دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دمهربان استاد په وير کي

پوهنوال رسول باوري

 

دمهربان استاد په وير کي

 

   

خدای بخښلئ  پوهاند داکتر يوسف علمي

 

نن مي د نورو ورځو په څير د نړيوال جال  ( انترنيت ) افغاني پاڼي يو په بل پسې ليدلې او لوستلې چي نا څاپه مي  د خاوران کلتوري او فرهنګي  ويب  پاڼي  پر مخ   (  يادي از پوهاند علمي  ) سر ليک  ته پام واوښت  ،  دوه درې ځله مي دا سر ليک  ولوست   ، خو پوهېدلو او منلو ته مي  د هغي بې کچي ميني  په وجه زړه نه شو کولای ، چي د پوهاند علمي سره مي  د زړه پر هره پرد ه  او د ذهن پر هره څپه غوړېدلې  او تل پاتې ده  .

د ښاغلي داکترعنایت الله شهرانی  دا ياد ليک  مي  تر ورستيو کرښو ولوست  .  د وير او ماتم څپې مي پر ذهن خپرې شوې ، د ا ماتم  مي په دې هم زيات شو چي د استاد دوفات څخه درې يا څلور مياشتي وروسته خبر شوم ، نه په نړيوالو رسنيو او نه د هېواد په خپرونو کي د هغه ستر استاد د وفات خبرونه خپاره شول ، او که کوم ځای خپاره شوي هم وي ، زما په باور هومره نه دي شوي ، هغسي چي د هغه  افغان نامتو مورخ او څيړونکي  وړتيا يې درلودل . استاد علمي د يوه بشپړ نسل پوهنيزه روزنه وکړه  ، په لسګونه علمي اثار يې وليکل ، په سلګونو څيړنيزي مقالې يې خپرې کړې ، او په زياتوملي او نړيوالو علمي سيمنارونو او کنفرانسونو کي  برخه  وال وو .  او داسي د وياړ نوري لاس ته راوړني يې   زياتي دي  چي يو شمير يې د ښاغلي شهراني په ليکنه کي برملا شوي هم دي . دا به ښه وای   چي په  افغانستان کي دننه   د خپرونو  اود هېواده بهر د ديپلوماتيکولارو په وسيله  د هغه استاد وير په ملي او نړيوال ډګر کي په پراخه کچه تر سره شوې وای ، چي له بده مرغه  داسي نه دي شوي .  

د يادليک په لوستلو مي   د ١٣٥٥ او ١٣٥٦ لمريزو کلونو هغه مهالونه ، مياشتي او ورځي   را يادي شوې  چي  استاد به د پخواني  نړۍ او په ځانګړي توګه اسلامي مدنيت  د پيل او پراختيا تاريخ   د پوهېدو لپاره زموږ په ټولګئ کي  په تدريس بوخت وو . هغه مهال د کابل پوهنتون چاپير يال په بشپړه توګه علمي  او اکادميک ډګر وو  . کابل پوهنتون  د سيمي په انډول يو له  سترو پوهنيزو مرکزونو څخه شميرل کيدئ . کورني او بهرني محصلين يې روزل  ، د نړۍ د نامتو پوهنتونونو سره يې  علمي او څيړنيزي اړيکي  درلودې  ، دپلوم يې د ملګروملتونو د علمي څانګي ( يونسکو ) له خوا په رسميت پيژندل شوئ وو  . د کابل پوهنتون  د دې  سترو لاسته راوړنويو بنسټيز لا ميل  په کابل پوهنتون کي د نامتو پوهانو او د علمي ډګر برلاسو استادانو شتون   او د هغوې پر له پسې هڅي  او زيار  وو ، چي  د کابل پوهنتون يې د نړۍ د نورو پوهنتونونو سره د سيالئ جوګه کړئ وو . 

