دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د حاجي محمد نوزادي د شعرونولومړۍ پاڼه

                                                    مرور خيالونه

 

                                          لکه چي راز  د  ګلو  تيرو  اغزو  پټ   کړۍ

                                          هسي مي شوردجنون  دۍ زولنو پټ کړۍ

 

                                         خود به بېخوده ګرځم چي دي پر څنګ تيريدم

                                        ماشوم زړګۍ مي ګوره ناسور زخمو پټ کړۍ

 

                                           چي مي  کټ کټ دخندا ستا تر کاله رسيږي

                                            غم دي له خلکو نه ما دۍ په نشو پټ کړۍ

 

                                              هامرور خيالونه مي لمسوي پاڅون ته

                                              يون د اشنا تر کوڅې بلي ارزو پټ کړۍ

 

                                         چي ستا په ياد راروان د تړمو اوښکو کاروان

                                          له سپينو ورځو دې ما په تورو شپو پټ کړۍ

 

                                            هيڅ مي په درد ونه خوړو ها د ريا عبادت

                                           د محتسب څخه يم اوس ميخانو پټ کړۍ

 

                                            يمه ژوندۍ ساتلې اميدو ستا د وصال

                                           که دې له سترګو يمه ليري ملکو پټ کړۍ

 

                                          زه دي د ديد په طمعه پر دې   جهان لټوم

                                          تا ځان ( نوزاد)  کي رانه په حجابو پټ کړۍ

                                                                                      نوزادي

 

                                                                                 ١٩٩٨  سپتمبر

 

             

 

                      يو بڅرکۍ    

 

چي دي سترګو راته ست د کتو وکړ

انديښنو مي  نن  تکل  د وتو  و کړ

 

سرګردان وم د مجهول اميد په شپه کي

د سپوږ مۍ  زيرۍ  هلال  د  ابرو  وکړ

 

د توبې   نوم  لا   تر خولې وتلۍ نه و

شونډو ست راته د ډکو پيالو وکړ

 

نظر غوښته د باړخو باغچي نه واوړي

مخنيوۍ  يې  د باڼو  خارګيرو  وکړ

 

زما  قتل  د رقيب  په  توره  ګران و

د  زړه  سره  تا  د  ناز  په  چړو  وکړ

 

د هجران د خنجر زخم فرياد نه کړي

که وصال يې يوځل نيت د رفو وکړ

 

تاو د ميني سور انګار د زړه مجمر کي

اور يې  پوري  بيا  په  کور د خيالو وکړ

 

شيخه ستا نه در په در او لاس په لاس شوې

څه  فساد  دې  د  تسبيح  په  دانو   وکړ

 

يو  بڅرکې  دي  د  مخ  د  لمبو  پريوت

 ما  څرګند  په دې  غزل  د  پښتو   وکړ

 

نوزادي

 

١٣٧٧ لمريز کال

 

  سنګسار

 

سنګساره زمانه سوه بي ګنا په کاڼو ولي

که نن واري  زمادۍ سبا  تا په  کاڼو  ولي

 

 

د ميني راز کي ګوره مستي د هوښيارانو

 مجنون به ليونۍ وي که ليلا  په کاڼو ولي

 

زاهد په اعتکاف کي ساکن د ميخاني شو

ساقي محراب ته مخ کړ او مينا په کاڼو ولي

 

خمار مي د کلونو د قسمت بدلول غواړي

خيالونه ياغي شوي دې تقوا په کاڼو ولي

 

غوټۍ د  تنکو هيلو ، لا  نه وه  غوړيدلې

دواښکوکاروان راغۍاو موسکا په کاڼو ولي

نوزادي

 

١٩٩٨ اپريل

 

وليکه

 

څو چي د ي توان قسمته  ، ماته هغه وليکه

چي ظالم زړه دي يخ شي ،هر هغه څه وليکه

 

جام درته نه نيسمه دا مي نسکوره بس دۍ

د غمو ډک راته تل ،  په پيمانه وليکه

 

زما د نصيب کتاب کي د وصل باب وتړه

شپې د هجران پر کلي د بيلتانه   وليکه

 

چمن دي نه غواړمه راکړه بيديا کي مسکن

پر ځای   د ګلو راته   اغزي  تيره  وليکه

 

د مهر لاس  را باندي  هيڅکله  مه تيروه

چاړه  پر غاړه  زما  پر سر  اره  وليکه

 

قسمته تور قسمته  سپين مي هيڅ ونه ليدې

توري  دي برخي  راته  په توره شپه  وليکه

 

که سل  دي  ما  ومنل  يوه  مي  ته ومنه

تصوير د مخ د نګار پر سر د زړه وليکه

نوزادي

دنمارک

٢٠٠٠ زيږد کال

 

 

د مينی ياد

 

ته لا کوچنۍ وې،
ډيره تنکۍ وې،
چه ما کتل درپسی .

