دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
نړۍ اودګرځندوئ پرمختلونکۍصنعت

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

نړۍ اودګرځندوئ پرمختلونکۍصنعت
( ارزښت ، ستونزي او شونتياوي  )

په نړۍ کي هر کال په لسګونو مليونه وګړي د سېلانيانو په توګه  ګرځي راګرځي  . د دې سره سره چي ټوله نړۍ لا هغسي چي ښايې  د ګرځندوئ صنعت لپاره نه ده پرانستل شوې ، خو د هر کال په تېريدو سره  سېل او سياحت د نړېوال دود په توګه وده کوي  او د يوه غوړېدونکي  او ګټورصنعت په څير  را څرګنديږي .
اوس په نړۍ کي  زيات شمير هيوادونه د ملي عايداتو پوره او غوښنه برخه د ګرځندوۍ  صنعت  او په هغې پوري تړلو چارو له  برکته  تر لاسه کوي  . د هغو خپروشويو شمېرو څخه چي د بيلا بيلو موسيسو له لوري  وړاندي شويدي ، په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي  د نړۍ د سېلانيانو شمېره   ٧٦٣ اوسوه درېشپيته مليونه تنو ته رسيدلئ ده  ، چي د ٢٠٠٣ ميلادي کال په نسبت ١٠ اعشاريه  ٧ په سلو کي زياتوالۍ ښئي . نوموړې شميره د ١٩٨٠ ميلادي کال راوروسته تر ټولو زياته ګڼل شوېده .  د نړيوال ګرځندوئ ادارې په وړاندوينه ، ښايې له  ٢٠١٠  ميلادي کال څخه تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پوري د نړۍ د سېلانيانو شميره په هر کال کي يومليارد او شپږ مليونه تنو ته ورسيږي
   

           
د ګرځندوئ نړيوالي ادارې مشر فرانسوئ ( فرانسه )  فرانسيس کو فرانژيالي
Mr. Francesco Frangialli
نوموړئ د دوهم ځل لپاره تر ٢٠٠٩ ميلادي کال پوري وټاکل شو

 
د ګرځندوئ د نړيوالي ادارې د مشر مرستيال  اردونئ  ( اردن ) ښاغلۍ طالب  ريفای
Mr. Taleb Rifai
نوموړي  تر ٢٠٠٩ مېلادي کال پوري دې دندي ته  ټاکل شوېدۍ

  زيات  سېلانيان هغو هيوادونو ته تللي دي چي د توريزم او ګرځندوئ  لپاره اړيني هوسايني لري  . هغه لس هيوادونه چي  په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي يې  تر ټولو زيات سېلانيان  منلي  فرانسه، اسپانيا، آمريكا، چين، ايتاليا، انگلستان، هنگ‌كنگ، مكزيك، آلمان   او  اتريش  هيوادونه دي  .  د نړۍ هغه  لس  هېوادونه چي په ٢٠٠٤ ميلادي کال يې د سېلانيانو د راتللو څخه  زياته  مالي ګټه پورته کړيده   آمريكا، اسپانيا، فرانسه، ايتاليا، آلمان، انگلستان، چين، تركيه  او اتريش هېوادونه دي . له دې ډلي هيوادونو څخه د ترکيې هيواد په همدې کال د ١٣ مليونواو٢٠٠  دوه سوه زره تنو سېلانيانو په منلو سره  ١٥ مليارده او ٩٠٠ مليونه امريکايې دالره تر لاسه کړيدي . د ايران هيواد هم په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي يو مليون او شپږ سوه زره تنه سېلانيان منلي چي تر لاسه شوۍ عايد يې يو مليارد او ٧٤  زره امريکايې ډالرو  ته رسيږي . په داسي حال کي چي په تير ٢٠٠٥ ميلادي کال کي افغانستان ته د يوې اوږدې  مودې تړلتيا وروسته د څه نا څه  دريو زرو تنو سيلانيانو  د رسيدلو او منلو خبر ورکړل شويدۍ .
