دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د حاجي امين باوري څو شعرونه (٤ )

حېدري کړيکي ته!

کابله پام کوه پاڅون ونه کړې

دتېرپه شاني بل ازمون ونه کړې

لا ماښامونه ستړي

لادسهارشفق په وينولامبي

لاداهاړ غرمو دي

زمادهيلو

امېدونو

پرچينه باندي کيږدۍ وهلې

کابله پام کوه

خطا ونه وزې

اوس لا منصور زانګوکي

اوس لا قېص نه دۍ پېدا

خودلېلادګرېوان

چکلې چکلې تارونه

د اهريمن په لاسو

ستا د مجنون لپاره

د دار حلقې جوړيږي

پام چي پاڅون ونه کړې

لاره اوږده ،

لار له اغزونه ډکه

دکږلېچوو نه ډکه

ستړي اندونه

ستړي ګامونه

او له خطرو نه ډکه

پام چي پاڅون ونه کړې

په وينو لژند هر شفق دسهار

خونړۍ سترګه هر غروب د ماښام

هره کوڅه مو د ناسور زخمونه

هره بېديا مو د دردونو کړېکه

هره دره کي دباروتو لوګي

هر يو يو تن مو د تڼاکي چړيکه

کابله پام کوه پاڅون ونه کړې

پام چي پر تيرو بيا ازمون ونه کړې

خپل دمجنون جون لا مه وېښوه

لا فر هادی چيغو ته رنګ ور نه کړې

د انالحق مفتون لا مه ښوروه

دار او چړو ته يې لا خوند ور نکړې

پام چي پر تيرو پلونو پل کښېنږدې

پر اجيرانو نوم اتل کښېنږدې

ستا صدقه شمه لږتم شه څه نور

د باوري د زړګي دم شه څه نور

 

ميني

        هک پر زړه مي ستايو ښکلۍتصور دۍ

    له  اصيبه  د اغيارو پټ  ضرور  دۍ

  جادوګري مړاوي سترګي چي را ګورې

اچولۍ دي د زړه په کور کي چور دۍ

  سرکو شونډو دي له ګله رنګ اخستۍ

د خولګۍ خوند دي له تاکه د انګور دۍ

  د انځور لاس چي دي غاړي ته راپريوزي

له خوږ ژونده دا قيامت راته منظور دۍ

   په کتو کي دي هينداره د زړه وينم      

   پکښي وينم چي تقدير مي د منصور دۍ

           له تصويره چي دي سترګي را بهر کړم

          خوار زړګۍ  مي په هغه ګړئ رنځور دۍ

         د غربت او نا هيلۍ نه  ای اسما نه! 

        د  امين   د زړګي  زخم  د ناسور دۍ

بلجيم=تورنی

 2005-10-22

 

                      

 ستړې  نصيب

له  مزلوو  مو  پښی  تڼاکي ، زړونه  ستړي ،،، دارمان  صحرا  وړه  ، اندونه  ستړي

د  وختونو  برګو  سترګو  لوی  څپيړو  ،،، له  اذل  نه  يي  کړل ټول سوچونه ستړي

پرچمن دخيال مو بس د ازغو شپی سوی،،،د زړګي  پر  کورګي ټول زخمونه  ستړي

پر چينو چي  دي  د اوښکو وچکالي کړه ،،، په  ليمو کي سوه  د يار خيالونه ستړي

سترګي  وچي ، شونډي وچي ، ژبه  وچه ،،، ساقي ،جام  کړه را پوره ،مزلونه  ستړي

ستا نظرزموږ پرقسمت باندي همدومره ؛؛؛ ستړي موږ، ستړی مو روح ،سرونه ستړي

نن  مي سر په ميکده کي سجده نکړي  ،،،  ځکه ، هست  نه مو نصيب  ګامونه ستړي

                       که مو ستړی خيال پر غيږ دجانان ميشت کړې 

                       سجدو  کي   به  کړو   خپل   سرونه  ستړي   

                                    

وسوم

 