ته په کوڅوکي ،

لا بی  څادرگرځيدې .
تل سرتور سرگرځيدې .
ويښتيان ببر گرځيدې .
همزولو نجونو به دې،
منډی وهل در پسی .
ته بی پروا گرځيدې .
په مينه څه پوهيدې .
دا خاوری دوړی چه دي،
پرباړخوگانو باندي،
لکه گلاب ښکارېدې .

ماويل چې  لويه  به سې ،
په هرڅه پوهه به سې .
نو می پر گوتو باندی،
مياشتی شميرل در پسی .
شوې لږ پيلغوټی غوندی .

له کوڅی بنده سولې ،
کور نظربنده سولې ،
ډيره پای بنده سولې .
 ځکه مورجانی به دي،
تل غاښ چييچل درپسی .
 مازديگر څومره ښه وو،
ته به راووتلې،
دگودر خواته تللې .
هلته همزولو سره،

موسکاموسکا کيدلې .
دتگ راتگ لاره دی،
ما تل څارل در پسی .
زما مرکی را ياد دی ،
هغه کوڅی را ياد دی ،
 چه ستا دستمال ئی يووړ،
ساز او نغمی راياد دی .
دکلی برکوڅه کی،
 د زوم په کورکی ښځو،
درئی وهل درپسی .

چه دي واده راياد کړم،
د زړه چاوده راياد کړم .
دخاورو ډکه کوڅه،
د ورا را تله راياد کړم .
هري  همزولي به دي،

ستا د نکريزو په شپه،
بخت ازمويل درپسی .

 ډهل او سرناږغيده ،
مخ دی شالونو لاندی،
راته هيح نه ښکارېده .
د کور ئې وايستلې  ،
د مورپر مخ دي اوښکي،

قطره قطره څڅيدې .
زه چوپه خوله وم ولاړ ،

 خو په سينه دننه ،
می زړه ځغاستل درپسی .

 

دنمارک ٢٦\٠٦\٢٠٠٠

 

لوخړي

لوخړي چه ترې پورته دي انګار ئی ما ليدلۍ دئ
هلته زموږ کلۍ دئ
هلته چي نصيب ئې له پردي کوره راغلۍ دئ
هلته زموږکلۍ دئ
هلته ليونو له زنځيرونو څخه باج اخيست
هلته چي بلبلو د بازانو د سر تاج اخيست
هلته چي ګريوان پر هره غاړه اوس شکيدلۍ دئ
هلته زموږ کلۍ دئ
چيری چي  پانوس له خراباته هره شپه تښتي
چيری چي اخيره قطره اوښکه له باڼه تښتي
چيری چي هر سرپر زنګانه په خوب کي تللۍ دئ
هلته زموږ کلۍ دئ
هلته محتسب له سړيتوبه مرور ګرځي
هلته چه ساقي له ميخانې نه لاس په سر ګرځي
هلته چي ثواب له ګناهونو تښتيدلۍ دئ
هلته زموږ کلۍ دئ
دلته د نازونو مکيزونو بازار ګرم دئ
دلته خو کاږه کاته د بل وخواته جرم دئ
هلته چه ازل ئی سر تر نوکه غم لړلۍ دئ
هلته زموږ کلۍ دئ
هلته تنورونه له يتيمو زړونو ډک پراته
هلته دوږخونه کور په کورکې ورته کلک پراته
څه که نوزادي بې روحه تن ترې نه ايستلۍ دئ
هلته زموږ کلۍ دئ 

دنمارک ٨  ٠ \    ٠٢   \  ٢٠٠٦

 

د ليونيانو کلۍ

ليونۍ يم ددې کلي ، دلته ټوله ليوني دي
دي يو بل ته غلي غلي، دلته ټوله ليوني دي
عاشورا په ورځ نڅيږی،په اختر ځی کربلا ته
هوښيار داسي چا ليدلي، دلته ټوله ليوني دي
اسيرخوښ په تورتمونو، دخلاصون سودا ئی نسته
ځان ازاد بولې ښاغلي، دلته ټوله ليوني دي
پټي سترګي بې مرشده، د ړندو په شاني درومي
اوښان خرو پسی تړلي، دلته ټوله ليوني دي


 

بيګانه

 ستايادونه ميلمانه غوندي  راځي

زړه نازړه وي بيګانه غوندي راځي

 بدرګو لره مي سترګې نه ورغواړي

بي تدبيره پښتانه غوندي راځې

انتظارکي دوصال،سترګي څلورسي

 ناببره بيلتانه غوندي راځي

څه بي ميله وي دغلوپه شاني تيرسي

 چي ئي زړه وي نارينه غوندي راځي

 دکوڅې لاره دي ټوله ميکده سوه

چي دي شونډي پيمانه غوندي راځي

دسهار پر وړانګووخيژي اسمان ته

 لکه پرخه شبانه غوندي راځي

دموسکالاس کي دي جام نوزادي ويني

 که نظر ته مستانه غوندي راځي

دنمارک  ٠٥    \      ٠٥    \  ٢٠٠٦

 

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006