يوشمير هيوادونو په خپلو کي د ګرځندوئ صنعت او دزياتو سېلانيانو د منلو لپاره ګډي هڅي پيل کړي او په خپلو هيوادوونو کي د دې صنعت د ودي او پراختيا لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي . د بيلګي په توګه د يوشمير هيوادونو تر منځ د سلانيانو لپاره د ويزو او پاسپورت، د تلو راتلو او ترانسپورت  ، هوټلونو او ميشت غالوځانګړي اسانتياوي برابري کړيدي  . يو شمير هيوادونه د سيلا نيانو د منلو او د هغوۍ د پام اړولو لپاره تبليعاتي شبکې ، تلويزيونونه ، راډيو ګاني ، ورځنۍ ، اونيزي  او مهالني خپروني لري ، چي د يوه هيواد لپاره نه بلکي د يوې سيمي لپاره د سېلانيانو د راما تولو هڅي کوي . يوه څرګنده بيلګه  يې  د عرب توريزم په نوم د يوه نړيوال تلويزيوني چينل خپروني دي چي د د ٢٢ عربي هيوادونو ، ايران او ترکيې په ګډون  د
ATC  په نوم  په سيمه کي د ګرځندوئ صنعت د لا غوړيدو او پراختيا په نيت  د ١٣٨٣ لمريز کال را هيسي  پر له پسې  ٢٤ ګړيه خپروني لري . د عربي متحده اماراتو له ډلي څخه د دوبۍ واکمنانوپه خپل هيواد کي د سوداګرۍ او توريزم د پراختيا لپاره  د ١٩٩٧ ميلادي کال راهيسي  د DTCM  ديپارتمنت  پرانيستۍ دئ . د دوبۍ واکمنان غواړي په روانه پيړۍ کي د  خپل هيواد څخه د نړۍ يوه نامتو  سېلاني سيمه جوړه کړي ، د هغوي د پلان سره سم به دوبۍ د مالي اړخه  د رواني پيړۍ تر پايه د تيلو پر صنعت نه بيلکي د ګرځندوئ پر  صنعت  تکيه وکړي .
د يويشتمي پيړۍ يو پر مختلونکۍ صنعت  دګرځندوئ صنعت دئ . خو لا ستونزي شته چي د نړيوال دود په څير  د منلو وړ شي . بيلا بيلي ستونزي او خنډونه د دې نوي غوړيدونکي صنعت په وړاندي شته چي  تر ټولو وړاندي ستونزي يې په دريو برخو کي  را يادولای شو :
 لومړئ   --  امنيتي ستونزي  :  پخوا تر هغه چي د امنيت  په اړه  بحث  ته لاړ شو   ، اړينه ده چي د سېلانيانو د ټولګيو او کټه ګوريو يادونه وشي . ټولو هغو کسانو ته چي د نړۍ له يوې خوا بلي خواته په ګرځېدو را ګرځېدو بوخت دي  ګرځندويان يا سلانيان ويل کيږي  ، خو په دې برخه کي سوداګر سېلا نيان ،څيړونکي سېلانيان ، عقيدتي سېلانيان او تفريحي سېلانيان  د ګرځندويانو تر  ټولو زياته شمېره جوړوي  . د سوداګرو  اوڅيړونکو سېلانيانو امنيتي ستونزي دعقيدتي او تفريحې ګرځندويانو  د امنيتي ستونزو سره يوشان نه دي .  څيړونکي او سوداګر سېلانيان د ټاکلو امنيتي تدابېرو سره د خپلو کړوړو پلان جوړوي  ، خو   کله چي د ګرځندوئ امنيت خبره ياديږي ، تر ټولو وړاندي هغو سېلانيانو ته پام اوړي چي دهغوۍ د خپلي تفريح  لپاره د ليدلو وړ سيمواو يا ناليدلو سيمو دليدلو په نيت سفرونه کوي  اود هغو د ليدلو لېوالتيا لري  .
بيلا بيل لا ميلونه د ګرځندويانو امنيت  د خطر سره مخامخ کولای شي ، د بيلګي په توګه ، په سيمه کي د سياسي ثبات نشته والۍ؛  په سيمه کي د ناوړو کسانو واکمني  ؛  په سيمه کي د فقر او خوارۍ شتون ؛ په سيمه کي  ناپوهي  او بېسوادي  ؛  او په دې ډولو نور لاميلونه چي په مخامخ يا  څنګيزه توګه د ګرځندويانو او سېلانيانو امنيت ته ګواښ پېښولای شي . په تيرو څو کالونو کي د ياد شويو لاميلونو په وجه د نړۍ د يوشمير هېوادونو د ګرځندوئ صنعت ته زيات زيان رسېدلۍ دئ ، د بيلګي په توګه په اروپا کي د پخواني يوګسلاوي څخه را پاته هيوادونه  ، په افريقا کي د الجزاير اومصر   ، په منځنۍ اسيا کي د افغانستان ، پاکستان  او هم د کشمير دواړه خوای  په سهېلي اسيا کي  داندونيزيا او سريلانکا  او د نړۍ يولږ  شمير نور هيوادونه يادولای شو . 
