دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
پښتو په انټرنېټ کې

 

دا د پښتو وېبپاڼو، پښتو برېښناليک، د پښتو وېبپاڼو د بحث د فورمونو او په انټرنېټ باندې د پښتو د نورو اړوندو موضوعاتو په هکله معلوماتي کتاب دى چې ځوان ليکوال او ژورنالست عبدالهادي حيران ليکلى دى او تازه په پېښور کې د افغان خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شوى دى.

تقريباً په ١٥٠ مخونو خور دا کتاب په زړه پورې سرپاڼه او د پښتو وېبپاڼو په هکله ښه معلومات لري.  مهم سرليکونه يې د انټرنېټ لنډه پېژندنه، د انټرنېټ د ايجاد او ودې پړاوونه، د وېبپاڼې پېژندنه، د پښتو وېبپاڼو پېل او دوام، د فونټ ستونځې، د پښتو او پښتنو وېبپاڼې، د بحث فورمونه، د وېبلاګ پېژندنه، پښتو وېبلاګونه، اونلاين مجلې، اونلاين کتابونه، پښتو برېښناليک، انټرنېټ او پښتو ادب دي.

د کتاب تړون د ټول افغان وېبپاڼې د مسئول چلوونکي شېرزاد کامه وال په نامه شوى او بيه يې ٤٠ افغانۍ ده. په کابل، جلال اباد او پېښور کې د هر کتاب پلورنځاى څخه ترلاسه کېدلاى شي.

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006