دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د افغانستان او پاکستان اولسمشرانو په نوم پرانستئ ليک

د بابوزي په قلم

 

د افغانستان او پاکستان  اولسمشرانو په  نوم پرانستئ ليک

 

اورېدل کيږي چي د افغانستان اولسمشر په بلنه د پاکستان اولسمشر افغانستان ته تلونکئ دئ . او څه مهال وړاندي افغان اولسمشر هم پاکستان ته  په  مېلمستيا بلل شوئ او تللئ وو.  د دې تلو راتلو سره سره  ستونزه  نه يوازي دا چي حل کيږي نه بلکي لا نوره شړيږي  .

هغه وخت چي پاکستان د اسلام او افغانستان څخه د ساتني او ژغورني خبري د جهاد تر نوم لاندي کولې ، زياتو سپيڅلو افغانانو دا د پاکستان مرسته ګڼله او د مسلمان   او ورور هېواد په سترګه يې ورته کتل ، خو اوس چي په افغانستان کي د اولس استازئ دولت جوړ شويدئ ، ولي د پاکستان هغه پخوانيو پلانونو دوام پيداکړئ او د افغانستان د ورانۍ او بر بادي لپاره نوي پلمې او بهانې جوړوي  او خپل د دښمنئ کرغېڼي موخي  پلي کوي ؟ دا ، او يوشمير نوري پوښتني شته چي په دې سر خلاصي ليک کي يې   ((    د افغانانو د زړه اواز   ))   تر سر ليک لاندي  هغه ميز ته د رسېدو په هيله ليږم چي  دواړه مشران به ورته مخامخ کښيني .

د هغو  افغانانو څخه چي داولسمشرانو د مېلمستيا ميز جوړي  او په ځانګړي توګه د افغان اولس مشر څخه هيله کوو چي  دا ليک بيله لاس وهني   ((   د افغانانو د زړه اواز  ))  په نوم ښاغلي مشرف ته وسپاري .

ښاغلې مشرف ! افغانان ستاسو څخه دا څو پښتني کوي ، هيله ده په پټه خوله او د لوی څښتن  ( ج ) په حاضر حضور بللواوخپل وجدان  ته په کتلوسره ، ځواب  و واياست !

لومړۍ پوښتنه : تاسو ، ستاسو کورنۍ  او په پنجاب کي  ستاسو نورو اړوندانو ته د زدکړي سپارښت کوئ؟

دوهمه پوښتنه  : تاسو  د پاکستان د اولسمشر په توګه  د ښوونکو او زده کونکو قاتلانو ته سزا ورکوئ ؟

دريمه پوښتنه  : تاسو ، د لارو ، سړکونو  او د عامه ګټو ودانيو ته  دزيان اړونکو او شوکمارانو مخه نيسئ ؟

څلورمه پوښتنه  : تاسو ، د داکترانو ، انجينرانو ، ملا امامانو  او د عامه ښيګڼو کارکونکو ، وژونکي محکومه وئ ؟

پنځمه پوښتنه : تاسو ، د بيګنا ه او خوارو وګړو د وژلو مخنيوئ غواړئ  ؟

ښاغلې مشرف ! ستاسو تر واک لاندي اداره  او اړوندي جاسوسي  کړۍ  په افغانستان کي لاس وهنه کوي . د زدکړو ممانعت کوي ، ښوونکي او زده کونکي وژني ،سړکونه او د عامه ګټو تاسيسات ورانوي ،داکتران او ملا امامان وژني ، او په ښخو شويو مېنونو کي يې بيګنا ه خلک ژوبل او وژل کيږي ، ستاسو تر واک لاندي ځواکونه دا ټولي کرغيړني چاري پر افغان اولس تپي .  که ستاسو ځواب دې پوښتنو ته  ، هو ، وي نو مخ  مه اړوئ  او دا هو  په عمل کي  پلې کړه ، چي هم به ستاسو اسلامي دريځ افغانان ومني او هم به ستاسو وجدان ته درنښت پيدا کړي او که هو واياست خو پلې کوئ يې نه ، بيا به افغانان وايې چي : نمکحرامه پنجابيه   په رښتيا چي تاسو نه هغه لرۍ او نه دا !     

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006