دوهم   --  اداري او  لوژستيکي ستونزي : لا تر اوسه د نړۍ په زياتو هيوادونو او سيمو کي د ګرځندوئ صنعت لپاره اړين اداري او لوژستيکي اسانتياو نه دي برابري شوي . د هيوادونو تر منځ د تلوراتلو لپاره د ويزو اسانتيا ، د تللو راتللو لپاره د ډاډمنو ايجنسيو او ادارو نشتوالۍ ، بانکي اساتيا وي  ،  د وړ او مناسبو ميشت غالو ، هوټلونو  او مېلمستونونو نشتوالۍ ، د ګرځندوۍ په چارو کي د ماهرينو نشتوالۍ او داسي نور ، هغه ستونزي دي چي د ګرځندوئ صنعت د ودي او پرمختيا مخه  نېسي  . دهمدې اسانتياو د نه لرلو په وجه د نړۍ زيات شمير وروسته پاته هيوادونه د ګرځندوئ په صنعت کي د پر مختللو هيوادونو سره  د مخامختيا او مقابلې توان نه لري .
په  نړۍ کي تر نورو لويو وچو  د اروپا په لويه وچه  کي تر ټولو ښه  او هر اړخيزه اسانتيا وي   د ګرځندويانو لپاره برابر شويدي ،د همدې اسانتياوله برکته  يې په تيرو  ٢٠٠٤ ميلادي کال کي  د ټولي نړۍ د ګرځندويانو نيمه شميره  يا په سلو کي پنځوس  ( ٪ ٥٠   )  ګرځندويان  منلي دي  ، په داسي حال کي چي  د اسيا لويې وچي او ليري ختيځ سيمو ته په سلو کي  ديارلس  (  ٪  ١٣ ) سېلانيانوتګ راتګ کړېدئ .
دريم   --  کلتوري او عقيدتي ستونزي  : د ګرځندوئ صنعت د رواني يوېشتمي پيړۍ غوړېدونکئ او پرمختلونکئ  صنعت  دئ . پرانېستي ټولني او پر مختللي هېوادونه د دې صنعت لومړني ګټندويان دي . هغه ټولني او هېوادونه چي کلتوري  محدوديتونه  او عقېدتي ممانعتونه پرې حاکم دي  ، نه يوازي داچي د دې  غوړېدونکي او ګټور  صنعت څخه به بې برخي وي ، بلکي د دې صنعت د پراختيا مخنوئ هم کوي . کلتوري  تجريد ؛ د پردي کلتور سپکاوئ ؛ د وروسته پاته ناوړه دودونو پايښت ؛  اوداسي نور هغه  کلتوري خنډونه دي چي د ګرځندوئ صنعت  ته زيا ن اړوي . د دې کلتوري خنډونو تر څنګ هغه عقېدتي موانع چي  د بنسټپالۍاو ناپوهي  پر سکو يې ډ ډه لګولې وي هم د ګرځندوئ صنعت  ته مضر تماميږي  .
د نړۍ په يوشمير هيوادونو کي د سياسي موخو پر بنسټ  عقېدتي خنډونه راپېداکيږي  چي په خپل وار د ګرځندوئ صنعت  د ودي او پراختيا دمخنوي  سبب ګرځي   .  مصر ، الجزاير  او مراکش هېوادونه د دې ډول ځانګړي بيلګي دي . واتېکان سعودي عربستان او اسرائيل بيا د ځانګړي عقېدتي چاپير يال تر سيوري لاندي دسېلانيانو او ګرځندويانومنلو ته چمتو کيږي . پر دې سر بيره چي د چين د ګرځندوئ صنعت د غوړېدو پرخوا درومي ، خو د سياسي ځانګړي عقېدې شتون د دې صنعت ګړنديتوب ټکنۍ کړيدئ . د امريکا په متحده ايالاتو کي هم د هغه کلکو څارونو او بنديزونو له امله چي د امنيتي تدابيرو تر نوم لاندي يې  پر له پسې پلي کوي ، د هغه هيواد ګرځندوئ صنعت ته زښت زيان اوښتۍ دئ .
