دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دوخت اواز

 انور شاهين خانخېل

 

 

دوخت اواز

يو خوا ته سوزی فلسطين بل خوا لبنان سوزی

د صهيونيانو اور کښې هر خوا مسلمان سوزی

کـــفر ته فرق څه په شيعه او په سنی کښې نشته

يــو خوا شيعه سوزی نو بل خوا  ته سنيان سوزی

تش پـــــه نامه ټول مسلمان حکــمرانان دی غــلی

مبــــــــارزه کښې د کافـــــــــرو بس ايــــــران سوزی

مســلم تبــــاه منـــافقت کــــــــړو د مُـــــلا او حــــاکم

منـــافـــقت کښې د دوی تــل حق پرستــــان سوزی

القـــاعـــــدې او طـــالبـــــانو پتـــــه نـــــــــه لګــــيږی

تـــــــل پـــه بمونـــو کښې د دوی بې ګناهان سوزی

حزب الله وښودل چې تېښته په اسلام کښې نشته

کــــه سوزېــــدل وی نو مومن به پـــه مېدان سوزی

نن د اســــلام او د جهـــــاد ټېـــکداران چـــــرته دی

چـــې د حماس او حزب الله تنکـی ځـوانان سوزی

د انســـانی حــــقوقــــو ټـــول علــــمبردار اودۀ دی

پــــروا يې نشتـــــه بــــې ګناه کــــه انسانان سوزی

دا شېطــــانان سترې شېطــــانې امــريکې روزلی

ظـــلم و ســـتم بــــانـــدې زړۀ کله د شېطان سوزی

د اســـرائيــلو مخنيوے کــــه چــــرې نن و نــــه شو

سبــــا به بيــــا په دغه اور کښې ټول جهان سوزی

حــــزب د الله به وی کاميابه دا د خداے وعده ده

د حسد اور کښې به يې شاهينه دښمنــان سوزی

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006