پوهاند داکتر يوسف علمي  يو له هغو استادانو څخه وو چي د کابل پوهنتون  د هويت  په ساتلو او پاللو کي يې درنه ونډه درلودل  . په خپلو ټولو کارونو او بوختياو کي يې علمي او اکاډميکو معيارونوته پوره پام درلود . په ليکنو او څيړنو کي يې د نړيوالو علمي معيارونو سره سم نوښت او  زيار څرګند وو . د محصلينو  لپاره  يې د روزني ځانګړئ سبک او د تدريس هر اړ خيزه علمي متود درلود . د تاريخي پيښو په بيان او ارزونه کي د پوره خپلواکئ څښتن وو ، تاريخي رښتينتيا وي  يې د تمايلاتو او ملا حظاتو څخه ليري ساتل ، هغسي چي به يې د  ((  يزيد ))  او په تاريخ کي د نورو يزيديانو ناروا او ستغي څرګندولې هغسي به يې (( د تاريخ مطلاق  )) هم په بې پرې توګه خپلو شاګردانو ته ور پيژانده .

 پوهاند داکتر يوسف علمي د تاريخ پر بيلا بيلو څانګو بشپړه برلاسي درلوده ، خو د اسلامي مدنيت په اړه يې څيړنو، پلټنو او پنځونو  په سيمه کي سارۍ نه درلود .   استاد د هېواد ديوه  نامتو مورخ په توګه د تاريخ  پوهني او تاريخ ليکني  په اړه د دوو بنسټيزو ځانګړتياو خاوند وو . لومړئ  دا  چي تاريخ  ته يې د يوه فن په توګه نه بلکي د يوه داسي دسپلين په توګه  کتل چي   د  تير مهال څخه د زدکړي  ارزښتمنه لار ده  ؛ او دوهمه ځانګړتيا يې  د تاريخي  پيښو زماني  واټن  او پر پيښو د مهال اغيزو ته دهغه  باور  وو .  په هغو څيړنو او تاريخي پلټنو کي  چي د استاد علمي په زيار او هڅو تر سره شوي ، دا دواړه ځانګړني په څرګنده توګه برملا دي . هم يې د اسلامي نړۍ د ستر مفکر اود  نهج البلاغه ليکوال  ابوالحسن محمد بن حسین  موسی ( پنځمه هجري پېړۍ ) په  څير  تاريخ د تير مهال څخه د زدکړي رښتينې او ګټوره  لار ګڼل او هم يې د د اروپايې فيلسوف هيګل (اتلسمه پيړۍ )   په څير  تاريخ د فکري او ذهني خپلواکئ پوهنه  .

 استاد علمي به ويل  او هم يې   باور دا وو چي  د تاريخ شاګردان او مينه وال  دا له پامه ونه باسي  چي  په تاريخي پيښو د ښه پوهېدلو لار د پبښو د زمان  او مکان د پوهېدو تر اړخه  په ځير تيا سره د پيښو لاميلونو پيژندل  اړين دي  او همدا درې فکتورونه دي  چي د پيښو په پوهېدلو کي ټاکونکئ ارزښت لري  ،  د تاريخ هغه مينه وال چي د تير مهال پيښي څيړي او يا يې د پوهېدو هڅه کوي ، هغوئ اړ دي چي دا درې فکتورونه  ( زمان ، مکان اود پيښي لامل  ) په پام کي ولري .

په ورځنيو چارو کي هم د پوهاند علمي  کړه وړه همدا وه ، شاګردانو ته به يې د تاريخ پاڼي په خپل خدای ورکړي  ځواکمن نبوغ داسي وړاند کولې چي هر محصل به  د استاد دلکچر نوپر مهال  خپل ځان د تاريخي پيښو عيني شاهد احسا ساوه  . او او استاد به  د دې تر څنګ  هغي روزني ته هم پام کاوه چي  زده کونکو ورته اړتيا درلودل  .  استاد د خپلو محصلينو لپاره  د تدريس پر مهال  مدبر  مدرس  او د لارښوني پر مهال مهربانه لار ښود وو .

زه د خدای بخښلي پوهاند علمي سپېڅلي روح ته د دعا لپه پورته کوم  او د لوی څښتن ( ج ) له حضوره هغه مهربان استاد ته د فردوس جنت غوښتنه کوم . الله پاک دي هغه وبخښي او ټولي کورنۍ ،  شاګردانو او دوستانو ته دي الله عزوجل ( ج )د دې غم د زغم  او صبر توان  ورکړي .

 امين يا رب العالمين  

2006-09-10

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006