شونتياوي او وړتيا وي  :  بيلا بيل هڅونکي لاميلونه شته  چي  سيمو او هيوادونو ته سېلانيان را ماتوي اويا د هغوئ  پام ځان ته را ګرځوي ، خو په ټوليزه توګه د ګرځندويانو او سېلانيانو د ليوالتيا  څرک په دريو  سر ليکونو کي چي  غوره طبيعي او تفريحي  سيمي  ؛ لرغوني اثار او تاريخي  ودانۍ  ؛ او د عقيدتي  او رواني ارامښت  تم ځايونه  ؛ دي  را برملا کولای شو .  په يوشمير سيمو او هيوادونو کي د سېلانيانو لپاره دا ټوله هڅونکي لاميلونه يوځای په ستر ګو کيږي  او يا په بله وېنا ورته برابريږي ، اوداسي  هم ليدل کيږي  چي ياد شوي هڅونکي  لا ميلونه ټوله په يوه سيمه او يوه ځای کي موجود نه وي  . هر سيمه ځانته ځانګړي شونتيا وي او وړتياوي لري  ، او يا ورته وده ورکول کيږي  .
غوره طبيعي او تفريحي ځايونه او سيمي  لکه د ساحلونو غاړي ، د سپورتي امکاناتو لرونکي  طبيعي چاپيريال  ، طبيعي ښکلي منظرې   او نور چي ښه بيلګي يې د کرواتيا وړې جزيرې  ( کروات ) ،د شرم الشېخ  ټاټوبئ ( مصر ) ، د هنګ کنګ ساحلي غاړي ( هنګ کنګ  ) ، د پيرينې غرونو لړۍ  ( فرانسه )  د نګارا افشار ( کانادا ) او نور يادولای شو . د يادوني وړ ده چي داسيمي او ځايونه په خپل بشپړ طبيعي حالت نه دي پاته شوي بلکي د خپل ار طبيعي ځانګړتياو په ساتلو سره يې د لا ښکلا  په نيت  رغولي او په دې ډول يې د ګرځندويانو د پام وړ ګرځولي دي  . که  په افغانستان کي  د امير بند ، د سردې بند  ، د شيبر غاښۍ ، د نور دره ،   د لښکرګاه د هلمند غاړه  او نور د ا  ډول  په لسګونه طبيعي او تفريحې ځايونو ورغول شي  ، د شک پرته به د يادو شويو سيمو سره سيالي  وکولای شي .
لرغوني اثار او تاريخي  ودانۍ د ګرځندويانو د زياتي پاملرني  وړ ګرځي  . څيړونکي  ،  د انساني تاريخ مينه وال   ،  د لرغونو توکو ټولونکي  او نور  ، په زياتي ليوالتيا سره د داډول سيمو او ځايونو د ليدلو او کتلو په نيت  د ګرځندويانو سره يوځای کيږي . د مصر اهرامونو ، د چين ستر  ديوال ، د هسپانيې او فرانسې لرغوني سموڅي ، د مکسيکو لرغونۍ معبد ، د انګلستان ، سويدن او هلند د سترو ډبرو هديرې ، د يونان لرغونۍ ستديوم ، د ترکيې  دهتل هويوک لرغونې ځای ، او په سلګونونور هغه بيلګي دي چي سېلانيان يې د ليدلو ليوالتيا لري . د دې تر څنګ په زياتو هيوادونو کي د ډول ډول موزيمونو شتون او زياتوالۍ د سيلانيانو د خپلولو يوه بله  اغېزمنه اوښه چاره ده .   په افغانستان کي د باميانو کلتوري  سيمه ، د جام تاريخي څلۍ ، د هرات مصلا او تاريخي ودانۍ ، د غزني مينارونه ، د بست کلا او نور په لسګونو سيمي او ځايونه د سېلانيانو د پاملرني لپاره تر ټولو ښه او د پام وړ ګرځېدلای شي . او که په هيواد کي د شتو موزيمونو رغوني او بډايني ترڅنګ د نورو نويو موزيمونو د پرانستلو او وده ورکولو چاروته پام وشي ، خامخا به افغانستان هم د نړۍ د سېلانيانو د پوره پاملرني وړ شي  .
