دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
پښتو په انټرنېټ کې

پښتو په انټرنېټ کې

عجب خان غمخور

 

عبدالهادي حيران صېب زه د ډېر د نزدې نه پېژنم. زما په فکر هغه يؤ ښۀ ليکوال، تر څۀ حده ژورنالست او شاعر دى. خو ماته دا پته نۀ وه چې حيران صيب په برېښنائي موضوعاتو کې هم پوهه لري او ليکل پرې کولاى شي. همدا وجه وه چې کله ما "پښتو په انټرنېټ کې" نومې کتاب وليد نو حيران ئې کړم ځکه چې د حيرانۍ کار ئې کړى دى.

"پښتو په انټرنېټ کې" د دې موضوع لومړنى کتاب دى چې زما له نظره تېر شو. د دې ليک د کولو نه وړاندې بازار ته لاړم او وګرځېدم چې که په دې موضوع بل کتاب پيدا کړم چې موازنه ورسره وکړم خو داسې کوم کتاب مې پيدا نکړاى شو. يواځې په يو دوکان کې راته چا يو کتاب وښود چې د وېبپاڼو په هکله ليکل شوى و خو چې ومې کتلو نو هغه کتاب د پښتو يا افغاني وېبپاڼو په هکله نۀ و. او دا کتاب (پښتو په انټرنېټ کې) د هغو وېبپاڼو په هکله دى چې د پښتنو او افغانانو لخوا په پښتو او يا نورو ژبو جوړې شوې دى.

ما دا کتاب د (الف) نه تر (ى) پورې ولوستلو. د کمپوزنګ غلطۍ پکې د نشت برابر دي.  او معلومات پکې ګټور دي. لکه  کومه وېبپاڼه څنګه جوړه شوه او څه خپروي،  فونټ څنګه ښکته کېږي، د پښتو فونټ څه ستونځې او د هغو حل څۀ دى؟ د بحث په فورمونو کې څنګه برخه اخيستل کېدلاى شي او داسې نور.

دا خو داسې معلومات دي چې که د يوې وېبپاڼې چلوونکي غوښتلي وى نو هم په دې موضوع يې دا ډول کتاب ليکلاى شو. کېدلاى شي چې څه کمى زياتى پکې وى خو تر ډېره حده به معلومات همدا ډول وى. خو د حيران صېب ځانګړتيا دا ده چې يو خو يې ځاى په ځاى په ځينيو وېبپاڼو تبصرې، نيوکې او وړانديزونه هم کړي دي او بل دا چې د کتاب په اخر کې د "انټرنېټ او پښتو ادب" تر سرليک لاندې چې کومې خبرې او شعرونه ورکړاى شوې دي نو دا د هغه د اديبانه فکر او د ښې  ليکوالۍ ثبوت ورکوي.

نو که غواړئ چې معلوم کړئ په پښتو ژبه او نورو ژبو د پښتنو لپاره تر اوسه پورې څومره وېبپاڼې جوړې شوې دي، کومه وېبپاڼه په کوم ادرس پيدا کېدلاى شي او برېښناليک يې څه دى، وېبلاګ څه شى دى او په پښتو کې څومره وېبلاګونه دي، فورمونه څه ګټې لري او څنګه پکې برخه اخيستلاى شئ او داسې نور...... نو دا کتاب ضرور وګورئ.

يوه خبره چې زه يې خامخا کول غواړم دا ده چې د دې کتاب سرپاڼه ډېره ښه جوړه شوې ده خو کتاب په اخباري کاغذ چاپ شوى دى.  د دوهم ځل لپاره که دا کتاب چاپ کېږي نو بايد چې په ښه او معياري کاغذ او د نورو معلوماتو د زياتونې سره چاپ شي.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006