دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په افغان جرمن اونلاين کي د يوه سيمنار خبرتيا

 

 

                                  په افغان جرمن اونلاين کي د يوه سيمنار خبرتيا

 

دا خبر تيا له دری څخه پښتو ته ژباړل سوېده

 

د دې سيمنار موضوع  د  (( د زبر ځواکونو جګړه او په افغانستان کي  د  نل ليکي پروژه  )) ده

د انرژۍ ارزښت او په ځانګړي توګه دګازاو   نفتوانرژۍ ته اړتيا ورځ په ورځ په بې ساري توګه  زياتيږي . ، په امريکا اويوشمير اسيايې هيوادونو او د هغو ډلي   په چين  هيواد کي  دګاز  اونفتو انرژۍ ته  اړتيا   په داسي حال کي  مخ پر زياتيدو ده  چي  د همدې  انرژيو طبيعي  زيرمي  په پر له پسې  توګه د لږيدو په حال کي دي  ، ځکه نو د دې طبيعي زيرمو د نيولو او خپلولو لپاره د زورورو هيوادونو تر منځ شخړ و زور اخستۍ دۍ .

د امريکا متحده ايالات ، چين اولسي جمهوريت او روسيې فدراسيون  تر خپل منځ په منځنۍ اسيا ، منځني ختيځ  او افريقا کي  دزورازمويلو،  سياليو او نظامي شخړو ته مخامخ شويدي  ، د همدې امله په هغو هيوادونو کي چي نفت توليديږي  ، هلته نظامي شخړو ته لمن وهل کيږي . څرنګه چي امريکا ته نفت زيات ارزښت لري  ، ځکه  د تروريزم سره تړاو ور کوي .

منځني ختيځ   چي د نړۍ شپيته په سلو کي نفت توليدوي  ، دادۍ د نيمي پيړۍ راهيسي  د نړۍ د زورورو تر منځ د زور ازمايلو  ټاټوبۍ اودجګړې  سيمه ده ، او عراق چي د دې زيرمو د نيمي برخي خاوند دۍ ، په بشپړه توګه لاندي  شويدۍ . د انرژۍ ارزښت او د هغو د وړلو راوړلو لاري  د بيلا بيلو جګړو د پيښيدو لامل ګرځيدلۍ دۍ ، چي يوه هم د افغانستان پای ته نه رسيدونکۍ جګړه ده . د سياسي شننکو په اند د افغانستان پر خلاف  او د هيواد په دننه کي د ټولو جګړو جرړي هم  له همدې ځايه اوبه څښي .

په منځنۍ اسيا کي  د ګاز او نفتو د سترو زيرمو  د را څرګنديدو له  امله  دا سيمه د جګړې دويم ټا ټوبۍ شو  . اوس د نړۍ ستر صنعتي هيوادونه د هغوۍ په سر کي د لويديځ  له لوري  دامريکا متحده ايالات ، د روسيې فدراسيون او د چين اولسي جمهورت د هغه د ګړندۍ اقتصادي ودي او انرژۍ ته د هغه  زياته  تنده  د ختيځ له لوري  د دې زيرمو د غونډ  تيرولو  او خپلولو لپاره ډګر  ته راوتي دي .او همدا ډول په افريقا  او له هغې جملې  د افريقا په لويديځ کي  دګاز او نفتو د زياتو زيرمو د را څرګنديدلو وروسته ، د انرژۍ تږيو هلته  مخامختيا ته ودانګل او د جګړې دريمه  سيمه يې لا پخوا پرانيستې  ده .

 جګړه ماران د خپلو ګټو د ساتني په نيت  د جګړو لمبو ته لمن وهي ، خو دا په هغه هيوادونو کي ميشت اولسونه دي چي  د هغو لمبو په منځ کي  سوځي  ، او له دې ډلي عراق او افغانستان هيوادونه دي چي د امريکا د متحده ايالاتو  لپاره  يې د سياسي  ستراتژي  له اړخه ځانګړۍ ارزښت پيداکړيدۍ .( لومړۍ هيواد  د انرژۍ د زياتوزيرمولرونکي  په توګه او دويم هم د نل ليکي د تيريدونکي سيمي په توګه  ارزښت لري ) دا هيوادونه چي اوس  د امريکا او روسيې تر منځ د مخامختيا او سيالۍ  ډګر ونه ګرځيدلي ، د دې لامل شويدي چي په دې تړاو لا زيات  ځواک ښوونه  وپارول شي  .

په دې سيمنار کي هڅه کيږي چي په افغانستان کي د جګړې  لاميلونه او په روانو سياسي _ نظامي جوارګريو کي   د لويديځ او ختيځ   ځواکونو  تر منځ   تاوتريخوالۍ،  دهغه ارزښت  په رڼا کي و څيړل شي چي د انرژۍ زيرمي  يې لري  ، او هم به د انرژۍ  د وړلو او تيرولو لاري  ، برملا  شي .  

د دې سيمينار په لومړۍ برخه کي به د امريکا متحده ايالاتو د انرژۍ لپاره  سياسي ستراتيژۍ  او جيوپوليتيک او د فدراتيفي روسيې ونډه  او په دويمه برخه کي به د چين اولسي جمهوريت ونډه تر څيړني لاندي ونيول شي . او په دريمه برخه کي به د افغانستان  څخه د ګاز نل ليکي پروژه  د جګړې د بنسټيز لاميل په توګه   د لومړۍ او دويمي برخي د پايلو  په رڼاکي و ارزول  شي .            

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006