دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
(زه به دريادېږمه) دناهيد سحر دوهمه شعري ټولګه

 

 

 

 

ګل چې په خندا وينې                           زه به دريادېږمه

چرته چې ښکلا وينې                            زه به دريادېږمه

 

دا د پښتو ژبې د وتلې او پياوړې شاعرې ناهيد سحر دوهمه شعري ټولګه ده چې تازه په پېښور کې له چاپه راوتلې ده.

مېرمن ناهيد سحر  د نااشنا او عجيبه عجيبه رواجونو او بندېزونو په جال کې د ګېرې پښتنې ټولنې هغه شاعره ده چې خپل يو ځانګړى سوچ لري او د دغه سوچ د څرګندولو لپاره د شعر نوى انداز  پکار راولي او د ښاغلي سعد الله جان برق په وېنا چې "د ناهيد سحر ځانله يوه بېله خپله دنيا ده. هغه دنيا چې وجود يې نشته خو دا غواړي چې دغسې دې وي، دغسې دې وشي يا کاش چې دغسې وى. خصوصاً د دې په ازادو نظمونو کې دغه دنيا ډېره ښکاره محسوسېږي".

لدې وړاندې د ناهيد سحر د هائيکوګانو ټولګه د "خپلو خوبونو له تعبير لټوم" په نامه چاپ شوې وه چې په پښتو شاعرۍ کې خپل ځانګړى مقام لري او په ادبي نړۍ کې يې ښۀ نوم جوړ کړى دى.

دا کتاب (زه به دريادېږمه) چې زړه راښکونکې سرپاڼه لري او په سپين معياري کاغذ چاپ شوى دى په څه دپاسه درې سوه مخونو کې بلها رنګين او د جمالياتي اړخ لرونکي خواږه نظمونه، غزلونه، هائيکوګانې او نور شعرونه لري. تړون يې د هر هغه پښتون په نوم شوى چې په صحيح معنو کې د پښتو سره پښتو کوي.  کمپوزنګ يې امجد امين کړى دى او بيه يې ١٨٠ روپۍ ده. په پښتونخوا کې د هر لوي کتابپلورنځي څخه ترلاسه کېدلاى شي.

 

 

عبدالهادي حيران

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006