دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د ښاغلي حېران صاحيب د وړانديز شوي بېت په اړه (( څه به خوب کا ))

 

د رحمان باباد لاندي بېت په اقتفا چی ښاغلې حيران د يوې  مشاعرې په موخه وړاندی کړي وؤ :

 چي په سترګو کي ئې خار وي څه به خوب کا

 چي په زړه ئې غم د يار وي څه به خوب کا

رحمان بابا

 

 غزل

چي يې يار په بل ديار وي څه به خوب کا

چي نهيلئ له روېبار وي څه به خوب کا 

خوار پښتون لره چي واک د مېنې نه وي

که اېساف يې پهيره دار وي څه به خوب کا

ځاله نه نسي بازان په ټيټو سموڅو

القاعده چي يې لاشخوار وي څه به خوب کا

غورو پور پر شنه اسمان د الوتکو

چي پر سر يې ټکهار وي څه به خوب کا

بابوزي ته د پرديو چال مالوم دئ

چي يې ورور پرسره انګار وي څه به خوب کا

٠٩\٠٤\٠٦

 

دښاغلي حيران صاحب لخوا دوړاندی سوي بيت په اړه اواقتفا ٠

غزل

چه ئي څنګ کی پروت اغياروی څه به خوب کا

له کوڅې چه بند د يار وې څه به خوب کا

په فتوا د محتسب چه مقتل سور وی

دم قدم رسۍ وی ، دار وی څه به خوب کا

که اشنا در ته خنجر لاس کی نيولې

چه لستوڼې کی دی مار وي څه به خوب کا

چه سپاره د غمازانو ترې چاپيره

هره سترګه درته څار وی څه به خوب کا

په لمسون چه د پرديو توره واخلې

تل قاتل به ځوی دپلاروی څه به خوب کا

پر کڅوړه د باروتو دی شپه مه سه

که کنړ که کندهار وی څه به خوب کا

پر نا اهله دی د مور لمن سی وچه

چه پيغورئي افتخاروی څه به خوب کا

نوزادی چه بي تسل له کلې ووت

که په دښت وی که په ښاروی څه به خوب کا

ح٠ م٠ نوزادی ٠

دنمارک ، ١٩ اپريل ٢٠٠٦

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006