زړګيه   وسومه   لمبو   دي   وسوم  ،،،  په  لوړو  چغو  او  نارو  دي  وسوم

څه  بلا  ګډه ستا په  کور سوه يو دم  ،،، د ژوند چمن  وم  ، په غرمو دي وسوم

نه مي مجنون  نه  مي  جنون  پيژانده  ،،،  پر   بيابانو ،  د  هجرانو دي  وسوم

چي د ليلا  تصوير  دي راغۍ  پر خيال ،،،په  دربيدو  او زوکليدو  دي  وسوم

ما درته  ويل  چي  ګوره  ځان  باينلی ،،، ستا  د انکار   په  اوريدو  دي  وسوم

چي   څه   کری   هغه   ريبه   پخپله  ،،، په   دغه    کړو   نا کردو     دي  وسوم

ما  چي   ويل   د  ميني  لار  ده  ګرانه ،،، ها   فرهادي   تيرو   تيشو  دي  وسوم

زه    د   نړۍ   د   مزلو  ستړی   کالبود ،،، تا  کي   زړه ورو    ميړنو   دي  وسوم

زه   ستړی  کړی   د  ژوندون  کږليچو ،،، په  تا   کي   مستو   ترانو  دي   وسوم

د  وخت  له   ډاره  زما  قصی  دي  پټي ،،، ستا  پر  رسواوو  لارو تلو  دي  وسوم

دار   او  چاړه   مي  هار  د غاړي  نه ده ،،، د منصوري  منصور  قيصو  دي  وسوم

زړګيه   پريږده   د  تقدير   قيصی   دي  ،،،  په  دی  جنت  کي  دوږخو  دي  وسوم

                                  ته   په   جنت   کي    دوږخونه     لټی  

                                   باوري    کلکو    زولنو   دي   وسوم 

 

نه د خدای ،، ج ،، نه د رسول عليه السلام او نه ئی د بندګانو غوښتنه وه خو غوايی دوه بدشکله او ﻵ مثاله غوايي وزيږول ٠ يوه ئي د اومي او بل ئي د اتمي نومونه خپل کړل ٠ حيرانونکې خو لا دا وه چي ؛ د اومي ولادي او نسائي تکليف او زه چګي لا پای ته نه وو رسيدلی چي د اتمي غوايی سترګي دنيا ته سپيني کړی ٠ د اومي غوايی دزوکړي په شيره او ليټۍخوراک کي ، د کورنې غوا او غويو برسيره د حمسايه کلي غوا ، غويو ، او سخوندرکيو ګډون کړی ؤو ٠ د غوايی د زوکړي په ورځ د کلي خلګ مامتو سړکونو ته را توې سول او غوايی ته يی ښه راغلاست ووايه ، د خدای ،،ج ،، څخه يی د غوايی د لا ښه خدمت او په کلي کي د ښه يويی او غوبله تمنا وکړه ٠ د کلي د خلګو دوعاګاني په لپو کي سپي وڅټلې ٠ د کلي خلګ د مبارکۍ پر کمبله بی عزته سول ٠ غوييی په يوه ورځ دومره لوې سو چي غوښتل يی د خپلو پلرونو د عمرونو عمرونو لاره په يوه ورځ طې کي ٠ د قوماندی سره سم د اومي غوايی ټول زيږيدلي په کلي راګډ سول ، نه يیی چاته کور نه کالي او نه هم ډوډۍ پريښوده ، ټول کلې يی په لغتو او ښکرونو داسي اباد کۍ چي د کلي خلګو چا هغه دونيا ښه وګڼل او چا هم کلی پريښود ٠ د داسي غويو شمير يوازي پر کلي نه ختميده ، بلکي همسايه غوايی ، منطقيي غوايی ، او نړيوالو غوايوو ييی ملاتړ کاوه ٠ تجربو او روايتونو ښودلی ده چي د غوايی له سره رنګ څخه ډير بد راځي ، خو دلته خبره سرچپه وه ، سور رنګ ييی د زړونو وړونکۍ رنګ ؤو خو د زرغون او تور رنګ سره په ښکر وه ٠ د اومي غوايی لا د ورځي بلوغ ته نه وو رسيدلې چي اتمي غوييی وزيږاوه د کلي د خلګو مځکي او پټي لا شاړي پراته وه ، لا ييی د اومي غوايی نکلونه پر ژبه پاته وه ،لا ييی د جنجال نه د خلاصون لاره لټول چي بل مصيبت وزيږيد ، بلي بلا بچې راوړ ، بل ناورين را پريوت ٠ دا بيا داسي په وړيو پټ ، په پښو نرې ،په سر غټ ،په عقل کم وو چي نه د خپل او نه د بل په کيسه کي ؤو ، ويل ييی چي دا دنيا د خيټي د مړولو او يارانو ته د ښه تويله خانو د جوړولو او د خپلو حقه حقوقو د لاس ته راوړلو ده ٠ د اومي غوايی مبارکۍ ته خو خلګ راغلي وه ، خو د اتمي غوايی دا تکليف د کلي پر خلګو ونه لوريدۍ ، د کلي هر کور ته يی په خپلو لغتو او ښکرونو ، مايوسي انديښنې او غمونه ډالۍ کړل ٠ دپيړۍ مړۍ زموږ کلي ته دا وه چي د خپلو دواړو غوايو واک ييی له لاس نه وو وت ٠ لا تر اوسه د پيړۍ دا لړۍ زموږ مړۍ ده ٠

د الحاج امين باوري ليکنه

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006