عقيدتي او رواني ارامښت ځايونه ، په ټوليزه توګه  د معتقيدو کسانو له خوا کارول کيږي ، خو د هغوۍ تر څنګ يو شمير نور سېلانيان هم د داډول سيمو او ځايونو د ليدلو او کتلو سره مينه لري  .  واتيکان د عيسوي مذهب پېروانو لپاره ، مکه معظمه د مسلمانانو لپاره ، بيت المقدس او يورشلم د مسلمانانو او يهودانو  لپاره ، د ګنګا سيند عقيدتي ټاټوبۍ د بودايانو لپاره  او يوشمير نور  د عقېدتي ځايونو ستري بيلګي دي ،چي په مليونونو اردت مندان اوسېلانيان يې د ليدلو نيت کوي،  خو د دې تر څنګ نوري سيمي هم شته چي په سيمه ايزه کچه  عقيدتي ارزښت لري او د ليدلو او زيارت لپاره يې هر کال  زيات شمير کسان  د مخلصانه جذباتو سره يوځاي   نوموړو ځايونو ته د سفر او يون  ستونزي پر ځان مني .  په عراق کي د کربلا زيارت ، په مکسيکو کي  تاريخي معبد ، په چين کي  د تايشان غر ، په هند کي د کونراک يا سوريا معبد او نور هغه عقيدتي ځايونه دي چي  د معتقيدو کسانو تر څنګ زيات شمير سېلانيان  يې هم ځان ته را مات کړيدي .  د افغانستان  په بلخ  کي د حضرت علي ( کرم الله وجهه ) زيارت ،  په هرات کي دخواجه عبدالله انصار او خواجه غلتان ولي او نور زيارتونه ، په کندهار کي داسلام پېغمبر حضرت محمد(ص ) په نوم  خرقه  شريفه  او نور زيارتونه د ځانګړي پاملرني په صورت کي  د نورو يادشويو نړيوالو متبرکه سيمو او ځايونو سره د بشپړي سيالۍ جوګه کېدای شي .
په افغانستان کي د ګرځندوئ اداره د ١٣٣٧  لمريز کال را هيسي په ټکنيو هڅو بوخته ده ، کله يې د سياسي چاپير يال په وړ شرايطوو کي د ودي لاره وهلې او کله يې د ودي لاره ټکنۍ شوې اويا هم  په ټوليزه توګه  پر مخ ډب شوېده . د هغو خپرونو له مخي چي د دې ادارې په تړاو شويدي ، دا څرګندوي چي د پرانستلو وروسته يې په لومړيو دوو لسيزو کي په پر له پسې توګه  د ودي لاره طې کړېده د بيلګي په توګه په ١٣٣٧ لمريز کال د همدې ادارې په مرسته ٤٣٤٠ تنه سېلانيان او زيارت کونکي  افغانستان ته راغلي  او دهيواد موزيمونه او بيلا بيلي تاريخي او عقيدتي  سيمي يې  ليدلي دي . په ١٣٤٠ لمريز کال د سېلانيانو شميره درويشت زره څلور سوه ديارلس تنو ته ورسېده . او په ١٣٤٧ لمريز کال دا شميره  دريشپيته زره او نه اتيا ( ٦٣٠٨٩  ) تنو  ته ورسيدل  . د سېلانيانو داشميره د ١٣٥٢ لمريز کال وروسته په پر له پسې توګه زياته شول او  په هر کال کي تر سلو زرو (  ١٠٠٠٠٠  ) تنو زيات سېلانيان هيواد ته را تلل . په ١٣٥٥ لمريز کال د سېلانيانو شميره د يوسل او پنځوس زره (  ١٥٠٠٠٠ ) تنو څخه زياته ښودل شوېده  ، په داسي حال کي چي  په ١٣٨٤ لمريز کال کي  هيواد ته د راغلو سېلا نيانو شميره  درې زره تنه ښودل شوېده ، چي د ١٣٥٥ لمريز کال را وروسته  افغانستان ته د راغلو سېلانيانو په سلو کي اته نوي  ( ٩٨٪  ) کمښت ښئې . په دې هيله چي په افغانستان کي د ګرځندوئ نوئ غوړيدونکۍ صنعت وده او پراختيا وکړي ، د هيواد اړوندو ادارو او مسولو چارواکو ته په کار ده ،  ټولي  هغه  اړيني چاري  طرح اوسمبال کړي  چي د دې ګټور صنعت د غوړېدو لپاره ورته اړتيا شته .
اخځونه :
World Tourrism Organization ( UNWTO ).url .( 2006 ) 1-
2 - 
iraneconomics.net  ( 2005
3  - 
torkiye.turizm ( 2005 )
٤ --  باوري ، رسول . موزيم شناسی وسېر موزيمها در افغانستان  ( انجمن سپک : پيښور ) ١٣٧٥ .

   

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006