ضرور کاردی ،ځکه دوزن
ډيروالې  فشارجګوی  او دزړه ناروغيوته  لاره پرانيزی  ٠
 دا وی هغه څوخبری چه د وطنوالو د پوهاوی اوخبريدو په خاطر می دسپين کاغذ مخ ورباندی تور کړ ، البته ښه به داوای چه داکار ديوه طبی ماهر لخواترسره سوی وای ٠ خو په پای کښی ديادونی وړ بولم چه که زموږ محترم ډاکتران په لوړه ليکنه کښی کارول سوی طبی ترمينالوژی کمزوری
 وګڼی ، هيله می داده چه چه دملامتولو پرځاي می دهغه واصلاح کولوته پام راوړی ٠ لکه څنګه
 چه ليکنه درحمان بابا په يوه شعر پيل سوه ، غوره ګڼم چه دهمدغه زړه سواند درويش ديوه
 شعرپه مقطع سره دپای ټکۍ ورته کښيږدم  :
دابيان دوراودراز وو
رحمان  وکړ مختصر
                                             په ناروغ زړه کښی په پرديسه مينه
                                                پوهنمل حاجی محمد نوزادی
                                                   ډنمارک  ٠  د
Arhus  ښار

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006